د کمال خان د بند د اقتصادی او اجتماعی او ایکالووژیکی مثبتو تاثیراتو ارزونه

پوهاند محمد بشیر دودیال

0 1,238

د کمال خان د بند د اقتصادی او اجتماعی او ایکالووژیکی مثبتو تاثیراتو ارزونه

(د کمال خان بند دپرانیستې په مناسبت)

لنډیز

د افغانستان اقتصاد عمدتاً پر کرنه ولاړ دی، په بهرنی تجارت او ملی مجموعی تولید کې یې کرنیز محصولات ډیر رول لري. له بلې خوا تر اوسه هم لا دهیواد زیات شمیر وګړی په کرنه  او مالداری بوخت دی او په سلو کی د اتیا شاوخوا وګړی په کلیو کې اوسي. کرنه پرته د کافی اوبو له شتون څخه ممکنه نه ده. اوبه د کرنې، صنعت، څښلو، کبانو او څاوری روزنې او دبریښنا دتولید لپاره لومړنۍ اړتیا ده.، خو متاسفانه د افغانستان داوبخور سیستم او سرچینی ډیر ستونزې لري او خلک د اوبو کمښت سره مخامخ دي.  په داسې حال کې چې هم په افغانستان او هم په نړۍ کې د اوبو ارزښت د اقتصادی اوحیاتی مادې په توګه ورځ  په ورځ لوړیږی، د زمکې پرمخ د روانو او تحت الارضی اوبو کمی هر کال احساس کیږی،  نو په داسې یوه حالت کې  له  اوبو څخه د استفادې یوې علمی برنامی او پالیسی ته  اړتیا ده.  له نیکه مرغه دغه ډول برنامه په دې وروستیو څلورو کلونو کی تر کار لاندې ونیول شوه چې په ترڅ کې یې دنورو بندونو ترڅنګ، د کمال خان بند جوړول هم شامل و. د دغې مقالې هدف ددغه بند د ارزښت ښودل دي، چې په کتابتونی میتود سره بشپړه شوې ده.  دغه اقدام دملی احساس او قانونی حق او مالکیت د تدبیر او ارادې څرګندونه کوي. له دې سره به یوځای د بریښنا دتولید، متوازن اسکان او د ایکوسسیستم د سالم ساتلو امکان هم برابر شي. په کار ده چې دراتلونکو نسلونو په وړاندې د مسئولیت او د ژوند د دوام او بقا لپاره په خپله دغه ملی او طبیعی منبع او حق باندې حاکمیت ولرو. د کمال خان بند د دې اقدام یوه ښه بیلګه ده. دغه بند دبریښنا د تولید او د کرنیزو زمکو له خړوبولو برعلاوه مثبت اقلیمی تاثیرات هم لري.

کلیدی اصطلاحات : اوبه، طبیعی منابع، د هلمندد سیند حوزه، د کمال خان د اوبو بند.

سریزه

اوبه  د طبیعی منابعو په اقتصاد کې په جریانی منابعو (  flow resources ) کې شمیرل کیږی،  که ورڅخه استفاده ونشی، له لاسه وځي. له دې پرته د اوبو اقتصاد چی په شلمه پیړۍ کې یې اوبه د اقتصادي مادې په توګه معرفی کړي،  د اوبو حیاتی ارزښت ته اشاره کوي. د اوبو او ورښتونو د کچې کمښت او د اوبو له کبله په نړيواله کچه راټوکېدونکې ستونزې د روانې پېړۍ له پيله د بحث توده موضوع ده. د اوبو منابع دبشریت دبیولوژیکی موجویت لپاره لکه د هوا په شان؛ په تیره بیا  دعامې روغتیا، اقتصادی پرمختیا او دټول ایکو سیستم د سلامتی لپاره ضروری ده(Barry,2012).

په دې تړاو د نړيوال بانک د پخواني مرستيال، د ۱۹۹۵م. کال وړاندوينه هم مشهوره ده، چې ویلی یې و : ”   په شلمه پېړۍ کې ډېرې شخړې او جګړې د تېلو په اړه وې، خو د یوویشتمې پېړۍ ډېرې جګړې به پر اوبو وي.”

 د نړيوال بانک د څېړنو له مخې، اوسمهال د نړۍ اتیا هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ دي او تقریباً درې مليارده خلک په هغو سيمو کې ژوند کوي، چې په لوړه کچه د اوبو د کمښت له ګواښ سره مخ دي. ممکن دا کچه به تر ۲۰۳۰م.  کال پورې تقریباً څلور مليارده تنو (د نړۍ نژدې نيمايي نفوس) ته ورسېږي. په نړۍ کې لس داسې هیوادونه شته چې هیڅ  سیند نه لري.  افغانستان ۲۶ سیندونه لري، چې یو څو یې موسمی  او  نور یې ټول کال اوبه لري. دغه سیندونه په شپږو حوزو ویشل شوي دي چې ترټولو لویه حوزه یې د هلمند سین دی. له نیکه مرغه چې اوس دافغانستان دولت دغو ټولو حوزو کې؛ له هغی جملې د هلمند دسیند پرحوزه د یو شمیر بندونو کار پیل کړی دی.  په دې کې یو هم د  کمال خان دبند کار و چی تیر کال بشپړ او دا دی ګټه اخیستو ته چمتو شوی دی. دغه مقاله د اوبو او د دغه بند د ارزښت او د نورو مثبتو اغیزو په هکله ده.

 پرابلم (ستونزه)

افغانستان یو وچې پورې ایسار هیواد دی، سمندري ښيګڼو څخه بې برخې دی،  د هیواد دننه لارې ستونزمنې او هوایی ترانسپورت ګران پریوځي، صنعت لا هم په لومړنیو ګامونو کې دی، دتوریزم سکتور د پرله پسې جګړو له  امله خڼد سره مخ دی، نو ځکه  فعلاً کرنه په ملی اقتصاد کې مسلط سکتور او د خلکو په استخدام او د عاید اتی منابعو عمده سکتور دی،  خو په کرنه کې تولید او زراعتی زمکې اوبو ته  اړتیا لري، دا په داسې حال کې چې د اوبو دقلت او قحط امکان کال په کال زیات محسوسیږی .  له بلې خوا دبریښنا انرژی ته ورځ په ورځ  اړتیا زیاتیږی، په راتلونکی کې صنایع هم  اوبو ته ضرورت  لري،  نو ځکه د دې اړتیا احساس  کیږی چې دافغانستان د اوبو منابع او دابو بندونه په علمی ډول مطالعه او ستونزی یی تحلیل او حللارې ورته وموندل شي.  حال دا چې د افغانستان لویه  ستونزه همدا ده چې د اوبو منابع ندي مدیریت شوي، رڼه پالیسی ورته نشته، سیندونه هرکال ښیرازی خاورې مینځي او سیلاوونه   ډیرې کروندې ویجاړوي.  د دغو ستونزو دحل لپاره باید علمی څیړنی دوام ومومي.

موخې (اهداف)

  • د هلمند د سیند د د آبیاري حوزې پیژندنه؛
  • د کمال خان د بند پیژندنه ،
  • د کمال خان د بند اقتصادی، اجتماعی، ایکولوژیکی اوروحی مثبت تاثیرات او دهغه د اهمیت ښودل.

اهمیت

د  اوبو حیاتی اهمیت او د مطالعاتو ارزښت ورځ په ورځ زیاتیږی. څښاک،کرنې، صنعت  اود بریښنا تولید ته اړتيا د اوبو اهميت  ډېر لوړ کړی دی.  قرآن عظیم الشان دانبیا په ۳۰ سوره کې فرمایی: وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ( موږ هرڅه له اوبو څخه پیدا کړی …) دا په  خپله د ابو د ارزښت ښودونکی ده. له دې کبله چې لا اوس هم د زمکو خړوبول په عنعنوی ډول دي، نو ځکه  په هیواد کې د اوبو دفعلی مصرف  ۹۵ سلنه په کرنه کې ده.  دا په داسې حال کې چې ډیرې کمې زمکې کرل کیږي. دغه کمې زمکې  د ټول هېواد په کچه د اوبو له کمښت سره مخ دی. په ۱۹۷۰م.  کال کې په افغانستان کې درې نیم میليون هکتاره زراعتتی زمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په ۲۰۰۸ کال کې یونیم میليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې، چې له بده مرغه نور هم د کمیدو په حال کې ده، یو علت یې د اوبخور سیستم له منځه تلل دی. په افغانستان کې په سلو کې لس کرنیزې زمکې په عصري لارو چارو سره خړوبېږي او ژورې څاه‌ګانې هم شته، چې دا دواړه عوامل د اوبو پر تحت الارضی زیرمو فشار زیات او د اوبو د کچې دکمښت لامل ګرځي. ځکه  له  روانو اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخيستنې، د اوبو غوره مديريت او د سيستمونو او ميکانيزمونو پرمختیا، علمی څیړنو،  کنفرانسونو ، د اوبو د مدیریت تحلیل او په دغې منبع باندې پانګونې ته اړتیا لري.

د موضوع پس منظر

د افغانستان د اوبو د حوزو، دسیندونو دبت(کلنی جریان)، د اورښتونو پرله پسې ریکارډ، کرنې، صنعت، څښلو، مالداری او نورو استعمالونو ته د اوبو دتخصیص،  د اوبو د ترزمکې لاندی زیرمو( under ground water) او روانو( surface water) اوبو ښې ساتنې، دتحت الارضی زیرمو discharge and in chargeپه هکله مطالعات او لیکنی  ډیرې کمې دي. د اوبو او انرژی وزارت یوشمیر ارقام نشر کړی، همدارنګه  د کابل پوهنتون د زمکپوهنې پوهنځی یو څو درسی کتابونه چې په ضمنی ډول د اوبو یادونه هم  پکې شته، نشر کړی دی. په دې ټولو کې په وروستیو څو کلونو کې دافغانستان د علومو د اکاډمی علمی کنفرانسونه او د افغانستان د اوبو پورتال هغه مرجع ماخذ دی چې  د اوبو په هکله یې علمی معلومات بللای شو.  ډیر پخوا دکرنې وزارت او د  FAO اداری  یو څه ګزارشات نشر کړی وو، چې له اوسنیو واقعیتونو سره  برابر ندی، دا ځکه چی په کلنی اورښت، دسیندونو جریان، اقلیم او د ابیاری د حوزو ویش کې  ډیر بدلون راغلی دی، نوځکه باید له هره  لحاظه نوي مطالعات ترسره شی(FAO,2018).

د اوبو د مطالعاتو او د هغو د اقتصادی او حیاتی ارزښت په هکله د امریکې د متحده ایالاتو د نامتو پوهنتون ( University of Massachusetts-Amherst) یو تن پروفیسور ( C.Field Barry) په ۲۰۲۱م. کال کې د (Natural Resources Economics ) ترعنوان لاندې خپل کتاب کې په پنځلسم څپرکي کې د اوبو مسایل ډیر ښه توضیح کړي دي، نه یواځې د جاری یا بهیدونکو( surface water) اوبو، بلکې د ترځمکې لاندی اوبو( underground water) بحثونه یې هم څیړلي دي، موږ ته هم د اوبو ددواړو بڼو مطالعه او په هغو باندې کار کول ډیر ضرور دی (Barry, 2012).

ښاغلی کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستانی، په خپل مشهور او مستند اثر(  بند کمال خان وپروژه آبیاری درنیمروز) کې  د سیستان د لرغونی تاریخ، د دغی سیمی د سمسورتیا او بیا د ګوډ تیمور له خوا ۷۰۰کاله مخکی  پر سیستان یرغل او د دغه بند نړول او د سیستان د تمدن له خاورو سره خاوری کولو په اړه کره معلومات ورکړی دی. دغه علمی اثر چې په ۲۰۲۱م. کال کی لیکل او په دیجیتل بڼه آنلاین شوی دی، په ۲۳۵مخونو کی دغه بند ډیر ښه راپیژنی.  دغه راز د دغه بند بیلابیلی ګټې او د سیمی په سمسورتیا کی یی د دغه بند رول ښودلی دی(سیستانی، ۲۰۲۱) .

د څیړنې میتود

دغه څیړنه کتابتونی  بڼه لري چې د یو شمیر نویو کتابونو څه برعلاوه  له حکومتي او غير حکومتي معتبرو اسنادو او لومړي لاس موادو استفاده شوې ده، خو ورسره دهلمند سیند او مرستیالان یې له نږدې څخه لیدل شوی، د کرنیزو زمکو د خړوبولو طرز او له اوبو سره د هیوادوالو چلند په عینی ډول لیدل شوی او په لیکنه کې په پام کې نیول شوی دی.

اوبه د اقتصادی مادې په توګه

دشلمې پیړۍ له پیل څخه دمخه اوبه  اقتصادی ماده کی وه، سره له دې چې حیاتی ارزښت یې ټولو ته معلوم و، خو دا دی اوس اوبه هم لکه د تیلو او نورو اقتصادی موادو په شان اقتصادی ماده وشمیرل شوه، چې تقاضا ورته موجوده ده، بیه ورته ټاکل کیږي او پلان او برنامه باید ورته جوړه شي. دهمدې نوې اړتیا له مخې د۱۹۹۲م. کال  ددوبلن کنفرانس د اوبو پر اهمیت او اقتصادیتوب تاکید وکړ او د یومکعب متراوبو لپاره یې درې ډالره بیه تخمین او څلور اصول (Dublin water principles) یې تصویب کړل :

۱. خوږې (تازه) اوبه fresh water یوه ډیره محدوده او زیان منونکی سرچینه ده چی د ځمکی پرمخ د ژوند د دوام او د چاپیریال د خوندیتوب یوه ضروری ماده ده.

۲. د اوبو مدیریت باید د یوه پلان او تګلاری له مخی وي، چی پالیسی جوړوونکی، د پروګرامونو طراحان او لګښت کوونکی باید په شریکه په ټولو کچو کې په دې موضوع فکر وکړی او معقول تصمیم ونیسي.

۳. د اوبو پاک ساتل یو ضرورت دی،

۴. اوبه د مصرف په ټولو ډولونو (څښلو، صنعت، کرنی …) کی اقتصادی ارزښت لری او باید د اقتصادی جنس په توګه وپيژندل شي. افغانستان د اوبو له منبع څخه د ښې استفادې لپاره د یوشمیر بندونو په جوړولو پیل وکړ لکه سلما ب، د شاتوت ، د شاه او عروس ، مچلغۍ ، دبخش اباد  او یو شمیر نور.  دا په داسې حال کې چې افغانستان پخوا هم یو شمیر بندونه جوړ کړی و لکه د درونټې بند، نغلو، کجکی، سروبی، ماهیپر  او یو څو نور( دودیال، ۱۳۹۴). هیره دې نه وي چې زموږ نیکونو زرګونه کاله پخوا د اوبو او سیلاوونو د ایسارولو او د اوړي لپاره د اوبو د زیرمه کولو لپاره بندونه لرل، لکه بندسلطان، بند غازی، بندرستم، حمزه بلواخان بند، ګرشاسپ بند او نور. د کمال خان بند چې یوه نوې ملی پروژه ده، د هلمند د اوبو لګولو پر حوزه جوړ شوی دی.

د هلمند د سیند د حوزې پیژندنه

د اوبو او سیندحوزه (river basin)؛ د یوه سیند او دهغه د شاوخوا زمکې او ساحې هغه ارتباط توضیح کوي چې د دغه سیند له اوبو څخه خړوبیږی (دودیال، ۱۳۸۴). د هلمند سیند هم  خپله د خړوبولو یا ابیاری  حوزه لری. د افغانستان د اوبو لګولو دغه حوزه ترټولو نورو لویه او دهیواد د پرمختیا او اقتصادی ودې او دکرنیزو محصولاتو داوچتیدو لپاره مهمه ده.

 هلمند سيند د افغانستان ستر او اوږد سيند دی، چې اوږدوالی يې 1150 کيلومترو ته رسېږي او د افغانستان په سوېل لوېديځ کې بهېږي. د افغانستان د اوبو د ټولو حوزو 41 سلنه سيمه په دې حوزه کې راځي، د هېواد 31 سلنه کرنيزه ځمکه او 28 سلنه نفوس تر پوښښ لاندې لري او د افغانستان د اوبو د ټولو سرچينو 10 سلنه برخه جوړوي. د اوبو اخيستلو ټوله ساحه يې 262341 کيلومتره مربع ته رسېږي او په تخميني ډول هر کال 9.30 مليارد متر مکعب اوبه پکې بهېږي، چې په پراخه کچه د اوبو لګونې او برېښنا د توليد وړتيا لري. دا بند به دهغو دآبیاری وړزمکو( arable land) په اندازه کې زیاتوالی راولي، چې  له همدغې حوزې به خړوبیږي( احصائیوی کالنۍ،۱۳۹۴)

د هلمند سيند د کابل په لوېديځ کې د بابا غرونو د سوېلي برخې له شېلو څخه، له 4400 متره لوړوالي سرچينه اخلي او له ختيځ څخه د لوېديځ په لور بهېږي. د ميدان وردګو ولايت له لوېديزې پولې څخه له تېرېدو وروسته د باميانو او اروزګان سوېلي برخو ته ننوځي. د دغه سيند يوه شېله له اوونۍ درې څخه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې راوتلې ده. د کجکي بند له تېرېدو وروسته نور هم پراخېږي او د برېښنا د توليد لپاره د اوبو د بندونو د جوړېدو مناسبې سيمې لري. په چاربرجک اوکمال خان سيمه کې د شمال لور ته مسير بدلوي او دافغانستان-ايران پولې ته رسېږي. د پولې په اوږدو کې په دوو برخو وېشل کېږي. د سيستان شاخه يې کيڼ لوري ته ځي او ايران ته ننوځي او د نادعلي شاخه يې ښي لوري ته اوړي او له ايران سره لوېديزه پوله جوړوي. له بده مرغه تر اوسه دغه سیند زموږ دهیواد دننه ، په تیره بیا دنیمروز اړوند کرنیزی زمکې نه اوبه کولې، دا ځکه چی د آبیاری تاسیسات ورباندې نه و جوړ شوي. د دغه سیند پخوانی تاسیسات چې هغه وخت دبندرستم په نوم مشهور و ۷۰۰ کاله مخکې، یعنې په دیارلسمه میلادی پیړۍ کې  د ګوډ تیمور د یرغل پرمهال ړنګ او یوه اباده سیمه او د تمدن یوه زانګو په په بیدیا بدله شوې وه (غبار، ۱۳۴۶ ).

مرستيال سيندونه يې:  ارغنداب،  ترنک، ادرسکن، ارغستان، فراه رود، خاشرود، سيستان-هلمند، سردې او غزني سيندونه دي، چې په ټول سوېل لوېديځ کې شاوخوا 140 زره مربع کيلومتره سيمې خړوبوي، دغه اندازه د ټولې  ساحې ډیره لږ فیصدی ده. د هلمند سيند په افغانستان او ايران کې پراخې ځمکې خړوبوي، چې په افغانستان کې يې 97 سلنه اوبه په کرنيز سکتور کې او په ايران کې يې 80 سلنه په کرنيز سکتور کې لګول کېږي.

د دغې حوزې دټولو سیندونو (هلمند، ارغنداب، ترنک، سردې او غزني، ارغستان، ادرسکن، فراه روداو خاشرود) سرچینه دهیواد دننه ده، چې د اوبو کلنی اندازه یې ۹،۳۰میلیارد مکعب متره او د نورو حوزو په مقایسه یې مساحت ۴۱فیصده دی. له نیکه مرغه اوس ورباندې دکمال خان بند چی په ۱۳۵۴ل.=۱۹۷۵ع.) کې سروې شوی و، جوړ شو. کمال خان بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښاره شااوخوا ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی. د دغه  بند لوړوالی  ۱۶ متره او د اوبو د زیرمه کولو ظرفیت ېې ۵۲ میلیون مکعب متره دی.

  • نقشه : د نیمروز ولایت کې د کمال خان د بند سیمه ښکاره کوي.

د کمال خان بند  د هلمند سيند پر اوبو، د نيمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې جوړېږي او افغان چارواکي وايي، دغه بند داسې طراحي شوی، چې د هلمند سيند د اوبو د ضايع کېدو لامل نه کېږي. افغان چارواکي دا هم وايي، چې د دغه بند اوبه به د ايران د پولې په 100 کيلومترۍ کې اندازه‌ګيري هم کړي او ايران ته به پوره اوبه رسېږي.

 پایله

د کمال خان بند اوکرنيز سکتور، اقتصادي او اجتماعی وضعيت

د کرنې سکتور نېغ په نېغه د اوبو له وضعيت سره تړلی دی، چې 95 سلنه اوبه پکې مصرفېږي او اوسمهال دا سکتور د ټول هېواد په کچه د اوبو له کمښت سره مخ دی. په 1970 کال کې په افغانستان کې 3.3 مليون هکتاره ځمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په 2008 کال کې 1.8 مليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې چې یو علت یې د اوبخور دسیستم ړنګیدل او د اوبو کمی ده . له دې جملې 10 سلنه يې له عصري لارو چارو په ګټې اخيستنې سره خړوبېږي او د ژورو څاه‌ګانو په څېر په دوديزو تګلارو تکيه کوي، چې د اوبو د کچې په کموالي کې رول لري. له اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخيستنې په موخه د اوبو د مديريت او پراختيا په سيستمونو او ميکانيزمونو کې د پانګونې نشتون يوه له هغو ننګونو ده، چې په دې برخه کې د ستونزو د زياتېدو لامل شوې ده. د اوبو بندونه دا ستونزه حل کولای شي.

د کرنې سکتور د افغانانو د اقتصاد 78 سلنه برخه جوړوي او شاوخوا 84 سلنه اوبه هم د ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي، چې په دې برخه کې پر بنسټيزو منابعو، لکه پر بندونو باندې تمرکز،د پام‌وړ پايله لرې. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د اوبو لګونې سرچينې له سيندونو 84.6 سلنه، له ابشارونو 7.9 سلنه او له کاريزونو 7.5 سلنه دي. دا وېشنه د دې ښودنه کوي، چې له بده مرغه په افغانستان کې د د اوبو د زېرمه کولو برخه کې کم کار شوی دی، یوه لاره یې د بندونو جوړول دي (taand,2020).

د افغانستان تقریباً اتیا (دقیقاً 77) سلنه نفوس په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې کرنه او مالداري يې د ورځني ژوند د لګښتونو او اقتصاد عمده برخه جوړوي. د افغانستان د ټول نفوس 59 سلنه وګړي په سیده ډول دې برخه کې مشغول دي او له همدې کبله د کرنې سکتور ونډه په ناخالصو داخلي توليداتو کې زیاته ده. په دې توګه اوبه زموږ لپاره په اقتصادي وده، سياسي ثبات او غذايي امنيت کې خورا مهم رول لري.

د دې ترڅنګ، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه د برېښنا واردولو ته اړ دی او شاوخوا 80 سلنه برېښنا له ايران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي او هر کال مليونونه ډالره پرې لګوي. افغانستان دا مهال د 240 مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري، چې له اوبو څخه موجوده 23 زره ميګاواټه برېښنا د توليد  وړتيا ايله يو سلنه جوړوي او دا وضعيت د صنعت پر سکتور او اقتصادي وده نېغ په نېغه اغېزه لري. ځکه نو د اوبو د تنظيم لپاره د کافي زېربناوو نشتون د هېواد د اقتصادي او بشري ودې پر وړتيا هم ناوړه اغېزې ښندلې ده. په داسې حال کې چې د اسيا د پرمختيايي بانک د شمېرو له مخې نژدې 40 سلنه افغانان عملاً د بېوزلۍ تر کچې لاندې ژوند تیروي . د نړيوال بانک شمېرې ښيي، چې د بی‌کارۍ کچه خورا لوړه ده. که چیرې په لویو سیندونو بندونه جوړ شی افغانستان به د موجوده بریښنا څخه ۹۰ځله زیاته بریښنا تولید کړی او یواځې د جنوب غرب زمکی ۹۰میلیونه وګړو ته غله برابرولای شي (FAO,2011).

په دې توګه د دغه بند اقتصادی او اجتماعی مثبتې اغیزی داسې خلاصه کولای شو:

  • له نیکه مرغه اوس چې د کمال خان بند جوړ شو په دې سره به ۱۷۵۰۰۰هکتاره زراعتی زمکه تر کښت لاندې راشي، کافی کرنیز محصولات به تولید، په ملی مجموعی عاید کې به زیاتوالی راشي. څه ناڅه اته میګاواټه بریښنا په نیمروزکې د بریښنا ستونزه کاملاً حل کوي(حال دا چې متخصصینو د نهه میګاواټه بریښنا اټکل کړی دی)،
  • ترځمکې لاندې اوبو زیرمې پیاوړی او د سیمې کاریزونه بیرته اوبه پیدا کوي،
  • کله چې نوې زمکې تر کښت لاندې راځي، ګڼ شمیر نفوس له موجوده اګلومیرشنونو څخه ورخپریږی، په دی توګه د  دولت د اسکان (settlement) پالیسی تطبیق کیږي،
  • د جُرمی اقتصاد مخه به ونیول شي. تر دې مخکې د نیمروز او د هغه شاوخوا دقاچاق او سړی تښتونې پېښې ډیرې زیاتې شوی وی چې علت یی بیکاری وه.
  • د دغه بند جوړول به د سیلاوونو مخه ونیسی چی هر پسرلی به یی ډیرې زمکې ویجاړولې او ځانی او مالی زیانونه به یې اړول.
  • تر دې یې غیر محسوس ګټه چې هغه بیرته د لرغونی سیستان د تمدن او سرسبزی را ژوندی کیدل دی، ډیر مهم دی،
  • دا به پر اقلیم او د ژوند پر تنوع ( biodiversity) ډیر مثبت تاثیر ولري،
  • دا بند د سېلابونو په کنټرول کې هم مهم رول لري. تر ټولو مهم دا چې دا بند کولای شي نیمروز ته یو اساسي پرمختګ ورکړي.
  • د کبانو د روزنی امکانات پکې برابریږی،
  • د تفریح او ګرځندویانو د جلب یوه ساحه به جوړه شي،
  • تر ټولو مهمه دا چې خلکو ته به مثبته انرژی ورکړی او د نورو ولایاتو د خلکو له شعور او پر ځان ویسا والی سره به مرسته وکړي،
  • په ګاونډیو هیوادو به زموږ اتکا کمه شي،
  • دا دمسلکی متخصصانو لپاره یوه تجربه ده او د راتلونکی لپاره به د اوبو د برخې محصلان عملی کار پکې زده کوی،
  • دا د دولت یوه بریا او په ملی حکومتونو د ولسونو د اعتماد یو شاخص ګرځیدای شي.

دراتلونکو څیړنو لپاره ستونزې

د اوبو په برخه کې د څېړنو کمښت او په هر فصل کې اوبو  د جریان   په تړاو کافی او دقیق معلومات نه لرل،  هغه ستونزه ده، چې په دې اړه د نوروموضوعاتو حل یې  له ننګونو سره مخ کړې . په ځينو مواردو کې د اوبو او انرژۍ او کرنې وزارتونو او د چاپېريال ساتنې د ملي ادارې کم او متضاد معلومات وړاندې کوي. حال دا چې د څیړنو لپاره کره او د کار وړ معتبر معلومات، ورزیده او بااحساسه ملی کادر او مجهزه اداره اهميت لري. د دې ترڅنګ دطبیعی منابعو لکه سیندونو، ځنګلونو، وحشی ژویو اوڅړځایونو په اړه عامه پوهاوی هم لږ دی. عام ذهنيت اوسمهال دا دی، چې په افغانستان کې يا له افغانستان بهر ته بهېدونکې هر څاڅکی اوبه د افغانستان ملکيت دی. په دې تړاو عامه پوهاوی په ملي کچه د حکومت له‌خوا د تصميم نيولو لپاره د عامو خلکو ملاتړ ته اړتيا لري.

په اوس وخت کې زموږ ستونزې دا دي:  جګړه، د متخصص او ملی احساس لرونکی کدر نشتوالی، ناکافي سازماني  او مسلکی ظرفيت، دهیواد دطبیعی زیرمو او شتمنیو په هکله کم معلومات، امنيتي ستونزې، د عامه پوهاوي نشتوالی، مالی ستونزی، دګاونډیوترمنځ بې‌باوري او د همکاريو نشتوالی، اقلیمی وارخطاکوونکی منفی بدلونونه او د ورزیده متخصصینو نه لرل.

مناقشه

په دغه څیړنیزه مقاله کې دا وموندل شوه چې افغانستان د قوی اقتصادی پوتانسیل لرونکی او د طبیعی منابعو له پلوه یو بډای هیواد دی. د کمال خان دبند دجوړولو تجربه زمووږ لپاره دا ډاډ راکوي چې موږ به وکولا شو د هیواد اوبه د خپل اقتصاد د ښه کولوپه موخه مدیریت کړو. د بندونو تاسیس د اقتصادی ګټو ترڅنګ، ګڼ شمیر ټولنیزې، سیاسی، ایکالوژیکی  او روحي مثبت تاثیرات هم لري. د دغه بند جوړول د افغانستان له انکشافی بودجی څخه تمویل شوی دی چې څلور کاله مخکې پیل شو. په دغه کال کې افغانستان ته ۳۷۳۴،۳۱ میلیون ډالره بهرنۍ مرسته شوې وه، چې ډیرو نورو عمرانی او بشری برخو ته تخصیص شوی وه( احصائیوی کالنۍ ،۱۳۹۴ ). افغانستان به وکولای شی، د دغه بند دبریښنا دتولید او د کرنیزو زمکو د ترلاسه شویو حاصلاتو څخه په لږ وخت کې دغه لګښتونه پوره کړی. په دې توګه د کمال خان بند د هیواد د بنسټیزو پروژو څخه یوه مهمه پروژه ده.

 

وړاندیزونه

  • افغانستان باید ګاونډیو ته قناعت بخشه ډاډمنتیا ورکړي؛ یعنې د نړيوال بانک د څېړنې له مخې، د افغانستان د  اوبو په لوړه برخه (سراو) یا افغانستان کې پانګونه او پراختيايي کارونه به پر ګاونډیو ډېرې لږ اغېزې ولري؛ ځکه په دې هیواد کې د اوبو لګونې د سيمو د پراختيا لپاره محدوده زمکه شته ده او جوړېدونکي او پلان شوي بندونه تر ډېره د برېښنا د توليد او دسیلاوونو د کنترول په موخه دي. له همدې کبله د دې حوزې د اوبو مسئله د شخړو پر ځای پر همکاريو بدلېدای شي؛ ځکه د برېښنا د توليد پروژې به د دواړو هېوادونو د برېښنا اړتياوې پوره او زیرمه شوی اوبه  به اوړی  دوی ته ورځي چې هلته د اوبو قلت وي.  دغه فرصتونه، ګاونډیو سره د اوبو په تړاو د شته ستونزو په هواري کې مرسته کوي. د ګډ کار لپاره په افغان اړخ کې د سياسي ارادې او ژمنې شتون، د نړيوالو تمويلوونکو مرستو او پاملرنې شتوالی، پرمختیایی فعاليتونه؛ لکه ګډې څېړنې او پر ګاونډیو باندې د افغانستان په خاوره کې د اوبو د زېربناوو دمنفی  اغېزو نه لرلوډاډ.  دا ټول هغه فرصتونه دي چې د اوبو په برخه کې د همکاريو لامل کېدای شي او په ټوله کې بيا دا همکارۍ د سيمې له ثبات سره مرسته کو،
  • ټول افغانان دې د دایمی سولې د ټینګښت لپاره سره یو لاس او متحد شی، تر څو د اسلامی اخوت اوملی یووالی په فضا کې د هیواد دپرمختګ او آبادی لپاره شرایط مساعد شي، سوله د انسانی ژوند ضروری شرط دی،
  • د هایدرولوژی، هایدرومتری  او د اوبو د مطالعاتو تخصصی څانګې ایجاد شی، تر څو دې برخو کې لازم کادرونه ولرو، غير رسمي څېړنې هم هغه فرصت دی، چې په دې تړاو د معلوماتو او عامه پوهې له زياتوالي سره مرسته کوي، هغه هم داسې مهال چې په دې برخه کې د معلوماتو کمښت په تېره بيا د اوبو برخه کې يوه مهمه ستونزه بلل کېږي.
  • وروسته تر دې دې دافغانستان د  اوبو لګولو دحوزو تعریف کې، د پنځو حوزو په عوض شپږ حوزې ( water shed/basin/tributaries)شاملې او ټولې دې تر څیړنې لاندې ونیول شي( نقشه یې مخکې ښودل شوې ده)،
  • افغانستان دې ډیر ژر دهغو پروژو، ذخیروی او انحرافی بندونو او د آبیاری د کانالونو پروپوزلونه ترتیب او دې برخه کې  دې خپلې اړتیاوی او پلانونه ترتیب کړي، تر څو د ضرورت پرمهال یا ګاونډویو سره د خبرو پر ووخت یې مخې ته کیږدو او د هغو لپاره خپل د اوبو حق محفوظ کړای شو. که دغه ډول دابو دمصرف تخمینونه او پروژو طرح ونه لرو، څوک زموږ خبرې ته غوږ نه نیسي  او اوبه مو بی ضرورته بولی او د ځان حق یی بولی. په کلیوالی عرف کې هم پایناو ته هغه اوبه رسیږی چی سراو څخه اضافه وي.
  • یو وړاندیز دادی چې افغانستان دی د ګمبیری دښته فقط او فقط د کونړ له سیند څخه د کیندل شوی کانال په واسطه اوبه کیدونکو زراعتی زمکو او لویو میکانیزه فارمونو ته تخصیص،  اود ګمبیری د بل ډول استفادی زمینه دی نه  برابروی.
  • د هیواد له طبیعی زیرمو سره د آشنایی په خاطر داقتصاد،کرنی، چاپیریال پوهنې، ښوونې او رونې او انجنیری پوهنځیو کې د طبیعی منابعو اقتصاد دمضمون تدریس ضروری دی،
  • جدي اړتيا ده، چې د هیواد پر سيندونو د اوبو د اندازه کولو پرمختللي وسايل نصب او دکال دڅلورو فصلونو ثبت شوی ارقام ولرو،
  • دکمال خان د بند دجوړیدو د مراحلو(سروې، ساختمانی چارو، ډکیدلو) اسناد او راپورونه دی محفوظ وساتل شی، د دغه بند تجربه دراتلونکې لپاره د یوې بیلګې په توګه دهیواد نورو برخو ته ډیره ضروری ده،
  • دکمال خان د بند دهغو ساتونکو سرتیرو او کارکوونکو په یاد دی یادګاری څلی جوړ شی چې د دغه بند په جوړړولو او ساتنه کې شهیدان شوي دي،
  • د کره موادو د نشتون ترڅنګ بشري وړتيا او د قوي متخصصينو نشتوالی او په اړوندو افغان ارګانونو کې کمه وړتيایو بل منفی عامل دی، نو ځکه بايد د شته متخصصينو د وړتيا لوړولو او او د اوبو او طبیعی منابعو په برخه کې تخنيکي پوهه زياته شي.
  • دهیواد ملی شتمنیو، ځنګلونو، سیندونو او داوبو منابعو، ژویو، کانونو او نورو عامه شتمنیو  په هکله د عامه پوهې د کچې لوړولو ته بايد په پلانونو کې پوره ځای ورکړل شي او د څېړنو، د رسنيو او مدني ټولنو، کنفرانسونو او په داسې نورو لارو دې، عملاً په دې برخه کې کار وشي.

ماخذ :

۱.قرآن عظیم الشان ، انبیا سوره،  ۳۰ آیت.

۲.دودیال، محمد بشیر. (۱۳۹۴)دطبیعی منابعو اقتصاد. د لوړو زده کړو د وزارت د نشراتو ریاست چاپ. کابل- افغانستان

۳.د  افغانستان احصائیوی کالنی، (۱۳۹۶).  د احصائیی دمرکزی ادارې نشرات،  کابل- افغانستان.

۴.دودیال، محمد بشیر.(۱۳۹۸)  دکرنې ډکشنری، ګودر خپرندویه ټولنه: ننګرهار- افغانستان، لومړی چاپ.

۵.په کابل پوهنتون کې د ۱۳۹۶کال د اسد میاشت کی د gizاو DAADله خو د آلمان د  RUB پوهنتون په مرسته د( AMEA – Academic Mining Education an Afghanistan) تر عنوان لاندی د علمی سیمنار ورکړل شوی مواد.

۶.غبار، میرغلام محمد. (۱۳۴۶)،  افغانستان در مسیر تاریخ، دولتی مطبعه،  لومړی چاپ: کابل-افغانستان.

۷.—احصائیوی کالنۍ، (۱۳۹۴=۲۰۱۵). دافغانستان د مرکزی احصائیې اداره: کابل افغانستان.

  1. Bergstrom, John C. and Ronald Alam. (2010), Resources Economics. An Economic Approach to natural Resources and Environmental Policy. 3th edition, Edward Elgar.

9.C.Field,Barry.(2012). Natural Resource Economics. (An Introduction ,second edition).Published by LEVANT BOOKS   press Inc.: Kolkata-India.

  1. www.taand.com, Nov. 2020 issue.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply