ته ښځینه رنګ یې د سرو زرو

نور محمد لاهو

0 1,089
ته ښځینه رنګ یې د سرو زرو
ته د جنت دیوه نوي ټوکیدلي ګل له شونډو
څڅیدلې هغه رنګ وې
چې د خدای نقاشو ګوتو ترې د حورې ښایست جوړ کړ
بیا یې ماته دې نړۍ ته راوستلې
ترتا مخکې ټول رنګونه تور اوسپين و
ته چې راغلې دا نړۍ ټوله رنګه شوه
چې هرځای دې قدم کیښود
له هرپله دې د ګلابو شکل جوړ شو
+ + + +
ته هغه ناشنا میوه یې د رنګونو
د ښکلا په څير په سترګو خوړل کیږې
ته یو ډک لوی سمندر د لاجورد یې
چې کشتۍ د سپينو ستورو دې څپو پورې شنې شوي
+ + +
ته ترټولو ښکلې نثريې دمینې
او شاه بیت دهرغزل او قصیدې یې
ته د رنګ او نور باران یې
په هر لور یې شیندل شوې
څوک به تا څنګه د تورو وړه لپه کې راټول کړي
‎ ‎ + + + +
یوه پیغله او معصومه رایحه یې
چې هروخت د سحر باد دې بیابان کې
د ناشنا ګل له سرو شونډو نه راتوږي
او په بوی دې د ډبرو ځیږ پوټکی وریښم کیږي
+ + + +
ته له سرو او سپینو زرو ښځینه و رڼاګانو
زیږیدلې د شرابو پیمانه یې
چې تراوسه دې هیڅ چا هم خوږو شونډونه
ښایست زبیښلی نه دی
اونه هم چا دې د مچکو په تودوخې
خپلې شونډې لمبه کړي
+ + + +
او ته توره مرغلره د انګور یې
تکه توره بَکره ګوړه د خرمایې
چې ماښام کې د روژې
او مازیګرپه میکده کې څښل کیږې
+ + + + +
ستايې ژبه له کنګلوغرنیو ژیړو شاتو جوړه کړې
چې سهار کې ستا خوږې خبرې واورم
تربیګاه مې له غوږونو عسل څاڅي
+ + + +
یوه نه راټولیدونکې ګنجینه یې دالماسو
له غومبورو دې اوبلن خواږه سره زر
هر وخت د سیند په آیینو باندې ځلیږي
+ + ++
ته زما طلايي رنګ یې د غنمو
ته تر ټولو مقدس او زرغون روح د یوه بوټي یې په وريځ کې
+++ +
ته د مینې او پاکۍ هغه کتاب یې
چې پیړۍ وروسته به هم د خلکو زړو کې لوستل کیږې
لکه عطربه د تورو له لمنو رابهیږې
+ + +
او ته هغه له رنګونو ډک کمیس یې
چې هر کال د پسرلي په شوخو ګوتو
هر یو بوټي ته په شوق اغوستل کیږې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply