پاکستان باید په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي

0 704

پاکستان لاهم نه غواړي چې په افغانستان کې یې نیابتي جګړه پای ته ورسېږي، ځکه ایران، روسیې او هندوستان ته خطر پښولو او د ځان ساتلو په موخه یې په افغانستان کې د طالب او نورو وسله والو ډلو په لاس جګړه روانه ساتلې ده.
دې هېل (thehill.com) نشریې په خپله تازه مقاله کې ویلي چې پاکستان د ځان د ساتلو او د خپل سیال هند د وېرولو لپاره له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او لا هم ادامه ورکوي.

مقاله لیکوونکي ویلي، وروسته له هغې چې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، نو نړۍ ته مالومه شوه، چې پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوونکي، تمویل کوونکی او پالونکی دی.

سرچینې لیکلي، چې د پاکستان څارګره ادار ISI په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا لاس لري او دا نړیوالو ته لکه لمر داسې روښانه ده.
دې هېل نشریې ویلي نړیوال باید په افغانستان کې تر سولې مخکې پاکستان د نیابتي جګړو او وسله والو ډلو له ملاتړ راوګرځوي.
سرچینه کاږي په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پاللو له امله پخپله پاکستان هم زیانمن شوی او په ځلونو یې له خپل سیال هېواد هند وروسته پاتې شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply