لانګ‌وار ژورنال: د افغانستان ۲۱ ولایتونو کې القاعده شبکه فعاله شوې

0 1,235

د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې د څېړنیز راپور له مخې، جیش محمد او د لشکرطبیه پاکستاني جنګي ډله، په دې وروستیو کې تازه له القاعده ډلې سره یوځای شوي دي.
یادو دواړو پاکستانیو جنګي ډلو، له القاعدې ډلې سره نژدې اړیکې جوړې کړي، چې د افغانستان او خپل ګاونډي هندوستان لپاره د جنګي پلانونو په جوړولو بوخت دي.
په راپور کې راغلي، چې القاعده شبکه په افغانستان او د هند په لویه وچه کې له خپلو فعالیتونو انکار کوي، خو لیدل کیږي، چې دا ډله په افغانستان کې په ښکاره ډول له طالبانو سره د دې هېواد د ځواکونو په وړاندې په مخامخ جګړه کې ښکېل دي.
په افغانستان کې د القاعده ډلې شتون، په وار – وار د یاد هېواد د داخلي رسنیو او همدارنګه القاعده شبکې ته د منسوبو رسنیو له لوري تائيد شوی دی، چې په نیږدې ۱۸ ولایتونو کې یې فعالیت کوي، خو د دې هېواد امنیتي چارواکي وايي، چې په ۲۱ ولایتونو کې یې له طالبانو سره د القاعدې شبکې د مرستو او د ملګرتیا مالومات ترلاسته کړي دي.
په افغانستان کې د القاعدې ډلې شتون او فعالیتونه، په بدخشان، بلخ، فراه، فاریاب، غزنی، هلمند، جوزجان، کاپیسا، کابل، قندهار، کنر، کندز، خوست، لوگر، ننگرهار، تخار، ارزگان او زابل کې ثبت شوي دي.
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي وو، چې القاعده ډله په ټول افغانستان کې شته، ځکه د یادې ډلې فعالیتونه په ځانګړي ځای پورې اړوند نه دي.
د لانګ وار ژورنال ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې القاعده ډله په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په پراخه کچه فعالیتونه کوي، چې د طالبانو دا چاره په ښکاره ډول له امریکا سره د دوحې له هوکړې سرغړونه ده.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه میاشتو کې د القاعده ډلې ۸ مهم غړي له طالبانو سره یوځای افغان ځواکونو په مخامخ جګړه کې وژلي او یو یې هم ژوندی نیول شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply