لس کاله وروسته د دره ادم خېل د ۱۶ کاریګرو جسدونه وموندل شول

0 815

 پښتونخوا: د کوزې پښتونخوا اړوند په احسن خیل غرنۍ سیمه کې د ۱۶ تنو ډله ییز قبر وروسته له لسو کلونو موندل شوی دی.
د ډبرو سکرو د کان یاد کاریګر لس کاله وړانډې د کوهاټ له ادم خېلو درې څخه نامعلوم لوري ته وړل شوي وو، چې پوره لس کاله وروسته یې جسدونه وموندل شول.
په یادو کسانو کې دوه ورونه هم شته چې یو یې د ایف اېس سي زده کړیال و.
پاکستان کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مخکښ غړی وقار احمد وايي، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې ۳۲ کاریګر د کوهاټ له درې ادم خېل څخه تښتول شوي وو، چې د هغوی له ډلې ۱۶  کسان یې د تښتونکو له منګولو په تښته بریالي شول.
د نوموړي په وینا د یادو کاریګرو د خلاصېدو په بدل کې شپږ میلیونه کلدارې هم غوښتل شوې وې. د یادو ګاریګرو ډله ییز قبر د پاکستان د مرستندویې ډلې له لوري په نښه او تېره ورځ پیدا شو.
ځايي اوسېدونکي د یادو کسانو د وژنې پړه پر پاکستاني حکومت اچوي.تېره اونۍ هم د بلوچستان ځايي اوسېدونکو د پاکستان د پوځيانو له لوري د دوی د ځوانانو له وژلو او برمته کولو خبر داری ورکړي و.
دوی ویلي وو، که چېرې نړیواله ټولنه ورسره د پاکستان د پوځیانو له ظلم څخه د خلاصون په برخه کې مرسته ونه کړي، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply