د کارغه ترخې سندرې

نور محمد لاهو

0 1,323
ژوند د باد سپینه لمن کې
راایسار یوښکلی بوی دسرې مڼې دی
یو احسان اوامانت د تورې شپې د رڼا ګانو
په ښایست دی
های افسوس !
د بنیادم د مجبور روح بې ګوتو لاس
زیرمه کولی زمان نشي په قفس کې
+ + + +
یوه ورځ به هریوخپله مخه نیسي
هریوه ته به خپل کړوپ کالبوت په شا وي
یوه ورځ به ټول ګلونه تور او سپین شي
یوه ورځ به یوکارغه د هغه چا د خنداګانو
شنه تابوت باندې دوره شي
چې یې سترګونه وریږي د شرابو او زمزمو
ګډ عطرونه
او د ښار نورسې نجونې یې د سپين څادرپه غاړو
رسموي د پیغلتوب په سرو رنګونو
ګلابونه
+ + ++
یوه ورځ به دا سړی هم دلته نه وي
چې اروا یې په یو څو وچو هډوکو تړل شوې
او لګیا دې تورې پاڼې رڼوي په تکو سپینو کلماتو
رسموي په دیوالونو د کوترو په لیمو کې
د بچیو په اور سوي خام وزرونه .
ټکوهي په څلورلارو د مروې ماشومې چیغې
رسموي ورته په رنګ
خاموشو کریږو ته یې ژبې
+ + ++
یوه ورځ به ټول مړه کیږو
یوه ورځ ټولې کیسې به پای ته رسي
او له سرو زرو جوړ تاج دهر ارزښت به
دلرګیو په تول هم نه پلورل کیږي
دغه پولې
ازغن تار
او دیوالونه
چې له کرکې مو په زړونو راتاو کړي
یوه ورځ به ټول زموږه په سینو کې کرل شویو
تکو سپينو تاریکیو پورې خاندي
+ + + +
هلته ګوره !
هلته لیرې په یوګور کې
د یوزوړ ، وراسته هډوکي حافظه کې
یو تک زوړ سړی خپل سیوري سره یوځای
د دنیا خلکوته ګوري په کړَس خاندي
چې هر یو په خپل کاله کې له رڼا منکِر لاټین ته
د بل سترګونه رالوشي رڼا ګانې
او د لمرناوې له ویرې ترې په تورې هدیره کې ځان خښ کړی
+ + + +
راځه ولیکو په پاڼو
زندګي یوه دوکه ده
یوشیرین اوپوست انکار دی له خپل ځانه اوله مرګه
او یوشک دی چی د رنګ او دیوګل ترمنځ زرغون دی
بیا راځه !
چې د زمان په دیواله باندې خپل ځوړند کاریکاتور ته
له خندا په ځمکې مات شو
اودمرګ له تورو سترګو د بیخو د عقل تیاروکې دواړه ورک شو
د خوږو نیشو په ډنډ کې
له غوږو څخه مو تو کړو د کارغه ترخې سندرې
+ + + +
راشه راشه !
د زمان په ډبرین او ازغن لاس لاسونه کیږده
چې له ګوتو دې هوا د وریښم ورشي
او کلونه د شیبو په څير کوچني شي
د ګل رنګ د خوشبویانو په ویالوکې وبهیږي
دا د بنګو په اوبو باندې بې حِسې
تږې پاڼې د سپیڅلیو نیلوفرو
بیرته پریده چې وخاندي
اوله مړو سترګودې ژوند اوسکون وڅښي
لږدمخ رڼا پرې توی کړه
چې دوینو ولاړ ډنډ یې ترپښو لاندې چینه شي دکوثرو
+ + + +
په خندا شه !
چې شیبه کې له دې شنډ او زاړه باغ نه
دټول عُمر مڼې واخلم
او دمینې په باران
دا د اور ترسیوري لاندې
داپه ملا راځوړند ګلونه ستوري وکړي
+ + +
په پستو ګامو رادرومه
زما زړه نه خپل شیندلي زهر ټول کړه
چې زما د مټو منځ کې دې سر سپین شي
په دیوال پورې ګڼډلي لاس مې پریږده
په اوږې بیرته راځړوند شي
راځه !
بیرته هغوځمکو کې راشنه شو
چې ډير وخت شو
تا اورونه پرې کرلي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مروه : څلورکلنه ښکلې نجلۍ، د کابل د احمدشاه بابا په سیمه کې ورکه شوه او بیا یی څو ورځې وروسته په چړو ټوټې توټې بدن د خځلو په ډيران کې وموندل شو چې په بوجۍ کې اچول شوی وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply