د کونړ پر سيند يو لوى بند که د نورګل وياله؟

د کوز نورګل د خير ښيګڼې ټولنه

0 1,463

ډېرو ښاغلو د نظر او قلم خاوندانو، کونړو او په ځانګړې توګه د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکو!

اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته

ډيرې يوې مهمې او اړينې موضوع ته مو پام اړوم هيله ده خپل نظر شريک او دا ليکنه دومره خپره کړۍ، چى تر لوړپوړو چارواکو ورسيږي!

دا چى په خواله رسنيوو کى يوه ويډيو لاس په لاس کيږي او ويل کيږي چى روان کال به په هيواد کى د ٤٤ لويو بندونو د جوړيدو عملي چارې پيل او په ميليونونو ډالرو لګښت به پرې وشي، د دوى له منځه يې دوه د کونړ ولايت اړوند اعلان شوي دي، يو بند د وټه پور ولسوالۍ د کټار کلا په نوم چى مونږ يى په اړه پوره معلومات نه لرو ، هيله ده درانه وټپوريان يې په اړه لازم معلومات تر لاسه کړي، دويم يې د نورګل د بند او کانال په نوم اعلان شوې لويه حياتي پروژه ده ، چى  د وطنوالو د خوښۍ او وياړ سبب وګرځيده ، چى  دولت پريکړه کړې تر څو د کونړ پر څپانده سيند د نورګل ولسوالۍ په اړونده سيمه کى د يو لوى بند او کانال تابيا لري، او غواړي د پروژې په تطبيق سره د کونړ سيند مهار او اوبه کنټرول کړي تر څو د هېواد دننه ترې استفاده وشي او شاړې ځمکي خړوبې شي ، درنو هيوادوالو! زموږ نيکونو او مشرانو د نن څخه تقريبآ اتيا کاله وړاندې د خپلو مټو په زور او زيار د کونړ سيند څخه يوه کوچنۍ وياله،  چى زموږ په کلي کور کې  د کټېر  يا سيند ويالې  په نوم ياديږي د سورۍ تيګې څخه تر تورې تيګې پورې ، چى يولس کيلومتره اوږودوالې لري  جوړه کړه ، چى د ولسوالۍ د هوارې ځمکې تقريبآ ٣٥-٤٠ سلنه کرنيزه ځمکه تر پوښښ لاندى راولي٠

په تيرو څو کلونو کى دولت دغه وياله ( کټېر ) څلور يا پنځه ځلى په مختلفو نومونو ورغوله،  لومړې ځل يى د ويالې د پاکارۍ په نوم ، بيا د ورخونو د پخولو په نوم، دريم ځل د نوموړى ويالې د ناوى پروژه چى د خوړ د پاسه تيره شوې،  څلورم او پنځم ځل د سربند د رغولو او استنادي ديوالونو پروژه وه ، چى د سربند او استنادى ديوالونو کار تيرکال پيل شوى او په نږدې راتلونکې کې به بشپړ شي.

څو ورځى وړاندى مونږ او تاسى ټول د دى شاهدان وو ، چى د اوبو د تنظيم چارو د ادارې لخوا بيا اعلان وشو ، چى د کونړ په سيند يو لوى بند او کانال جوړيږي خو د بده مرغه بايد ووايم چى هيڅ حقيقت نلري او يواځى د خلکو په سترګو کى د خاورو اچول او د خلکو ړانده او کاڼه ساتل دي، نظر په هغو معلوماتو،  چى دا ځل دولت پروګرام لري تر څو د نوموړې  ويالې بستر پوخ کړي.

د ويالو بستر په هغه ساحو کى پخيږي او ضرورت ورته ليدل کيږي،  چى د اوبو کمښت او يا د اوبو د ضايع کيدو ويره وي، دلته چى نه د اوبو کمښت وجود لري او نه د اوبو د ضايع کيدو وېره شته نو ولې چارواکي په يو نوم او بل نوم د بيت المال د چور او غلا زمينه برابروي٠

زموږ ولسونه نارې او فرياد کوي خو څوک يې يا غږ نه اوري او يا يې تر مسولو چارواکو نه رسوي، ولسونه غوښتنه لري تر څو بوديجه بيځايه مصرف نشي او د نورګل لپاره بره وياله چى هغه هم د همدى سربند څخه پيليږي او تقريبآ د شپږو کيلومترو په اوږدوالي د نورګل د خوړ سربند ( څيرۍ کړکړۍ ژرندې)  ته ورسوي تر څو د نورګل ١٠٠ سلنه ځمکې د کونړ سيند څخه خړوبې او د خلکو په ژوند کى مثبت بدلون راشي٠

خلک وس او توان نلري تر څو بره وياله په خپلو امکاناتو جوړه کړي، ځکه د يو کيلو متر په فاصله غرېزه او کلکه ساحه ده ، چى د ولس د توان څخه بهر ده٠

مونږ د نورګل د ولسوالۍ مقام، د کونړ سينديزې حوزې مسٶلينو، د کونړ محترم والې صاحب، د اوبو د تنظيم د چارو لوى رياست او د جمهوري رياست لوړ مقام څخه په خورا درنښت هيله کوو ،چى موږ ته د بري ويالې د جوړيدو په چارو کى مرسته او همکاري وکړي، زموږ د ولسوالۍ خلکو دا ځل هوډ کړى،  چى د (کټېر يند ويالي)  پر ځاى دى بره وياله جوړه شي، مونږ دا ځل په هيڅ صورت چا ته اجازه نه ورکوو ، چى پيسې بې ځايه مصرف کړى هغه هم په هغه صورت کى چى وياله  کټېر  د اتيا کلونو راهيسى جوړه او د ګټې اخيستنې په برخه کى اوس هيڅ ستونزه نلري، يواځينۍ ستونزه يې د سربند وه ، چى هغه هم اوس جوړ دى٠

چارواکي او اړونده ادارې دى زموږ د زړې ويالي څخه لنګه غوا نه جوړوي چى هر څوک په خپل وار راځي ، غوا لوشي، جيب ډکوي او په خپله لار ځي٠

مونږ اجازه نه ورکوو، چى بوديجه او مالي امکانات بى ځايه او په نيمګړو ځايونو او کارونو مصرف شي٠

د دولت او اړونده ادارو څخه مو هيله دا ده چى، بوديجه او مالى امکانات په ځاى او ګټورو لارو چارو ولګوي، تر څو خلکو  ته يې تر اوږدى مودي ګټه ورسېږي٠ 

ښه به وي چى ، په منظور شوي بوديجي بره وياله جوړه شي تر څو د پتڼ، ميا قلعه، جبه، برنورګل، کوزنورګل، څيرۍ او توري تيګي ټولي ابي، للمي او شاړي ځمکي خړوبي شى٠

که چارواکي زموږ د غريبو  خلکو غږ نه اوري او زموږ مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي، خلک به په سوله ايزو لاريونونو لاس پورې کړي او د کونړ جلال اباد لويه لار به د ترافيکو پر مخ وتړي٠

په وطنۍ مينه او درنښت

د کوز نورګل د خير ښيګڼې ټولنه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply