پښتوژبلار د ښونځي لپاره -شپږمه برخه

ډاکتر ماخان میږی شینواری

1,180

 Aktiv und Passivکړونی او  پرې – یا نه کړونی (کېدونی؟)


په کړنغونډالې کې  شی ( غونډالپوره کونکی)  په نه کړونغونډاله کې سبجکت ( غونډال اله ) کیږي.

کړنغونډاله( کړنبڼه):  ملالۍ(سبجکت) وهوګۍ( ابجکت)  ته ډاډ ورکوي (پرېدیکات).
ناکړنوی ( زورېدبڼه): هوګۍ(سبجکت) ډاډمنه کیږي ( د ملالۍ له خوا)

 Aktivاکتیو:

په یوه اکتیو- یا کړنغونډاله کې سبجکت کړونی دۍ، نو کړونی بیا په همغه حالت کې وي.  

پېلګې: ملالي هوګۍ ډاډه کوي.( ملالی کړونې ده، هغه هوګۍ ته ډاډ ورکوي.)

هوګۍ ربړیږي.( هوګۍ په همغه حالت پاتې ده.)

ځلمی دړه وازوي. ( ځلمی پخپله دړه وازوي.)

زه ښوروا لړم. ( زه پخپله ښوروا لړم)

Passiv: نه کړونی یا کېدونی: دا نه کړونی د کړوني مخامخ دۍ، نو دا ناکړونی دۍ.

بېلګې: هوګۍ ډاډه کیږي. ( هوګۍ پخپله څه نه کوي)

دړه وازیږي. ( د دړې وازول پېښیږي. یو شی دا وازوي)

ښوروا لړلکیږي. ( ښورا له دې سره څه نه کوي، یو کس یې لړي.)

 

Kasus څنګه والی یاحالت (  څنګه والي)

اړیینه یادونه: دا حالتونه په پښتو کې همداسې راځي، خو په پښتو کې داټول په رکتوس او اوبلیکوس حالتونو کې خوندي دي او په بل ځای کې پوره څېړل شوي، چې هلته هرو مرو د ژبپوهانو مرستې ته هم پوره اړتیا ليدل کيږي، خو دا دلته راوړنهیې هم بې ګټې نه ده او ناسمه هم نه ده. دادې هم په یاد وي، چې دا له موږ سره په ژبپوهنه کې ډېرهمرسته کوي، چې دموږ لپاره به ژبڅېړنه کې نوي وي، نو له دې امله ستاسو مرستې ته هم پوره اړتیاشته، چې ناسمون او سمون ته یې سره فکر او څېړنه وشي.

د حالت په څېړلو پیل کوو، په داسې ډول چې د ما په پخوانیو لیکنو کې به لږ بدلون وګورو. دا چې دا بدلون به سم وي او که څنګه؟ په هغې باید اندونه سره بدل کړو.

د پښتو د ژبلار لیکنه زیات وخت زموږ لیکوالانو له دباندنیو پښتوپوهانو څخه رانیسي. بله لار نه لرو، خو ناسمونونه باید پهکې وکتلی شو.

۱ – څنګه والي په هکله څه باید وپوهېږو؟

۲ – د کنترول پوښتنې – د کنترول پوښتنه داسې کوو

۳ – بدلونونه- د څنګه والي له مخې په رښتینې څه بدلیږي؟

۴ –  څنګه والي ته ولې اړتیا لرو؟

۵ – ۴ څنګه والي د یوه لید سره

۵ . ۱ – نومیز  حالت

۵ . ۲ – د خاوندوالي حالت

۵ . ۳ – د  و …. ته  او همداسې نور  حالتونه، چې بایدپرې وغږېږو
۵ . ۴ – د ناکړوني حالت

۶ – په پښتو کې حالت – په هکله یې غوره معلومات

په پښتو کې لاندې څنګه والي لرو

نومیز. خاوندوالیز، داتیو یا و…، ناکړونی یا کېدوني    څنګه والی

  دا حالتونه د نوم/سوبستانتیو او د غونډلو د نورو توکو په منځ کې اړیکې ښایي. نوم په پښتو کې هم د نومیز، خاوندوالي، داتیو، اکوزاتیو څنګه والي په غونډله کې ځای په ځای دۍ.

په ځانګړې توګه الماني کې د دې څنګه والي لپاره څنګه والي – یا حالتپېژندونکي څنګه بدل شي. په پښتو کې هم د نومیز او اکوزاتیو لپاره داسې راوړلی شو:

 کېک خوندور دې ( نومیز)

وما ته کېک راکړه ( اکوزاتیو)

که غواړې سم څنګه والی یا حالت ومومې، کړی شې د کنترول پوښتنه وکړې:

حالت       نومیز      خاوندوال    داتیو                   اکوزاتیو

بېلګه     هلک       د ملګري    و مور ته         سوغات ورکوي

کنرولپوښتنه:   څوک یا څه  سوغات ترلاسه کوي. د چا مور  کوچني ته سوغات ورکوي؟

هلک و چاته سوغات ورکوي.  هلک و مورته څوک یا څه ورکوي؟

  بدلون – د څنګه والي سره ټیک څه بدلیږي؟

له ټولو د مخه نرښځیوال باید د حالت سره سر وخوري. دا نرښځیوال په ګوته کوي، چې نوم په کوم حالت کې ځای دي:

بېلګې یې راوړو او نور کېدی شي دا زما په نورو لیکنو کې وکتل شي.

پلار، د پلار، له پلار…. او دلته نور ډېر شته، چې بلځای کې څېړل شوي، پلار( په اکوزاتیو حالتکې).

په پښتو کې ، څوک، چا، څه همهغسې دي، خو د حالت اړوند مورفیمونه ورزیاتېږي.

لکه: چا، څوک، څه؟ د چا، د څه؟ له چا، له څه؟ او نور او چا، څوک، څه؟   

 

 

په غونډله کې یو نوم کم یا لږ یواځې وي- هغه زیات یا ډېر  له  یوه خویوي سره وي:

،دا یو ښه سړی دی،،

کله، کله یې  په غونډله کې ځایناستی لیکل کیږي:

،، هغه ډېر ښه دی.،،

 

دا په دې ترېپوهېدنه چې نرښځيوال ، خویوی او نومځاینیوی په غونډله کې بدلیږي.:

،، زه د یوه ښه سړۍ سره لیدنوخت لرم. زه  له هغه سره نن ګورم..

 

څنګه والي یا حالتونو ته څه اړتیا لرو؟

د څنګه والي  یا حالت په مرسته پوهېږو، چې نوم/شينوم په غونډله کې  کوم رول غوره کوي یا نیسي او په کوم ،، نسبت،، (اړوندوالي یا په اړیکو کې ) د غونډالې د نورو وییونو سره ځای نیسي. بې له څنګه والي یا حالت به ډېرې غونډالې نه پوهېدونې یا هکپکونکې برېښېدی یا وبرېښيږي.

لاندې وکورۍ. په لومړۍ غونډله کې به نومونه بڼه بدل نه شي او په بله کې به دا کار وشي.

— کوچنی  مور ملګري لیک ورکوي،، دا هکپکونکې برېښي، که ؟ او یا څه نه وایي.

کوچنی  ومور ته دملګري لیک ورکوي..

که دا  غونډله د پوښتنې په ډول ولیکو، نو داسې به وي:

څوک وچا ته د چا لیک ورکوي؟

څنګه والی یا حالت هغه دنده روښانه کوي، چې نوم  یا همداسې نومځاینیوی یې په غونډله کې غوره کوي، او په غونډله کې یې د نورو وییونه سره ،، نسبت،، یا اړیکې په ګوته کوي..

دا څلور څنګه والي یا حالتونه به تل له تا سره مل وي، نو ښه پام اوو څېړنه یې همدومره اړیینه ده: دا نور نه څېړم، په ډېرو لیکنو کې څېړل شوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.