ملا نصرالدین څوک و؟

ډاکټر لطیف یاد

1,474

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠

ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي ٠

دملا نصرالدين پلار خواجه عبد الله نو مید چې هم يې ديني علو م زده ول اوهم یې خلکو ته ديني لوستونه ورکول او هم په هماغه ښار کې د جمعې د لمانځه خطيب او امام و٠ ملا نصر الدين په کو چنيوالي کې ليک لوست دخپل پلاره زده کړ٠ دی له هماغه کو چنيوالي نه يو ځيرک ،هو ښيار او حاضر جوابه ماشوم و٠ ملا نصرالدين ورو سته بيا دعلو مو دزده کړې لپاره دقو نيې ښار ته لاړ او تر زده کړو ورو سته دکار دموندلو په تلاش کې يې دقو نيې ښار پر ېښوداو (اق شهر) ته چې دتر کيې يو بل ښار ګوټی و ولاړ او هلته يې دديني زده کړو د ښوونکي، مدرس او امام په توګه یې خپله دنده سر ته رسو له٠

دده دټوکو ټکالو،لطيفو او کيسو نه جو تيږي چې نو موړی د میرمنې او اولادونو څښتن و٠ د ده زياتره ټوکې ټکالې، لطيفې او کيسې په مجازي او حقيقي ډول يو له بل سره اوبدل شوي چې لوستونکي ورته اريان پاتې کيږي چې ملا نصرالدين څومره هوښيار او ځيرک انسان و٠

د ملا نصرالدين د ټوکو ټکالو او لطيفو سره نه يوازې د تر کيې، ايران او افغا نستان خلک اشنايي لري، بلکې د ده د ټوکو ټکالو او لطيفو سره د تاجيکستان، ازبکستان، اذربايجان، پا کستان، هندوستان اوعربي هيوادونو خلک هم اشنا يي لري٠ همدا سبب دی چې د ده ټو کې ټکالې او فکاهۍ په ترکي، البا نيايي، عربي، ارمني،اذري،  بنګالي، بوسنيايي، بلغاريايي، کوردي، چينايي، روسي، هندي، ايټالوي، يوناني، پښتو، پاړسي، رومانيايي، سربيايي او اردو ژبو کې شته٠ همدا راز يو نسکو١٩٩٦-١٩٩٧ کال د ملا نصرالدين د نړيوال کال په نامه سره اعلان کړی و٠ ترکانو په اق شهر کې د ده په نامه يو پارک هم جوړ کړی دی٠

ويل کيږي چې ملا نصر الدين په ١٢٧٥ او په بل روايت په ١٢٨٥عيسوي کال کې په اق شهر کې له دې نړۍ ستر ګې پټې کړي دي٠هرکال دملا نصرالدين مقبرې ته د نړۍ د ګوټ ګوټ نه خلک ورځي او هم داق شهر خلک ورته ډېر درناوی کوي٠ داهم ګرانو لوستونکو ته دده یوه ټوکه.

خپلې لورته د ملا نصرالدين نصيحت: ملا نصرالدين خپله لور يوه کليوال سړي ته ورکړه اوکله چې د هغې د واده شپه راورسيدله د زوم کورنۍ او خپلوان راغلل او د ملا نصرالدين لور يې پر يوه خره باندې سپره کړه او له ځانه سره يې بوتله٠ د زوم کورنۍ او خپلوانو لا ډېر واټن نه و وهلی چې ملا نصر الدين په ځغاسته په داسې حال کې چې ساه يې لنډه لنډه کېدله ځان هغوی ته ور ورساوه٠ د زوم کورنۍ او خپلوان هک پک شول چې څه پېښه شوې ده چې ملا داسې ساه نيولی راغی نو يې ترې وپو ښتل چې خيريت خو به وي چې په دومره منډو دې ځان تردې ځايه راورساوه؟ ملا نصرالدين ورته ويل چې بايد خپلې لور ته مې يو نصيحت کړای وای خو له بده مر غه رانه هېر شوی و، نو اوس مې چې راپه ياد شو نو دلته مې رامنډې کړې٠ نو دايې وخت دی چې زه بايد هغه نصيحت خپلې لور ته وکړم٠ ملا خپلې لور ته ورنږدې شو او د خپلې لور په غوږ کې يې وويل: لور جانې! کله چې په ستنه کې تار اچوي نو له ياده دې ونه وځي چې د تار په اخر کې به غوټه وراچوي، که دا کار دې ونکړ نو تار به د ستنې نه ووزي او ته به سر ګردانه شې٠

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.