دارمیتاژ موزیم

لطیف یاد

554

دارمیتاژ موزیم: Госуда́рственный Эрмита́ж

دارمیتاژ ستر موزیم دروسیې هېواد دسنټ پترزبورګ په ښارکې مو قعیت لري . دا دنړۍ یو ستر تاریخي موزیم دی چې دېر شمېر لرغوني آثار پکې خوندي دي . دارمیتاژ موزیم په دې هم مشهوردی چې دروسیې دتزاري واکمنانو ژمنی استوګنځي و.
دغه موزیم له روسیې نه بهر هم ځینې څانګې لري چې دهالینډ په امستر دام ، دانګلستان په لندن او د امریکې دمتحده ایالتونو په لاس ویګس کې دي .
په ۱۷۶۴ زیږدیز کال کله چې دروسیې ملکې کاترین په اروپا کې دانځورګرۍ (۲۰۰ ) تابلوګانې رانیولې اوپخپل استو ګنځي کې به یې ساتلې نو دې هغې خونې یا ګالري چې دغه دانځورګرۍ تابلو ګانې بکې ساتل کیدلې (زما دګوښه توب ځای ) یا په روسي ژبه کې (Мой Эрмитаж) نومولی و او چاته اجازه نه ورکول کېدله چې له دغه ځایه لېدنه وکړي نو ځکه به ملکې کاترین ویل : ( زه او موږکان یوازې ددغو انځورګریو ستاینه کوواو بس)باید زیاته کړو چې دکاترین دغه دانځورګریو ګالري د۱۷۸۳ او ۱۷۸۷ کلونو تر منځ جوړه شوه اودارمیتاژ نوم یې ورته ورکړ.
دارمیتاژ موزیم په ۱۸۵۲ زیږدیز کال دعامو خلکوپر مخ پرانېستل شو . همداراز په همدې کلونو کې تزاریانو داروپا دمشهورو انځور ګرانو لېونردو داوینچي ،یان ون ایک اورافائل اثار او هم دیونان ،روم او مصر لرغوني آثار په دغه موزیم کې خوندي او ځای پر ځای کړل.
په روسیه کې د۱۹۱۷ کال تر انقلاب وروسته دغه موزیم نور هم پراخه شواو دسرګي شکوکین او ایوان موروزوف په زړه پورې کلکسیونونه په دغه موزیم کې ورزیات شول ،که څه هم دروسیې د دمشر جوزف سټالین دحکومت په وخت کې ددغه موزیم ډیر اثار وپلورل شول چې په هغو کې د رافائل دنقاشۍ اثر(الیا مدونا)،دتیشین اثر(ونوس دآئینې په وړاندې ) او (زیری ) د یان ون ایک اثر هم ول اوددغه موزیم نور ډیر آثار دپوشکین موزیم ته ولېږدېدل.
په دویمې نړ ۍ والې جګړې کې دلیینګراد دمحا صرې په وخت کې پر دغه موزیم بمونه واورېدل او زیانونه یې ولېدل چې بیا ددغه موزیم دغمونو داستان هغه وخت پای ته ورسېد کله چې چې په ۱۹۴۵ زیږدیز کال دویمه نړۍ واله جګړه پای ته ورسېدله.
په وروستیو کلونو کې دارمیتاژ موزیم ته نوره پراختیا هم ورکړل شوه ،خو په ۲۰۰۶ زیږدیز کال ددغه موزیم چا رواکو وویل : چې ددغه موزیم نه (۲۲۱) اثار غلا شوي دي چې په غلا شوو آثارو کې دسرو زرو سکې او ځیني تاریخي اولرغوني لوښي هم وو.
باید زیاته کړو چې دارمیتاژ په موزیم کې څه دپاسه درې ملیونه آثار خوندي دي او ددې موزیم مهمې برخې دادي :
۱- دانځورګرۍ او نقاشۍ آثار
۲- دسکو برخه
۳- دګرافیکو آثارو او هنرونوبرخه
۴- دمجسمو برخه
۵- دلرغونو آثارو برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.