بین النهرین

لطیف یاد

716

بین النهرین (Mesopotamia)

———————————-

بین النهرین چې معنا یې ددوو سیندونو تر مینځ ده په ننني او لرغوني عراق کې دهغې سیمې نوم دی چې ددوو لویو سیندونو دجله (Tigris) او فرات (Euphrate)تر مینځ پرته ده .

دبین النهرین تر مینځ سیمه ډیره تاریخي لر غونتیا لري او دنړۍ ډیر زاړه اوستر تمدنونه پکې رامینځ ته شوي ووچې دهغو نه د بابلیانو ، اشوریانو او کلدانیانو تمدنونه یې ډیر مشهوردي چې دغه تمدنونه دحضرت عیسی مسیح ترزیږیدو پنځه زره کلونه وړاندې لرغونتوب لري او دغو تمدنونو د نړۍ او په تیره بیا دګاونډیوسیمو پر ادیانو ،کلچر او فرهنګ ژوره اغیزه ښندلې وه.

ددجلې سیند دترکیې دهیواد دختیز غره توروس نه سرچینه اخلي او دعراق دمشهورو ښارونو بغداد اومو صل نه تیریږي چې اوږدوالی یې ۱۸۵۰ کیلومټرو ته رسیږي . ددغه سیند له برکته دبغداد او مو صل تر مینځ کښتي ګانې تګ راتګ کوي او دسوداګریزو مالونو په وړلوراوړلو کې دستر اهمیت نه برخمن دی.

همدارازدفرات سیند هم دترکیی داناتولي دغرنیو سیموله ختیزې برخې نه سرچینه اخلي چې اوږدوالی یې ۲۹۰۰کیلومتره دی، فرات ددجلې په لویدیزه برخه کې بهیږي او ډیرې ځمکې هم خړوبوي ، په پخواني عراق کې دبابلیانو دواکمنۍ پلازمیینه هم ددفرات دسیند پر غاړه ودانه شوې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.