د برمودا درې ګوټیز (مثلث)

ډاکټر لطیف یاد

1,188
د برمودا درې ګوټیز ( مثلث ) Bermuda Triangle
—————————————————–
د برمودا مثلت یا Bermuda Triangle د اطلس سمندر په لوېدیځه برخه کې یو ځای دی، چې د شیطان د مثلت په نا مه سره هم یادېږي. په افسانوي ډول داسې ویل کېږي، چې په دغه ځای کې یو شمېر الوتکې او بېړۍ په پټ او مرموز ډول ورکې او غیبې شوې دي.. د برمودا مثلت درېوو خواوو ته د میامي، برمودا او پورتوریکو سیمې پرتې دي.
دبېړیو د،وبېدو او ورکېدو او هم دالوتکو دراغورځېدو هغه (۱۱) پیښې چې د برمودا په مثلث کې رامینځ ته شوي دي په لاندې ډول دي :
۱- په ۱۸۸۰ زیږدیز /میلادي کال کې د (الن آسټین )په نامه بېړۍ ورکه او ترې تم شوه.
۲- د ۱۹۱۸ زیږدیز/ میلادی کال د مارچ د میاشتې په څلورمه د (یوایس ایس سایکلوپ) په نامه بیړۍ چې د باربادوس نه بالتیمور ته روانه وه د بیړۍ د کارکوونکو او ۳۰۹ تنومساپرو سره ترې تم شوه.
۳- د۱۹۲۱ زیږدیز / میلادي کال دجنوري په ۳۱ مه نېټه د(کارول آی دیرینګ )په نامه بیړۍ چې دشمالي کارولینا نه دبرازیل هیواد ریودو جنیرو ته روانه وه ډوبه شوه.
۴- د ۱۹۲۵زیږدیز/میلادي کال د دسمبر دمیاشتې په په لومړۍ نېټه د (ایس ایس کوتو پاکسی) په نامه بیړۍ چې دامریکي د متحده ایالتونو د جنوبي کارولینای د چارلستن نه د کیوبا پلازمیینې هاوانا ته روانه وه ډوبه او تري تم شوه.
۵- د۱۹۴۱ زیږدیز/میلادي کال کې د(یو ایس ایس پرتئوس) په نامه بیړۍ چې د مکسیکونه دبرازیل ریودو جنیرو ته روانه وه (۵۸) تنو خپل ژوندپکې له لاسه ورکړ.
۶- د ۱۹۴۵ زیږدیز/میلادي کال د دسمبر د میا شتې په پنځمه نېته د (نولسم فلایټ ) په نامه امریکا یي الوتکه چې د امریکې د میامي ښار ته روانه وه د الوتکې د عملې سره د برموادا د مثلث له پاسه ورکه شوه.
۷- د ۱۹۴۸ زیږدیز/میلادي کال ددسمبر په ۲۸ مه نېټه دایربورن ترانسپورټي (ډی سی ۳ )ډوله الوتکه چې میامي ته روانه وه دالوتکې ددریو تنوعملې او ۳۶ تنو مساپروسره دبرمودا دمثلث له پاسه ورکه شوه.
۸- د ۱۹۴۸ زیږدیز /میلادي کال دجنورۍ دمیا شتې په په ۳۰ مې نیټې د ( بی ایس ای ای سټار ټایګر) په نامه الوتکه چې د برتانیې نه راغلې وه او په همدې لاره تیرېدله د الوتکې د۳ تنو کارکونکواو ۲۵ مسا پرو سره له منځه لاړه.
۹- د ۱۹۴۹ زیږدیز/میلادي کال دجنورۍ دمیا شتې په ۱۷ نېټه د ( بي ایس ای ای سټار ) په نامه هغه الوتکه چې جا میکا ته روانه وه د (۷) تنو کارکوونکو او (۱۳) تنو مساپروسره له منځه لاړه.
۱۰- د۱۹۶۳ زیږدیز /میلادي کال کې د (ایس ایس مارین سلفرکوین) په نامه بیړۍ چې ۱۵۲۶۱ ټنه سلفر یې لېږودول د ۲۹ تنوکارکوونکو سره ورکه شوه .
۱۱- په ۱۹۶۹ زیږدیز کال دایزاک په نامه سمندري او بتله د خپلو دووتنو ساتونکو سره په همدې ځای کې ورکه شوه چې بیایې کومه پته ونه لګېدله .
په پخوا وختونوکې ډیرو خلکو ته داځای خطرناک او افسانوي ښکاريده او په دې اند و چې دلته فضایي مو جودات بیړۍ او الوتکې له ځانونو سره خپلو سیارو ته وړي. خو دا یو پوچ او خیالي نظر دی .
د برمودا پر مثلٍث ډیر کتابونه، مقالې او افسانې لیکل شوي دي او فلمونه هم ترې جوړ شوي دي .
د برمودا د مثلث ددې پېښوتر څنګ دسمندري څیړنو پوهان په دې اند دي چې دبرموداپه مثلث کې د بیړیو له منځه تلل بیلابیل عوامل لري دبېلګې په توګه : په اوبو کې دمتان دګازاو دقوي او پیاوړي مقنا طیس شتون، د سمندر داوبو دڅپوشدت او هم سمندري تو پانونه او خرابه آب وهوا.
ان د برمودا د دې افسانو ترڅنګ ځینې خلک په دې اندهم دي چې دلته په اتلسمې اونولسمې پیړۍ کې د امریکې اوبرتا نیې پوځي سمندري اډې وې. کیدای شي دوی د برمودا د مثلث د خطر په اړه دا افسانې خپرې کړي وي چې خلک وډار کړي او کښتۍ د دوی حدودوته نږدې ورنشي .
———————-
ماخذونه
۱- انسایکلوپیډیابریتا نیکا Bermuda Trianglearea, North Atlantic Ocean
۲-Bermuda Triangle: Behind the Intrigue ,National Geographic

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.