کوکا کولا

لطیف یاد

261

کوکا کولا چې ځینې خلک یې (کوک) بولي يو غیر الکولي نرم څښاک Soft drink دی چې د کوکا کولا شرکت له لورې توليد یږي اودنړۍ په ټولو هېوادونو کې پلورل کیږي.
دکوکاکولا کمپنۍ فورمول د نولسمې پیړۍ په پای کې یعنې په ( ۱۸۸۶ ) زېږدیز کال کې د جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” له لورې چې دی پخپله هم یو درمل جوړوونکي و دامریکې متحده ایالتونو د جورجيا په اتلانتاسيمه کې رامنځ ته شوچې له هغه وخته اوس ۱۳۷ کلونه تېر شوي دي .
په ۱۸۸۸ زیږدیز کال پيمبيرټن د کوکا کولا د ملکيت حق په اسا ګرېګس کېنډلر “Asa Griggs Candler” نومي سوداګر خرڅ کړ، چې د نوموړي د بازار موندنې لارې چارې په ۲۰ او ۲۱ پېړيو کې د نرمو څښاکو پر نړيوال بازار باندې د کوکا کولا د واکمنۍ لامل شوې. د څښاک نوم د هغه دوه اصلي جوړونکو مادو ته اشاره کوي، چې کوکا د پاڼو او کولا د زڼو يا مغز (د کافين) معنا لري. د کوکا کولا اوسنی جوړښت يا فارموله يو کره خوندې شوی سوداګريز راز دی چې یوازې دامریکې حکومت پرې پوهیږي. که څه هم يو شمېر ښکاره لارښودونه او د جوړولو ازمايښتي لارې چارې يې خپرې شوې دي. د کوکا کولا د جوړښت محرميت ته لا هم بازار کې ځکه پام کېږي، چې يوازې لږ شمېر بې نومه کارکونکي يې د جوړښتي تګلارې په اړه پوهېږي.
ویل کیږي چې کوکا کولا تر( اپل )او(ګوګل) وروسته دریمه شتمنه کمپنۍ ده چې شتنمي ۶۷بلیونوډالروته رسیږي.
زه پخپله نه کوکاکولا څښم او نه هم ورسره کومه ځانګړې مینه لرم ،بلکې پخپل کورکې پخپله ځانته له ترکاریو او میوو جوس جوړوم.
تاسو ددې لیکنې په پای کې دکوکاکولا کمپنۍ دبنسټګر او فارمولا جوړوونکي جان سټېت پيمبيرټن “John Stith Permbrton” انځور هم لیدلی شئ !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.