د پښتون ژغورنې غورځنګ او زما په ژوند کې بدلونونه

‎رانیہ تور پیکئ‎

3,329
د پښتون ژغورنې غورځنګ په جوړېدو سره زما په ژوند کې کوم کوم بدلونونه راغلي دي راشی تاسو ته ېې هم په لنډو ټکو کې وړاندې کړم
(١)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې ما پښتو ليک او لوست نه وو زده خو اوس مې الحمدالله ليک اړ لوست زده کړل اګرچې زما د پښتو املاء اوس هم کمزوري ده خو انشاءالله زه کوشش کوم چې مکمله ېې زده کړم خو په لوستلو کې ماته هېڅ قسمه ستونزه نشته
(٢)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به ما ته د خپلو اتلانو تاريخ نه وو معلوم ان تردې پورې چې نامونه ېې هم نه وو راته ياد
خو اوس الحمدالله د ټولو اتلانو تاريخ په لوستلو مې پيل کړی دى ډير څه راته معلوم شول
د ټول د PTM او د مشر منظور له برکته
(٣)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به ما ته خپل دوست او دښمن نه وو معلوم خو اوس الحمدالله ماته خپل دوست او دښمن معلوم شو
دا هم د PTM او د مشر منظور له برکته
(٤)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به زما سره بلکل د پښتونولۍ احساس نه وو که پښتانه ټول په يوه ورځ وژل کېدل خو ما به ويل چې خير دی چې خپل سر ته دې خير وي باقي پرېږده
خو اوس شکر الحمدالله دومره احساس راسره پيدا شو چې قسم درته خورم په خداى باندې چې په کوم ځاى کې د پښتنو سره ظلم کيږي د خپل زړه مې ورسره خوږيږي وايم کاش ما مرسته ورسره کړی واى او دښمن ته مې سيدها لار ښودلي واى
(٥)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به زما د افغانستان څخه کرکه کېدله مطالعه پاکستان زمونږ ذهنونه داسې جوړ کړي وو
خو اوس شکر الحمدالله افغانستان او د افغانستان ولس سره دومره مينه لرم چې حد يې نشته، ماته اوس افغانستان او خپله مور يو شان ګران دي، هېڅ توپير نه پکې ګڼم اوس افغانستان دومره راته ګران شو ان تر دې پورې چې ما په خپل ځان باندې افغان نوم کېښودلو اوس دا هم راته معلوم شول چې زما اصلي کور کوم يو دى او زما اصلي وروڼه او اصلي دښمنان څوک دي
دا هم د PTM او د مشر منظور له برکته
(٦)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به ما خپل ځان خبرولو چې د پښتنو سره څه کيږي او ولې ورسره کيږي
خو اوس چې د دنيا په هر ګوټ کې د پښتنو سره ظلم کيږي نو زه حتماً خبرونه ګورم چې زه خپل ځان ورباندې خبروم که نور څه مې په وس کې نه وي وايم کم از کم يو پوسټ خو وکړم چې د پښتونولۍ حق ادا کړم
اوچې کله زما په ذهن کې يوه داسې خبره راشي چې د پښتنو لپاره ګټوره وي که زما سره وخت هم نه وي چې زه يې ډائرک وليکم خو بيا هم زه خپل همت نه بايلم موبايل راواخلم د خپل ځان څخه ويډيو شروع کړم کومې خبرې چې زما په ذهن کې وي هغه ريکارډ کړم او بيا موبايل خپل دوست ته ورکړم چې زما خبرې په ليک بدلې کړه تر څو زه د خپلې وظيفې څخه اوزګار شم بيا به يې زه پوسټ کړم
قسم په خداى درته خورم چې زما سره دومره وخت نه وي چې زه يو اوږد تحرير وليکم يا مطالعه وکړم خو شکر اوس مې د پښتنو سره دومره مينه پيدا شوه چې ماته ټول لر او بر پښتانه د خپلو وروڼو او خويندو په شان ليده شي
او دا هم هرڅه د PTM او د مشر منظور له برکته
(٧)_ د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو څخه مخکې به زما د پښتو سره مينه نه وه چې ليک لوست زده کړم
اوس شکر الحمدالله دومره مينه مې ورسره پيدا شوه
چې اکثر د دغو دریو قدرمنو مبارزو پوسټونه ډير په توجو سره لولم
Sohail Noor
Aimal Khan Gadoon
Aman Khan
او داسې نور هم ډير دي زه اکثره د دوي پوسټونه ډير په شوق سره لولم او ما د دوئ د پوسټو څخه ډيره استفاده تر لاسه کړه، ځينې ځينې داسې ټکي ووينم بيا هغه زه په خپل پوسټ او جملې کې وکاروم دغه درې واړه مبارز ماته ډير ګران دي دوي د PTM لپاره ډير خدمت تر سره کړو
اول به ما د هيچا پوسټ نه لوستلو خو اوس ماشاالله د هرچا پوسټ لولم تر څو خپله پښتو ترې زده کړم او زما پښتو قوي شي
او دا هم د PTM او د مشر منظور له برکته
Samina Yousafzai
ستاڅخه نړۍ مننه کوم او ته ماته ډيره عزتمنده يې ستا د مثبت کمنټ په وجه سره زما په ژوند کې ډير بدلون راغلی دی
ـــــــــــــــــــ
او په اخر کې که ما څخه په ليک کې څه غلطي شوې وي نو ما اوبښۍ ځکه چې يو خو زه د وزيرستان يم، زمونږ او ستاسو ژبه کې ډير غټ توپير دى او بل ما د پښتو ګرامر ندی کړی ان تر دې پورې چې د دریو کالو راهيسې ما مطالعه هم نه ده کړې د ډيرو مصروفياتو باوجود بيا هم زه کوشش کوم چې زما د پښتو ليک املاء قوي شي
نو باید ووایم چې دغه بدلون زما په ژوند کې د PTM او د مشرمنظور په وجه راغلو
تل دى وي ښاد او اباد مشر منظور احمد پشتين صيب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.