د ولس ژبه، که -په پوهنه کې ورځنۍ شوې- پردۍ ژبه؟

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

912

موږ په ولس کې- داسې به ووایو چې – له پیداېښته غونډاری او غونډوسکه لرو. داروښانه کوو، چې داڅه شی دي، لکه د نړۍ د نورو ژبوپه لکسیکونو کې چې روښانه شوي دي.

غونډاری:

یادونه: شمېرپوهنیز فرمولونه نه راوړو.

په څمککچپوهنه کې غونډاری د غونډارې هوارې او غونډارې تن یا بدن لپاره کارول شوی نوم دۍ.

-غونډاری یوه هواره لري. ګوډونه او کونجن نه لري او ناپای ډېر اړخونه اړخونه لري( د ګردیو کرښې).

– هغه خپل منځ ټکي ته سیومتریک ده همداسې محورسیومتریک، که محور له منځټکي تېر وي.

–  د غونډاري لويه ګردۍ هغه هواره ده، چې د غونډاري له منځټکي تېریږي. د هغې ګردۍ نیمۍ د غونډاري نیمۍ ده او لویه ګردی غونډاری هم نیموي، نو غونډاري نیمۍ یې بولو.

– غونډاری د یوه تن په څېر سوچبوچ د غونډوسکې بڼه لري.

– کوچنۍ ګردۍ ټولې  د غونډالې منځ کې هغه کردۍ دي، چې په غونډاري کې د لويې ګردۍ کوچنۍ دۍ.

– د غونډاري ټوټې یا غونډاري غوڅې شوې ټوټې هغه تنونه دي، چې د وېشنې له لارې د لوي او کوچنۍ ګردي د ټوټونې منځ کې پرتي دي.

– که د غونډارې ټوټه نیمه غونډاری وي، نو سړی د نیمغونډاري غږيږي.

–  د غونډاري ډکی د هغې د هوا یا فضا منځپانګه پېژندل شوې، هغه چې د غونډاري د پاسهوارې لخوا رابنده ده.

بل غونډارې ته ورته بدن یا تن

غونډوسکه.

غونډوسکه  له څرمنې یا له مصنوعي (نه پیداېښتي) موادو څخه یو ګرد، په ورسره بلده ډول غونډارېډوله، ايلاستیکي لوب اله یا سپورت اله ده، چې موږ به له رینجاړو جوړوله. د غونډوسکو په څنګ کې د کلکو موادو جوړ لوبغونداري هم شته، لکه لرګی یاوسپنه او نور.

د پېژند له مخې غونډاری او غونډوسکه ورته ځمککچیز تنونه دي، چې د لوبو بېلا بېل الات هم لري.

په ورسره بلده یا نورماله توګه غونډوسکې له هواډکو پوښونو ډکې وي، چې د پمپولو له لارې د یوه ټاکلي زور لاندې ډکیږي. ځانګړې یې د بېلګې په توګه د هاکي او د ګلف غونډوسکې دي.

دموږ موخه:

دموږ د ټولو پوهنېزو څانګو ټول مسلکي یا ريښه اړوند ویونه زیات یې عربي او ځنې یې فارسي دي. په دې خبرې نه کړو، چې ولې. د ټولو هغو وییونو، چې هغه په دغو پردیو ژبو کې پیداېښتي شتون ولري، هغه هرو مرو په پښتو کې هم شته دی.

که موږ – لکه په نورو ژبو کې چې شوی- خپل یو نوم یا یو څه څېړو، نو دا سې مخ ته ځو یا باید لاړ شو، لکه دا د نورو ژبو ویونکي.

موږ به یې دلته یواځې دوه بېلګې راوړې.

اوس مو موخه دا ده، چې دا نو ولې کرة وبولو او همداسې په ځمککچپوهنه کې دکري لپاره، چې بېرته همدا غونډوسکه ده یا غونډاری، غِونډوسکه یا غونډاری ونه لیکو. نور پوهنیز ویونه هم همداسې. موږ او تاسوخو به هم یو خت کې په لکسېکونونو کې دا خپل وییونه او نومونه  داسې په شننیزه توګه روښانه کوو، چې یو شی څه شی دی.

د غونډاري بېلګې: د نسوارو غونډاری، باغکې، دلوبو غونډاري هم شته، چې غورځولکیږي او یوې ټکلې موخې ته د نږدېکېدو سره یې کټونکی څرګندیږي یارروښانه کیو او که غواړۍ معلومیږي. همداسې مردکی، چې موږ به غوزان په کټل او یا  چورلټۍ چې له لرګې به جوړه وه.

د غونډوسکې بېلګې: د موږ د هیواد په پېلابېلو ځایونو کې د لویو لپاره کارولکیږي. په لرګي وهلکیږي، په دیوال یې ولي او نور. موږ به دا له رینجاړو جوړولې، یاښه یې په کور کې به راته میندو او نورو خپلوانو داسې ګردې ګنډلې. نورې بېلګې: د پښو غونډوسکه. د والیبال غونډوسکه او همداسې د هاکي او نورې د لوبو غونډوسکې.

ایا موږ هم دا د هاکي او جلف کرې وبولو؟

داپورته تنونه مو چې یاد کړل، دا ټول باید بیاکرة وبلل شي، چې د ولس لپاره دپوهېدنې لپاره به پوره ستونځمن او دلیک کسانو لپاره به پوره نابلد یا ترې تېرېدونکي وي، چې ګوندې داد ژبې غنا ده، خو دا د ژبې په خپلو ویونو ناتوانول دي، چې په پای کې باید له منځه لاړ شي.

خبره په ښه او بد کې نه ده، خبره په اړیینوالي کې ده.

دا به ښه برېښي، که ووایو، چې د غوزانو ګټلو کرة؟

د پښو لوبو کرة، چې عربي یې کرةالقدم دۍ.

یوه غونډوسکه  چې د ،، باسکټبال،، لوبه پرې کیږي، د باسکټبال کرة وبولو یا کرة؟

 او همداسې د غوزانګټلو مردکي په ځای د غوزانګټلو کرة ووایو یا ولیکو او یا د نسوارو کرة یا دانورې د لوبو کرې او که څنګه؟

اخرۍ پوښتنه: ولس دې له دې پیداېښت ورکړشوو نومونو څخه تېر شي او که دا د لیکلوست خاوندان دې، چې تراوسه – په خواشینۍ باید ووایم – لا دومره ډېر هم نه دي او دا کار هم ورته ساده دۍ، تېر شي؟

زه په دې اند یم، چې دا راته هرڅه ساده کوي، خو پوهېږم، چې له زده کړو څه څخه تېرېدل هم پوره ستنونځمن دي.

که چېرې دا کار – چې باید له ښونځیو پیل شي- کېده نو هرو مرو به پنځه کاله وخت ونیسي، چې په هغو کې دواړه نومونه وکارول شي او بیا نو پښتو نومونه پاتې شي.

ستاسو د ستړیکېدو بخښنه به راته کړۍ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.