غزل

محمد صفر خواریکښ

650
ځواني مې مخکې په رښتيا له پوهېدو ختمه شوه
لکه د گل غوټۍ په يوه خوله خندېدو ختمه شوه
زه لا تر اوسه سر گـردان يم ، حـقيـقت لـټـوم
په توره شپه کې د رڼا ، په لټېدو ختمه شوه
د گناهونو توکي ډېر دي ، لا هوس هم شته خو
څه وکړم نور مې ټوله زېرمه، د توبو ختمه شوه
زړه مې ساتـلی د پـيـمخو ، لـه ښکاري نـظر وو
اوس يې درزا د چا د غشو ، په ويشتو ختمه شوه
د مينې کر به مې کاوه ، د يار د زړه پر لـلمه
د حاصل تمه د وعدو ، په ماتېدو ختمه شوه
مـا بـه د عشق په بـارانـه پسې پـټی گرځـوه
کيسه د مينې مو ، په هسې سرابـو ختمه شوه
ما د لمر کلي ته آرمان د رسېدو درلود خو
زنده گي مخکې ، د آرمان له رسېدو ختمه شوه
۲۰۲۱/۰۶/۲۱ – کوپنهاگن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.