د شهکار ناولونو لیکوال نصیراحمد احمدي غمجنه مړینه

پوهندوی آصف بهاند

1,830

د شهکار ناولونو لیکوال

نصیراحمد احمدي غمجنه مړینه

نصیر احمد احمدي ته باید د پښتو ادب د اوسنۍ دورې په داستاني ادب کې

د ناول لیکنې برحقه شهنشاه ووایو.

         (آصف بهاند)

 

د جوجو او بغدادي پیر شاهکارونو په شان مهمو ناولونو لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي زما لپاره له درېيو ځانګړونو سره مهم لیکوال و، دوه یې حرفوي او یوه یې شخصیتي ځانګړنه:

 ۱ـ ناولونو یې فکرونه روزل، موږ فکر روزونکي آثار لږ لرو. ځوان کول د ده د ناولونو تر لوستلو روسته د ځان، هېواد، نړۍ او انساني ژوند په اړه خپل باورونه بدلول، چې دا کوشنی کار نه دی او د پیاوړي قلم ترڅنګ بډایه فکري زېرمه هم غواړي.

 ۲ـ احمدي کرار کرار چوکاټونه ماتول، تابو ګان یې ننګول او خرافات یې ړنګول. دا هرڅه یې د هنر د جادو په مرسته کول. احمدي په ناول لیکنه کې د افغان ولس د وجدان غږ و.

 ۳ احمدي ارام، بې ادعا، صمیمي او ښه اورېدونکی لیکوال و. لویه شخصیتي ښېګڼه یې دا وه، چې د فرهنګیانو په سلیقه یي مسخره مخالفتونو کې ښکېل نه و. د بېځایه سیالیو او دوښمنیو پرځای یې یوازې د خپل ادبي – حرفوي پرمختګ پرهڅه تمرکز کاوه او اینرژي یې د ځان روزلو لپاره زېرمه کړې وه، د پرمختګ راز یې په همدې کې و.

                                                غفور لېوال

 

ما څو ورځې مخکې د باوري صاحب د مړینې په برخه کې لیکلي وو چې: زموږ په نخبه او د کار او حساب وړ فرهنگیانو کې مرگ لو گډ کړی دی او «داسې یې را نه وژني لکه چې چا یې لست ورکړی وي»، دغه کسان باید نور نه وي او دا دی په دې لړ کې د ډېر پیاوړي او پرکاره ناول لیکونکي نوبت راورسید او مرگي له موږ نه جلا کړ. نصیر احمد احمدي نور د پښتنو لیکوالو په ډله کې فزیکي حضور نه لري.

پر پښتو ژبې او ادب زړه سواندو استادانو به تل ویل: چې دا د شعر لمن پرېـږدئ، نثر ته شئ چې پښتو ادب کې د هنري نثر برخه خواره ده او…

د همدې مشرانو په ډله کې چې د نثر د لیکلو او د پښتو هنري نثر د غني کېدو توصیه یې کوله، یو استاد صدیق پسرلی و. د خدای بښلي نصیراحمد احمدي له خبرو ښکاري چې په پښتو هنري نثر کې د ده لومړنۍ تجربې د استاد صدیق پسرلي له نظره تېرې شوې دي او همدا پسرلی صاحب و، چې د نثر لیکلو په ډگر کې یې د احمدي لومړنۍ کیسه له نظره تېره شوې ده، دا کیسه یې ورته چاپ کړې ده او نورو لیکنو ته یې هڅولی دی. خدای بښلی نصیر احمد احمدي د خپلې یوې انتریو په یوه برخه کې  دې موضوع ته داسې اشاره کړې ده:

«… يوه ورځ زما مشر ورور يوه سوژه (موضوع) پيدا کړې وه، ما ته يې وويل چې که ليکوال وای نو په دې اړه يې يوه لنډه کيسه ليکله، ورور مې د کيسې موضوع راته وويله، زما هم ډيره خوښه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې راځه! يو ځل يې په خپله وازمايه چې ايا د لنډې کيسې په نوم څه پرې ليکی شې که نه؟ هماغه و چې د لومړی ځل له پاره مې  يوه ماته ګوډه لنډه کيسه وليکله، هغه وخت زه په کلي کې اوسېدم، کليوال ژوند و، په ټوله ولسوالی کې مې داسي څوک ونه موند چې له ليکوالۍ سره اشنا وي او د کيسې په اړه مشوره راکړي، ځکه مې دا کيسه له ځان سره وساتله، بيا يو وخت زموږ کور ته د پښتو ژبي وتلی شاعر او ليکوال خدای بخښلی استاد محمد صديق پسرلی راغی، کيسه مې ورته ولوسته، ډېره يې وستايله، ښيګنې او نيمګړتياوې يې را يادې کړې او کيسه يې د چاپ له پاره کابل ته ورسره يوړه، کله چې زما لومړنۍ لنډه کيسه چاپ شوه، نو دا زما له پاره يو لوی تشويق و او زه يې دې ته و هڅولم چې د کيسو او ناولونو ليکلو ته مخه کړم.»

اوس چې خدای یو داسې قلم او داسې فکر پر پښتو هنري نثر او پښتو ادب باندې لورولی و، هغه یې ډېر ژر بېرته واخیست او ټول فرهنكیان، ټول قلموال او ټول نثر لیکونکي او د ناول ټول مینه وال یې د ویر پر ټغر کېنول.

د دوه زره یوویشتم کال د جولای پر لسم ماښام مې د فیسبوک پر مخ په لنډو جملو کې د نصیر احمد احمدي د مړینې خبرونه تر سترگو شول، مشوک او زړه نازړه وم، تاند مې پرانست، داسې یې لیکلي وو:

«د هېواد مشهور ناول لیکوونکی، نصیراحمد احمدي وفات شو،

تاند (شنبه د سرطان ۱۹) هېواد کې د سیمې په کچه د پښتو ژبې مشهور نثر لیکوونکی نصیراحمد احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن ماښام د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړه.

احمدي ته نیږدې کسانو ویلي چې هغه له تېرو لسو ورځو راهیسې پر کورونا ناروغۍ اخته او په روغتون کې بستر و.

نوموړی د غزني ولایت اوسیدونکی و چې له لسو ډیر د لنډو کیسو او ناولونو کتابونه یې لیکلي وو، د هغه په چاپ شوو اثارو کې تر ټولو مشهور د “نیکه” او “بغدادي پیر” په نومونو دوه تاریخي ناولونه دي.

نصیراحمد احمدي په هېواد کې له بیلابیلو ادارو سره دندې ترسره کړې وې چې اوسمهال یې له بي بي سي راډیو سره د ښوونیزو خپرونو په پروژه کې د لیکوال په توګه دنده ترسره کوله.

د نوموړي له مړینې سره سم په کور دننه او بهر ګڼ شمېر لیکوالانو او د هغه د چاپ شوو اثارو مینه والو پر ټولنیزو رسنیو د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي او د احمدي مړینه یې د پښتو ادب لپاره لویه ضایع بللې ده.»

بي بي سي پښتو تر تاند لږ څه وروسته د احمدي د مړینې خبر او خپله تبصره خپاره کړل.

نور ډاډه شوم چې نصیر احمد احمدي نه شته، څو کیسې او ناولونه مې یې چې له نظره تېر شوي وو، یو په یو بیا لکه برېښنا، زما د سترگو پر اینې تېر شول او په زړه کې مې داسې وگرځېدل:

دریغه چې نه وای مړ…

که نه وای مړ څومره نورې کیسې او ناولونه به یې لیکلي وای، کومې ناسپـړل شوې غوټې په یې د نثر په ژبه پرانستې وای، څومره به یې د خلکو د ویدو فکرونو په راویښولو کې سوچ او عمل کړلی وای او…

نصیراحمد احمدي داسې لیکوال و چې د ده د اثارو او نثر لیکنې پر استناد ویلای شم چې ځینو ناولونو یې د شهکارونو په دایره کې هم پل ایښی دی لکه: بغدادي پیر، جُو جُو او…

د احمدي ژوند یوه داستان ته ورته وبولئ، داسې داستان ته چې هیرو یې لکه برېښنا د ژونر پر صفحه پـړق راڅرگند شو او له رڼا سره سم یې په تیارو کې تلونکو لارویانو ته ډېر څه وروښودل او د خپل ژوند د ډالۍ په توگه یې خلکو، وطن او راتلونکو نسلونو ته غنیمت میراث پرېښود او بېرته لکه برېښنا په هماغه پـړق سره پناه شو او لاړ.

نصیراحمد احمدي هیله درلوده چې د خلکو په ژوند او فکر کې ژور بدلون رامنځته شي. ده به ډېر ځلې د خلکو او ټولنې د اصلاح له پاره، پر ټولنه او خلکو باندې د حاکمو ناوړو دودونو باندې تند انتقادونه کول او داسې منفي دودنه به یې په نښه کول چې باید اوس هېڅ نه وای. څو ورځې مخکې له مړینې یې داسې لیکلي وو:

«پښتانه یوازې د هدېرو د ځمکو د اخیستلو له پاره یوه خوله او یو اتفاق دي. هر قوم په ګډه پیسې واچوي، هدېرې ته څو جريبه ځمکه واخلي، کال وروسته هديره ډکه وي، د نوې هدېرې له پاره له سره پیسې ټولې کړي.

پښتون د ژوند له پاره هېڅوخت داسې په یوه خوله نه و، نه دي او نه به وي. که وای، زړې هدېرې به دومره ژر نه ډکېدې.»

د پښتو هنري نثر په ډگر کې څومره چې هیله کېده، تر هغه څو ځلې ډېر او په ښکلې هنري بڼه نصیر احمد احمدي خپل رسالت په صادقانه ډول ترسره کړی دی. د ده د نثر د هنري ښکلا تر څنگ، لوستونکو، په تېره نوي نسل ته د ده د پنځول شوو اثارو پیام کې راغلي دي چې نصیراحمد احمدي د منځلارې پالیسۍ خاوند دی، د ټولنې پرمختگ غواړي او د نوي نسل د فکري بدلون کلک پلوي دی.

د ښاغلي Asmatullah Saleh دا خبره حقیقت ده چې د احمدي پر مړینې یې د خپلې خواشینۍ د پیام په ترڅ کې ویلي دي:

احمدي یوازې د خپلو زامنو پلار نه و، دی د معاصر داستان ابا هم و. دا د ښاغلي صالح د خواشینۍ پیام بشپړ متن دی:

«اصلي داستان هغه دی چې لیکوال پکې د ټولنې پر نبض قلم کېږدي؛ هغه کلتور، خرافات او چټل خیالونه پکې وغندل شي، چې د انسانیت زړي خوري او که همداسې بې رده پرېښول شي، د هغه ټولنې له انسانه زوامبي جوړوي، چې بیا به نو یو پر بل خولې لګوي.

 د پښتو هنري نثر سرلاری ارواښاد احمدي د همدغسې اصلي داستان یو تقریباً بشپـړ لیکوال و؛ د ده روح له وروسته‌پاتې‌والي څخه د ځورېدلي ملت پر روح ور ګډ و؛ یو رښتینی معلم او په یوه داسې زمانه کې د انسانیت په خپراوي لګیا و، چې د جناب احمدي غوندې عاطفي کېدل پکې بېخي سخت شوي.

دا نه وایو، چې احمدي صاحب ولې ځوانمیرګ شو، ځکه مرګ یو ناځوانه حقیقت دی، مګر سړی خپه دلته شي، چې احمدي یوازې د خپلو زامنو پلار نه و، د دا ډول معاصر داستان ابا هم و.

خلاصه، سخت یې ناهیلي، هک حیران او د ژوند په اصلي تعریف کې ګډ وډ کړو.

پـــــري ‌زاده زه کـــــه دا وارې ویـــــده شــــوم

هیڅ یو شور به مې را ويښ نه کړي له خوابه؟»

احمدي د پښتو معاصر هنري نثر لیکونکو د لومړي کتار له سرلارو څخه گڼل کېـږي. ده د وروسته پاتې ټولنې او وروسته ساتل شوو نسلونو له پاره قلم چلاوه چې دا خلک د پرمختگ او پوهې دایرې ته ورورسوي او له فکري پلوه یې ازاد او خپلواک شي.

د احمدي په اثارو کې افغان انسان ته مینه او عاطفه وړاندې کېـږي، هغه انسان ته دا ډالۍ ورکول کېـږي چې کلونه، کلونه له کشکړپ سره مخ کړای شوی او تاوتریخوالی ورسره شوی دی، دی د خپلو اثارو له لارې خپلو لوستونکو، په تېره ځوان نسل ته داسې پیام ورکوي چې په دوی کې فکري بدلون رامنځته شي او د خلکو پر افکارو باندې پرته خپسه لرې او د غڼې له تارونو د خلکو افکار را وژغوري.

د احمدي په اثارو کې د عادي مینې کیسې لږې پیدا کېـږي، د ده د اثارو اصلي موضوعات د ټولنیزو ناخوالو راسپـړل او حللارې ورته پیدا کول دي، د لوی مذهب یعنې انسانیت له پاره کار شوی دی چې د افغان انسان له ذهن څخه د جگړې او باروتو لوگي لرې کړای شي او د هغوی د ذهن په کرونده کې د مینې او انسانیت زړی وکري.

ده که له یوې خوا د دیارلس ناولونو په لیکلو او یوه ناول په ژباړلو سره په اوسنیو لیکوالو کې د ناول لیکنې ریکارد ټینگ کړ، نو له بلې خواې د فکري بدلون له پاره د هلو ځلو په خاطر د نوي نسل د پوهولو ـ بدلولو له پاره د داستانې ادب هنري لار غوره کړه چې دا به تر ډېرو سیاسي لکچرونو موثره او غوره لار وي.

داسې لیکوالان لکه احمدي په ټولنه کې د لارښود او معلم حثیت لري، باید ونازول شي، په ښو یاد او درناوی يې وشي؛ خو زموږ په ټولنه کې برعکس همدا نصیراحمد احمدي له دومره بکرو مثبتو افکارو او گڼشمېر اثارو له لیګلو او چاپ سره ـ سره د مرگ تربریده گواښل کېـږي. دی که له یوې خوا د خپلو اثارو او افکارو له برکته په خلکو کې یو منلی او ښاغلی لیکوال دی، خو داسې روایات هم شته چې احمدي د خپلو ځینو ناولونو د لیکلو او خپرېدو په وجه گواښل شوی هم دی. ویل کېـږي چې د «بغدادي پیر» د لیکلو او خپرېدو په خاطر تهدید شوی دی.

د ناولونو د لیکلو په پار یې د گواښلو یوه بېلگه ډاکتر بهیج عثماني داسې بیان کړې ده:

«درې – څلور کالونه مخکې مې ورته پيغام واستاوه. تازه يې «بغدادي پير» له چاپه راوتلی و. ورته مې وويل، پر ژوند اعتبار نشته، راشه دا خپل ناولونه په خپل غږ ثبت کړه، يو يادګار به دې پاتې شي او هم به ډېر خلک ترې ګټه واخلي. ژر يې راسره ومنله. يو دوې ورځې وروسته يې په خپل ښکلي او درانه غږ د «بغدادي پير» لومړۍ برخه راولېـږله. دواړه ورته خوشاله و. څلور برخې خپرې شوې. زه پينځمې برخې ته په تمه وم. ماخوستن يې راته ټليفون وکړ، سخت خپه و.

لومړی يې ژمنه راڅخه واخيستله چې چا ته به نه وايم. وې: «پير صاحبانو په مرګ ګواښلی يم. ويل يې په کتاب مو درته څه ونه وې اوس يې په غږيز ډول خپروې چې هر کلي او کور ته ورسېـږي. ما ورته خپل استدلال وکړ خو دوی ونه مانه. دوی ويل له بغداد څخه خو زموږ نيکه راغلی و. ستا له موږ سره څه دښمني ده؟ په ډېر عذر او زارۍ مې ځان ترې خلاص کړ. په ما يې شرط ايښی چې د کتاب نوم به هم بدلوم او د «بغدادي پير» ټکی به ترې ليرې کوم.»

خدای شته زه هم ډېر خپه او د ده خونديتوب ته لا ډېر اندېښمن شوم. څه موده وروسته يې د کتاب نوم په «ډېوېډ جونز» بدل کړ او د دواړو هغه هڅه چې د ده ټول ناولونه به د ده په خپل غږ خپروم د تل لپاره پاتې شوه.»

نصير احمد احمدي د خپلې لیکوالۍ په کم عمر کې داسې کامیابي تجربې وکړي چې تر ده پخوا په داستاني ادب کې هېچا نه وې کړې، که راحت زاخیلی په پښتو ادب کې د داستانې ادب د پیل کېدو مشأل اوچت کړ، نو پرته له شکه چې نصیراحمد احمدي د اوسني داستاني ادب د ښو شهکارونو او کامیابو تجربو استاد گڼلای شو. ده په پښتو اوسني داستانې پنځونو، په تېره ناول لیکنه کې داسې نوې لار پرانستله چې په راتلونکې کې به یې نور داستان لیکونکي تعقیب کړي او لا به یې رنگینه او په نوو تجربو سره لا غني کړي؛ نو دا په حقه خبره وي چې نصیر احمد احمدي ته باید د پښتو ادب د اوسنۍ دورې په داستاني ادب کې د ناول لیکنې برحقه شهنشاه ووایو.  

احمدي په هر داستان او ناول کې خپله موخه تعقیبوي، د داستان یا ناول په ترڅ کې په ټولنه کې او د خلکو په افکارو کې شته نیمگړتیاوو ته په هنري بڼه اشارې کوي او حللارې ورته ښيي. احمدي په جُو جُو ناول کې یو ځای لیکي چې جُو جُو نومی موجود چې له کومې بلې سیارې مځکې ته د څېړنو له پاره راغلی دی، خپل ځای ته تر ورتگ وروسته د مځکې د خلکو په باب د خپل رپوټ په ترڅ کې وايي چې په مځکه کې داسې خلک هم شته چې خپلې لوڼې او خویندې ښوونځي ته نه پرېـږدي او د خپلمنځي تضادونو په پار خپل وطن ورانوي، خو د  جُو جُو  ټولگیوال او استادان یې نه ورسره مني او…

دلته لیدل کېـږي چې احمدي په خپل وطن کې د ښځو روان مظلومیت په داسې انتقادي ډول  انځور کړی دی چې د نورو سیارو د موجوداتو له پاره هم د منلو وړ نه دی.

څو ورځې مخکې یې تاند داسې بیوگرافي خپره کړه چې د نصیراحمد احمدي د ژوند، فکر او اثارو او د سبک د څرنگوالي په باب معلومات په کې وړاندې شوی دی.

دا لیکنه ښاغلي جاوید سیال په یو څه تفصیل سره برابره کړې ده، خو زه به یې اړینې برخې د خدای بښلي احمدي د مړینې په مناسبت راواخلم.

د نصيراحمد احمدي لنډه بیوگرافي:

«نصيراحمد احمدي د فتح الله احمدي زوی په ١٣٥٣ لمريز کال د غزني ولايت د قره باغ ولسوالی د ملک غلام رسول په کلاه کې زيږيدلی دي.

نوموړی په ١٣٥٨ ل کې مکتب  کې شامل شو، تر درېيم ټولګي يې په سيمه کې د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې زده کړې وکړې، خو  کورنۍ يې د جنګ جګړو او په دې خاطر چې پلار  يې په کابل کې په يوه شخصي شرکت کې وظيفه درلوده کابل ته کډه وکړه. هغه وخت يې کور د کابل په خوشال خان مېنه کې و او احمدي د همدې سيمې په يوه مکتب کې چې د سپين کلي په نوم يادېده، شامل شو.

احمدي تر نهم ټولګي پورې  په سپين کلي ليسه کې درس ووايه، بيا يې د حبيبې ليسې ته سه پارچه يوړه  او په ١٣٧٠ ل کال کې له نوموړې ليسې څخه فارغ شو.

په ١٣٧١ ل کال په کابل کې د جنګ جګړو له امله د دوی کورنۍ بيرته کلي ته لاړه او نصيراحمد احمدي د خان کلاه په متوسطه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده پيل کړه. احمدي د تاريخ او جغرافيه د مضمونونو درس ورکاوه او دوه کاله يې په همدې مکتب کې معلمي وکړه.

وروسته پيښور ته لاړ، هلته يې د يوه کال له پاره د (ډي اې ای) د موسسې لخوا يو کرنيز کورس ولوست. په دې کورس کې يې د زراعت په ځينو برخوخصوصاً د بڼوالۍ په برخه کې معلومات تر لاسه کړل او وروسته بيا په همدې موسسه کې د کارمند په توګه مقرر شو.

احمدي به له خپلو نورو همکارانو سره د هېواد ځينو برخو ته سفرونه کول او خلکو ته به يې د بڼوالۍ د ارزښت په اړه معلومات ورکول. دوی به د مېوه دارو ونو اصلاح شوي نيالګي او کيمياوي سره ليرو پرتو سيمو ته وړل او له خلکو سره به يې د باغونو په جوړولو کې مرسته کوله.

احمدي په ډي اي ای کې دوه کاله وظيفه تر سره کړه  او په  ١٣٧٦ ل کال يې  د کانکور امتحان ورکړ او د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځي ته بريالی شو، نوموړي يو کال پوهنتون ولوست خو هغه وخت  جګړه وه ، د پوهنتون ليليه وتړل شوه او د احمدي په شان ډېرو نورو محصلينو ونه شوای کړای چې  خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

احمدي ايران ته په مزدوري پسې لاړ او دوه کاله يې هلته ستړي او شاقه کارونه وکړل.

نصيراحمد احمدي په ١٣۸۰ ل کال کې بېرته خپل وطن ته راغی. نوموړی  له ٢٠٠٣ ميلادي کال را په دېخوا د بي بي سي راډيو په تعليمي برخه کې دنده تر سره کوي، په پيل کې يې په نوموړې ادارې کې د رپورټر  دنده پرمخ وړله خو له تېرو شپږو کلونو راپه ديخوا د ماشومانو او لويانو له پاره د فيچر خپرونو ايډيټر دی.

د نصيراحمد  احمدي ليکوالي:

احمدي  ډير ماشوم و چې انا به يې کيسې ورته ويلې او ده به په مينه اورېدلې. احمدي له ماشومتوبه د کيسو له اورېدلو او لوستلو سره مينه درلوده.  کله چې د ليک لوست شو، نو  د پيريانو، ديبانو او ښاپيريو تخيلي کيسې به يې لوستې او هر هغه کتاب به يې اخيست چې تخيلي کيسې به پکې وې .

کله چې د نوي ځواني مرحلې ته ورسيد، نو د دې تر څنګ يې د پوليسي کيسو او ناولونو له لوستلو سره هم جوړه شوه، هغه وخت د ده يو همصنفی و چې حفيظ الله نومېده، دوی په خپل کور کې يوه لويه کتابخانه درلوده، هر رنګه کتابونه پکې پيدا کېدل، احمدي به کله، کله کور ته ورته، د کتابونو المارۍ به يې په پوليسي کتابونو پسې لټولې، هغه وخت د «ارسن لوپن»  کتابونه ډير مشهور ول، ارسن لوپن په اصل کې يو پوليسي کرکټر و چې د غلو او جنايت کارانو په وړاندي به يې تل مبارزه کوله. احمدي  تقريباً د هغه ټول کتابونه لوستلي دي. خو په خپله يې تر دې دمه څه نه و ليکلي. دا چې څه وخت يې ليکوالي ته مخه کړه، احمدي په يوه مرکه کې ويلي و:

«دا تقريبا د دولسو، ديارلسو کلونو مخکې خبره ده، يوه ورځ زما مشر ورور يوه سوژه (موضوع) پيدا کړې وه، ما ته يې وويل چې که ليکوال وای نو په دې اړه يې يوه لنډه کيسه ليکله، ورور مې د کيسې موضوع راته وويله، زما هم ډيره خوښه شوه، له ځان سره مې فکر وکړ چې راځه! يو ځل يې په خپله وازمايه چې ايا د لنډې کيسې په نوم څه پرې ليکی شې که نه؟ هماغه و چې د لومړی ځل له پاره مې  يوه ماته ګوډه لنډه کيسه وليکله، هغه وخت زه په کلي کې اوسېدم، کليوال ژوند و، په ټوله ولسوالی کې مې داسي څوک ونه موند چې له ليکوالۍ سره اشنا وي او د کيسې په اړه مشوره راکړي، ځکه مې دا کيسه له ځان سره وساتله، بيا يو وخت زموږ کور ته د پښتو ژبي وتلی شاعر او ليکوال خدای بخښلی استاد محمد صديق پسرلی راغی، کيسه مې ورته ولوسته، ډېره يې وستايله، ښيګنې او نيمګړتياوې يې را يادې کړې او کيسه يې د چاپ له پاره کابل ته ورسره يوړه، کله چې زما لومړنۍ لنډه کيسه چاپ شوه، نو دا زما له پاره يو لوی تشويق و او زه يې دې ته و هڅولم چې د کيسو او ناولونو ليکلو ته مخه کړم.»

نصيراحمد احمدي ليکوالۍ ته مخه کړه او په څو کلونو کې يې ګڼ شمېر کتابونه وليکل او ځينې يې وژباړل.

د نصيراحمد احمدي چاپ شوي کتابونه:

١ ــ سړه سيلۍ (د لنډو کيسو ټولګه )،

۲ ــ مينه (د لنډو کيسو ټولګه)،

۳ ــ د واورې سړی (د لنډو کيسو ټولګه)،

۴ ــ بوډا او د لېوانو پلونه، (ناول)،

۵ ــ رڼا (ناول)،

۶ ــ بړبړوکۍ (ناول)،

۷ ــ په فلسفه کې تلپاتې پيښې، (ژباړه)،

۸ ــ يوه خبره درته وکم؟! (ناول)،

۹ ــ جُو جُو (ناول)،

۱۰ ــ اغزن سيم (ناول)،

۱۱ ــ زرو (ناول)،

۱۲ ــ  د معجزې تيـږه (ناول، ژباړه)،

۱۳ ــ راځئ کيسه وليکو (د کيسو ليکلو په اړه د ليکوال تجربې )،

۱۴ ــ نيکه (ناول)،

۱۵ ــ بغدادي پير (ناول)،

۱۶ ــ پټان (ناول)،

۱۷ ــ اخ، وطنه! (ناول)،

۱۸ ــ  ابوریحان البیرونی (ژوند ليک)،

۱۹ ــ  کاتب هزاره (ژوند ليک)،

۲۰ ــ موسی شفیق (ژوند ليک)،

۲۱ ــ محمد هاشم میوندوال (ژوند ليک)،

۲۲ ــ  اشر (د لنډو کيسو ګډه ټولګه، نصیراحمد احمدی او عبدالواحد رفیعي)،

۲۳ ــ ټال (ناول)،

۲۴ ــ  رنګه غوږونه (ناول)،

نصيراحمد احمدي د فتح الله زوی او د غزني ولايت د قره باغ اوسېدونکی دی چې خپلې زده کړې يې په غزني ،کابل او پېښور کې ترسره کړي دي.

نوموړی د پښتو ژبې هغه ليکوال دی چې تر دې دمه يې څلوروېښت کتابونه چاپ شوي دي چې ډېره برخه يې ناولونه دي ، دی د ځانګړي ادبي سبک څښتن دی چې سبک يې لاندې ځانګړنې لري:

د نويو جملو موندنه او کارونه، د کليوالي ژوند انځورونه ،اوچت تخيل ، د لنډو لنډو جملو راوړنه ، د يو شمېر لهجوي لغتونو استعمال ، منطقي تسلسل او ملي پيغام يې د سبک ځانګړنې دي.

ددې سربېره د زياتو مکالمو راوړنه ، سلاست او رواني ، هنريت او موسيقيت، د فرعي پېښو موندنه او په هغه کې د لويو انساني پيغامونو را نغښتل ، د وخت او حالاتو سمه بڼه تصويرول ، د ژوندۍ تلوسې شتون او غزونه ، د بديعي ښايستونو څخه ګټه اخيستنه يې هم د سبکي ځانګړو څخه شمېرل کېږي…

وړانديزونه:

۱ : د احمدي د ناولونو په هره خوا يوه ليکنه ممکنه ده، نو د ادب لاريانو ته مې وړانديز دادی چې د نوموړي د ناولونو په پيغام ، هنريت ، ټولنيزې پېښې، تاريخي پېښې ، انځورونه، د ناول ليکنې ژبې ، د کرکټر د ژبې او شخصيت سمون ،سسپيسشن (تلوسې ) او ورته نورو برخو علمي او څېړنيزې مقالې وليکي.

۲ : د پښتو ژبې او ادبياتو پوهنځي استادان بايد خپلو محصلانو ته د کورنۍ دندې ، مونوګراف او حتی د تېزس ليکلو لپاره دې د نصير احمد احمدي د ناولونو په پورتنيو يادو شويو ښيګړنو د کار کولو سپارښتنه وکړي.».

د نصیراحمد احمدي پر ناڅاپي مینه باندې د ده د ملگرو او مینوالو د تسلیت او خواشینۍ پیامونه:

 

  ارش ننگیال:

«نصیره یاره…!

ستا غم ډیر دروند دی!

ستا مرګ سخت ناهیلی کړم.

د شلو کلونو ملګری رانه بیل شو.

د پښتو ادب ستره هستي مو له لاسه ورکړه.

ای ربه! نصیر ډیر سپېڅلی انسان و، ته ورته جنت الفردوس ورکړې…»

هادي هادي:

«د ملی شعور د راویښونکي، د افغانی وجدان راپارونکي او د روشنګرۍ د مخکښ لیکوال نصیر احمد احمدي ابدی سفر هم ودردولم او هم یې وژړولم. دا سړی باید د لا ډیر کار او زموږ اړ ملت ته د ډیرو نورو لیکلو له پاره ژوندی پاته وای، خو هی چې د ګور شپه په کور کیدای!!!

زما خوږ اروا همکاره، زما ملګریه احمدی جانانه! ورځه او آرام پریوځه! سفر دې آسانه او دایمی کور دې روښانه غواړم.

کرونا میراته عادی مه ګڼئ، لطفن هم ځان او هم نور له دې مرضه وساتئ.»

انجنیر زهیر:

«ډیر دردنکی او خوا شینونکی خبر !

زما دکلونو کلونو یار او خپل ولس ته ٫ د اصلاحی او روزنیزو پیغامونود لیږد ٫ دتعلیمي. ادارې همکار ٫ نصیر احمد احمدی صیب هم د ژوند پور پرې کړ .

د احمدي صیب د مرګ خبر د لوستلو سره سم مې په داسې حال کې چې سترګې مې له اوښکو ډکې وې ٫ د فیسبوک مسینجر ته لاړم او د احمدي سره د تیرو کلونو په جریان کې ٫ تبادله شوي چارټونه یا لیکنې مې ټولې سر تر پایه ولوستلې… چې نور یې هم سخت ودردلم .

احمدي صیب ! نور مې په وس هیڅ نه دي پوره خو بس همدومره به ووایم چې الله ج دې دجنتونو سردار کړه ٫ امین »!

صدیق الله بدر:

«اوس به راته څوک هغه څه ولیکي چې تا لیکل او…»

 

حنیف حیران:

«ولې نه چوې له دې غمه زما دله. . .

قسم دی که مې زړه مني چې احمدي صاحب نور له دې زاره چاودې نړۍ وکوچېد.

ما سره یې پغمان ته د تګ ژمنه کړې ده. ما ته یې اخري دوه ناولونه تیار ډالۍ کړي ایښي دي، وېل یې د یو همکار په لاس یې درلېږم.

ما ته یې له پښتنو ډک زړه نیم نه و خالي کړی.

ما ته یې د بغدادي پیر کیسې کولې چې د پیرانو ډله پسې ورغله وه چې دا نوم له کتابه لرې کړه، زموږ د سیدانو سپکاوی دی.

ما ته یې د نوي ناول خاکه ویله.

ما ته یې د جوجو د نوي ورژین موجود کیسه کوله.

زما او د احمدي صاحب د ډیرو شپو کیسې پاتې دي.

احمدي!!! تا زما مینې ته د (مینې) کیسه لیکلې وه، وېل دې چې پر مینه دې زه هم میین کړم.

احمدي!! تا له ځان سره نه، له موږ او خپلې خوارې ژبې سره زیاتی وکړ. موږ ته دا بخیله زمانه قسم په خدای که بل احمدي راکړي.

احمدي!!! ځه ځه ښه دې وکړل، په دې خلکو ولاکه ستا هیڅ قدر و، چا په ژوند ونازولې؟ چا دې نمانغونډه جوړه کړه؟ چا د زرو نه، بلکې د ګیلټو مډال درکړ؟

احمدي!!!!! اوس چې لاړې، اوس به د پښتو ناول او کیسې شهنشاه یادېږې.

احمدي!!! موږ د بخښلو نه یو،

احمدي!! زه د هر مړي شمېره ډیلیټ کوم او فېسبوک کې یې انفرېنډ کوم، تا سره به څه کوم؟

احمدي…»

رښتيا هم د ګل عمر لنډ وي. نصيراحمد احمدي يو بې‌جوړې «گل» و. جنت يې ځای او د خدای ديدار يې په نصيب. إنا لله وإنا اليه راجعون.»

هارون حکیمي:

«د نصیر احمد احمدي سره مو وروستی خدای پامانی وکړ. وروڼو ته یې تسلیت ته ورغلو، وامو ورېدل او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ مو ورکړ خو موږ ټولو ته ددې ضایعې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ پکار دی.

احمدي په کم وخت کي ‌‌‌‌‌‌ډېر، ارزښتمن، لوړ او روان داستاني آثار وپنځول.

د ټولني ذهني تنویر، فکري تعمیر او هیوادپالنه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږه بڼه وپالله. خو لا ‌‌‌‌‌‌ډېر داستانونه سته چي تاریخ کړي یې وای او لا ‌‌‌‌‌‌ډېر تاریخونه سته چي داستان کړي یې وای.

موږ به یې د فکر، آثارو او یاد درناوی کوو. روح یې ښاد!»

له نصیر احمد احمدي نه راپاتې اثارو، فرهنگي میراث او کامیابو تجربو ته په کتو، په ډاډ سره ویلای شم چې د نوي نسل د داستاني ادبیاتو ډېر لارویان به د ده پر پلونو قدم کېـږدي او د ده له کامیابو تجربو نه به استفاده وکړي، دا د نصیر احمد احمدي حق دی چې سړی ووايي: ده په اوسني وخت کې د پښتو ناول لیکنې یو ځانگړی داسې سبک رامنځته کړ چې په راتلونکې کې به ډېر پیروان ولري.

د نصیراحمد احمدي د لیکنې ژبه روانه او ساده وه، د راوي او پرسوناژ ژبه یې داسې وړاندې کوله لکه ده چې له نږدې پېژندل، د خپلو کیسو او ناولونو کرکترونه یې داسې انځورول لکه دی یې چې له کلونو ـ کلونو را په دېخوا پېژني او داسې یې خپلو لوستونکو سره مل کول لکه هغوی چې یې پېژني او په دې ډول یې  خپل لوستونکي له پېښو سره مل یو ځای روانول. دا یې د یوه ناول (رڼا) یوه لنډه برخه ده:

«بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلې راټولولې… کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدې شوه، يوه هلک منډه کړه او له خولې  څخه يې يوه چيغه راووته :

ــ هله پيريان!

يوې نجلۍ په بيړه بوړبوکۍ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو، څو ګامه يې واخستل، ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه. بوړبوکۍ څو دورې وخوړې . بيا د  ډنګرو مېږو او اوزو په منځ کې تاو راتاو شوه اوخپله مخه يې ونيوله .

نجلۍ ودرېده، له خپلو سترګو څخه يې خړ او سپېره ويښته لرې کړل او په بوړبوکۍ پسې يې په وېره وکتل. هلک په بيړه ورنږدې شو او په حيرانۍ يې وويل :

ــ ته خو يې حلاله نه کړې !

نجلۍ مېـږو او اوزو ته  سترګې ورواړولې، کله چې روغې ورته وايسېدلې،  په څېره کې يې خوښي راټوله شوه،  بېرته يـې دونې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، سر يې وځړېد او فکر په مخه کړه.

هلک  په خُشکه  (غوسه) وويل:

ــ ته  پمنه يې!  هيڅ بلا دې نه وهي!

نجلۍ غلې وه .

هلک زياته کړه :

ــ ما د بوړبوکۍ په مينځ کې د پيريانو خبرې واورېدې، ويل يې چې دا کرغېړنه په حلالېدو نه ارزي .

د نجلۍ سر ځوړند و.

هلک له خپلې غاړې څخه لينده خلاصه کړه، يوه ګيټۍ يې پکې کېښوده، د نجلۍ خواته يې ونيوله او و يې وويل:

ــ ودي ولم!

نجلۍ سترګو ته لاس ونيو. هلک لينده يوې څرمښکۍ ته ورواړوله. پر هغې يې وار وکړ، خو څرمښکۍ په يوه ګڼه سپانده کې ننوته . شېبه وروسته يې  په لوړ غږ وويل:

ــ اي چينجنې! مالونه را وګرځوه!

نجلۍ سر هسک کړ، په بيـړه ولاړه شوه، منډه يې کړه، خو يودم ځای پر ځای کېناسته. خپلې لوڅې ښۍ پښې ته يې لاس ونيو.

د هلک سپـږمې وپـړسېدې او په کاوړ (غوسه) يې چيغه کړه!

ــ ژر کوه! اى دسپي لورې!

نجلۍ په رېږدېدلي غږ وويل:

ــ  پلار ته مې مه تېرېږه!

له دې سره يې د غوږ تر څنګ د ګيټۍ د تېرېدو نرۍ شڼا واورېده.

د نجلۍ په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې، پخپلو تېرو نوکانو يې له پوندې ازغی ويست او د يوه سيرلي خواته ګړندۍ روانه شوه. څو ځله دسيرلي مخې ته ودرېده، خو سيرلي ټوپونه وهل، نه يې نيوی ورکاوه او نه هم نورو مېږو او اوزو ته ورګرځېده. نجلۍ  بي حوصلې شوه، ځمکې ته يې لاس کړ، يوه کوچنۍ ډبره په ګوتو ورغله او ورسره د سيرلي پښو ته نږدې مړه دوړه پورته شوه.

نجلۍ ستړې وه، بې سېکه وجود يې لړزېده، بېرته توت ته ورنږدې شوه او سيوري ته کېناسته، خو دې لا دمه نه وه جوړه کړې چې څڼو ته يې ګوتې ورولوېدې .

نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې يې څو درانه دردونه تېر شول، بيا يې په  ژامه يو سوک وخوړ او پر خاورو  پړمخې پرېوته .

هلک چيغه کړه :

ــ  تا زما پر سيرلي وار وکړ!  هغه يې په اتلس سوه  غوښت، خرې ، لغړې، پمنې!  ته ودرې ! مور  به مې څڼې دروشکوي!

نجلۍ سر هسک کړ، له پزې نه را وتلې وينه يې د لمر رڼا ته وځلېده، منډه يې کړه ، په يوه  لويه ډبره کېناسته او په چيغو چيغو يې وژړل ….ښه شېبه يې اوښکې تويې کړې، بيا يې په نهېلۍ دښتې ته وکتل ، لرې په يوه موټر پسې سپېره دوړه روانه وه …وروسته يې مخامخ  پرتو غونډيو ته سترګې ورواړولې.  په يوه هسکه شنې، زرغونې جنډې رپېدلې …هغې تر ډېره هديرې ته وکتل، بيا يې يو سوړ اسويلی ويست، بېرته يې د دښتې خواته ورمېږ کوږ شو، دوه_ درې شله ګامه لرې يوه موټر ته درې تنه ولاړ وو، وروسته دوه کسه د دوی خواته ور روان شول او دريم يې دموټر بانټ ودراوه.

هلک له ځان سره و ډونګېد:

ــ راغلل !

له دې  سره يې دمېږو خواته ګړندي ګامونه واخستل…خو شېبه وروسته يوه ښځينه غږ ځای پرځای  ودراوه:

ــ دلته راشه ګرانه!

هلک په حيرانۍ سره شا ته وکتل. د توت سيوري ته يوه سرتور سر ښځه او يو په ونه لوړ نارينه ولاړ وو.

هلک په بيړه وويل:

ــ زموږ ژبه مو زده ده؟

دنګ ځوان ښځې ته وکتل، دواړه موسک شول، سړي وويل:

ــ زه جمال يم او دا هم ګلالۍ نوميږي. ، ستا نوم؟

د هلک پتري نيولې خړې شونډې وخوځېدې :

ــ بازو!

وروسته يې خپله خبره پسي وغزوله :

ــ تاسو د امريکانيانو ( امريکايانو ) غوندې ښکارئ، خو دوی بل رنګه خبرې کوي، له ټوپکو سره راځي، لمنې نه لري، نور مو فرق نه سره کيږي.

سړي  په خندا وويل:

ــ د چا زوی يې؟

ــ د جانداد.

ــ کوم جانداد؟

ــ د ملک عبدالکريم د کلي.

د سړي خندا زور ونيو:

ــ اى زوروره! ته خو کليوال وختې!

هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل، سړي خپله خرېيلي زنه وګروله او ويې پوښتل:

ــ خو پلار مې دې پر ځای را نه ووړ؟

هلک په غرور وويل:

ــ پلار مې ټول خلک پېژني، د سرونو په جوړولو کې يې نوم وړی، سلامت درې کلي اولس لري…»

د نصیراحمد احمدي مړینه د ده د کورنۍ له پاره،

د پښتو ادبیاتو او فرهنگ له پاره،

د ده د کتابونو لوستونکو او مینوالو له پاره،

او د هنري ادبیاتو، په تېره ناول لیکنې له پاره لویه ضایعه او تشه ده، چې تر ډېرو به دا تشه ډکه نه شي.

خدای بښلي احمدي ته  جنتونه، کورنۍ او خواخوږو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوم.

ارواح دې ښاده او یاد دې یې تلپاتې وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.