د،،په،، او ،، له،، سم کارول

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

1,160

هیله ده ژبپوهان او ژبمینوال یې ولولي

ما له ځان سره پتیېلې وه، چې ګوندې نور لیکلو ته زوړ یم او بس دۍ، خو کله، کله نه کیږي. یوه درانه لیکونکي د ،، په ، او د ،، له ،، په کارونه داسې لیکلي:

که دا د لیکونکي غونډالې سره بېلې، بېلې وڅېړو، نو ښه به پرې وپوهیږو:

لیکي:

لومړی: ،،په یوه جمله کې (په) او (له) استعمال ځکه دقیق مهم دی، چې په اکثره جملو کې یو د بل ضد مانا ورکوي.،،

لومړي ته: په لیکنه کې وګورۍ، چې دا ،، یو د بل ضد،،  یعنې دا مخامخ یې څنګه روښانه شوی دی. و به ګورو، چې دا

اول: یو بل بېل څه دي

دوه: داغونډالې هم ناپوره دي.

لیکي:

دویم:

 ،، که په یوه جمله کې (په) د (له) یا (له) د (په) په ځای استعمال شي، نو د جملې ټوله مانا ورسره غلطېږي، د لاندې دواړه جملو تر منځ یوازې (په) او (له) کې توپیر دی.،،

دویم ته : دا سمه ده، خو کله او څنګه پوهېږو، چې دا یو د بل پر ځای کارول شوې ده؟

وبه ګورو، چې دا کار یې په راوړو غونډالو کې نه دی  کړی او پرته له دې د غونډالو موخو ته به هم پام وکړو او بیا به یې ولیکو چې څنګه دي.

یوه له مخه

غوره یادونه یا پام: وبه ګورو، چې د موږ ستونځې، داپه دې پرېپوهېدنه، چې د ټولو لیکوالو یاه ښه یې د ژبې ژبلاريزې ستونځې په دې کې دي، چې موږ تر اوسه پورې د حالتونو او همداسې د پوستپوزېشنونو یا پسې ځاینیوو په پېزند او کارونه یا له کاره غورځونه کې دي. بیا هم دا غوره یادونه ده، چې پوره پاملرنې ته اړتیالري.

لیکي:

دریم: غونډالې:
،، (په ځینو خلکو انسانیت ختم ده.)

مطلب دا چې، ځینې انسانان دومره انسانیت لري، چې حد یې پکې کړی وي، یعنې داسې خلک هم شته، چې د انسانیت درجې څخه هم لوړه درجه لري.،،

دریم ته: روښانونه هم د پوښتنې لاندې ده، چې،، انسانیت ختمېدل،، یو کمیز حالت دی. هغه غوره یې، چې هغه د غوڼدالې موخه ترې پوهېږو، غونډاله کې نه شته او هغه پسېځاینیوی یا پوستپوزېشن دی، چې له هغه سره به غونډاله داسې پوره کړو:

په ځنو خلکو ،، کې ،، انسانیت ختم دی.

،،په خنو خلکو،، دا د  اوبلیکوس یا پروت – په نورو ژبو یا لږ تر لږه الماني کې داتیو – حالت دی، چې ،، په ،، پرته له دې – ځينې خلکو – څه پرېپوهېدنه نه لري( د ما ،، … ،، لیکنه دې په تاند او دعوت خپرونو یا دما دا اوس خورونې ته په کتابتون.کوم کې چمتو ،، د ښونځې لپاره ژبلار،، کتاب کې په څو لیکنو کې لوستلکېدی شي.

نو د پورته له ما څخه راوړل شوې غونډاله کې دا ځنې له انسانیت څخه خلاص دي. ځنې کسان د ،، په،، او ،،پر،، کارونه نه سره توپیروي، چې دواړه  د یو څه سره مل په کارونه کې د  حالت یا پېر سره راځي او دوي هم هر یو یو ځانګړی پسېځاینیوی لري او بېلې پرېپوهېدنې، چې دا سې یې لیکو:

– په ځنو کسانو کې انسانیت ختم شو.  او

– پر ځنو کسانو باندې انسانیت ختم شو.

په لومړۍ غونډاله کې ،، انسانیت،، په کې نور نه شته او په دوېمه غونډاله.

 انستانیت، چې راته یا راورېده، نو پر ده باندې ختم شو.

لیکي:

څلورم:

،،(له ځینو خلکو انسانیت ختم ده.)،،

څلورم ته: داغونډاله هم په خټه ناسمه ده او څو ډوله یې سمه یا موخې ته راوستلی شو:

په پورته غونډاله کې هم دا ،، له ،، د پروت حالت یاکازوس  سره پرېپوهېدنه لري، خوخپلواکه پرېپوهېدنه نه لري (دا هم د مخه په یاده لیکنه یا لیکنو کې کتلی شۍ او مینوالو ته یې ورلېږلی هم شم). په پای کې به برېښناپته ولیکم

له دې حالت سره درې( کېدی شي ډېر هم وي) اړیکویونه یا پسېځاینیوي(پوستپوزېشنونه) راتللی شي او هغه داد ي: څخه، سره، کره. نو اوس پورته غونډاله داسې لیکو:

له ځينو خلکو څخه( سره، کره) انسانیت ختم ده. دا غونډاله د ،، څخه،، سره  ژبلاریزه سمه نه ده، ځکه، چې دا له یو چا او یا له یو څه لرې کېدل دي،  نو سمه به یې داسې ولیکو:

له ځنو خلکو څخه انسانیت لاړ.

که دا له ،، سره،، په لاندې توګه ولیکو: له ځینو خلکو سره انسانیت ختم ده، نو د دې کس سره نور انسانیت نه شته. او که

له،، کره،، سره یې ولیکو، له دوې- یا ده کره هم نور انسانیت نه شته.

پوره پام ورته وکړۍ.

دا نوره نه غزوم، خو پسې راوړنې یې هم سمې نه دي. دا چې دا دموږ د ټولو ستونځه ده، نو ټول باید ورته زیر شو.

که په اړه مو لیکنو او  خبرو ته زړه کېده، نودما برېښنا پتې له لارې یې هم سره کولی شو. د ما نیت د چازړه بدول نه دي، خو د حالتونو او اړیکویونو په سمون ټينګار کوم.

E.mail: smakhan1946@gmail.com

بیا به هم د اوبلیکوس یا د داتیو حالت او د اړونده  اړیکویونو لپاره څو غونډالې راوړم:

— له هغه څخه(سره، کره) …

— پر میز باندې.

— په کور  کې

—  و هغه ته

— تر کابل پورې

په پورته غونډالو کې له، په، پر، و، تر، دا د داتیو حالت مورفېمونه دي او خپلواکه پرېپوهېدنه نه لري.

څخه، سره، کره، باندې، کې، پورې، ته،  دا ټول اړیکویونه یا دلته پسېځانیوي دي.

موږ په پښتو یا لږ تر لږه په داتیو حالت کې سنترپوزېښنونه نه لرو. موږ په ناسم توګه ،،له هغه څخه،،  کې تر اوسه پورې دا ،،له…څخه،، سنترپوزېشن باله او همداسې  دا نور.

پای یادونه: له ګرانو لیکونکو څخه دا هیله راته د لیکلو وړ برېښي، چې پورته غونډالې پوره ولیکي، داپه دې پرېپوهېدنه، چې ، څخه، سره، کره، کې، باندې، پورې، ته، په غونډالو کې مه پرېږدۍ.

دامو تراوسه پورې په پښتو کې نااوبی شوې ستونځې دي، چې د لومړي ځل او لومړي کس په څېر مې میندلي او په سمون یې کلک ولاړ او ورته جوګه یم. دا د ځان ستاینې له امله نه کوم، دا د غوره والي له امله کوم، چې جدي یې ونیسو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.