پښتون قام

عبدالباري جهاني

1,841
کندهار که ننګرهار که پېښور دی
یوه مېنه یو غلیم یو یې سنګر دی
له اټکه تر کنړه تر هیلمنده
له ارغند څخه تر سواته یو ټبر دی
له خوشحاله تر میرویسه تر احمده
په سینه د دښمنانو کي خنجر دی
د تاریخ هره کیسه یې حماسه ده
یا میوند یا پاني پټ دی یا خیبر دی
هم په جنګ هم په جرګو کي دی ښاغلی
که ماشوم دی که زلمی که ږیره وردی
« لکه ونه مستقیم پر خپل مکان دی »
تر بهار لا په خزان کي تازه تر دی
چي یاجوج ماجوج یې نه سي ړنګولای
د کتاب د کرښو سد سکندر دی
له چنګېزه تر اورنګه تر انګرېزه
د دېوانو د لښکرو مخته سپر دی
خالق جوړ کړ عزراییل د دښمنانو
د زمان په وزرونو کي شهپر دی
ړندوي د ابوجهل غبرګي سترګي
پورته سوی د بلال ږغ پر منبر دی
چي پرون د آسیا زړه وو بلل سوی
سبا تاج دی د نړۍ پر سر افسر دی
یوه ورځ به له درانه خوبه ویښیږي
نن یې بخت په اسمانو کي مرور دی
ماتوي به د پولادو ځینځیرونه
دا د وخت په افسانو کي زورور دی
ما يې لوستي پر تندي لیکلي کرښي
پیدا سوی په ازل کي شمله ور دی
ما ته وخت یوه خبره را ښودلې
چي په هري تیاره شپې پسي سحر دی
تل به نه وي هره شپه مظلومي ساندي
ما په اوښکو کي لیدلی یو اثر دی
جهاني چي مي قلم دی پورته کړی
د هر خیال په بدنه کي مي وزر دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتي دوه ویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.