په پښتو کې د ء اړتیا ؟

ډاکتر ماخان مېږی شینواری

1,209

په پښتو کې د ء اړتیا (؟)

د ،،ء،، لپاره په پښتو کې ځای نه شته.

غوره د پام وړ: په پوهنیزه لیکنو کې چې یو څه تولیز نه وي، هغه باور نه لري یاسم نه دي.

پیل یادونه: زه به ،،هغه راغۍ،، او ،،هغه وویل،، کې دا د لومړي غ هغه جګ ویل وبولم او دا دویم  به پروت ویل وبولم. زه په رېښتیا په دې مفتح او فتح باندې سم نه پوهېږم او نه یې پښتو کې لرو او په دې هم نه پوهېږم، چې عرب به یې څنګه بولي، نو عربي ته د درناوي په بنسټ یې نه لیکم. هیله ده راته برګ نه شۍ.

د موږ ستونځې له غږ سره دي، چې دا په پښتو کې څنګه دي؟

په وییونو کې موږ یا په هره ژبه کې د غږ لاندې یا له غږ څخه په هغه ویی کې سېلبې یا که غواړۍ سیلاب پوهېږو. دا پورته دوه،، هغه،، دوه سېلبې لرې.‎، خو په ویلو کې یې څرګند توپیر شته.

لږ تر لږه د الماني ژبې په ویونو کې داسې ده، چې هر غږلرونکی توری په ویي کې یوه سېلبې جوړوي( ځانګړنې به ولري)، خو  په پښتو کې داسې نه ده یا تر اوسه داسې نه وه. وبه ګورو، چې همداسې دې وي او که (؟) دا ء دې ورزیات شي او په کومه ژبلاريزه لارو.  که لږ تر لږه موږ پښتانه  د غږ سره –لکه څنګه چې دی – هم بسیا وکړو او دا هم کیږي لکه ډېرې نورې ژبې او تراوسه پورې مو چې دا کار کړی، بې له کومو ستونځو.

دموږ د ء هغه ډېر لیوالان دا ه، و ،ی او یا د نورو بېغږه تورو سره، چې جګ یا پروت ویل کیږي ورزیاتوي، خو راځۍ، چې لار ته یې فکر وکړو، چې په کومه ژبلار، همداسې په کومه لار او په څومره ګټو.

که دا پورته راغلي ،، هغه،، کې پام وکړو او یا مو یې لږ اند ته راولو، نو زیات وخت د ه  د و او ځنو نورو تورو په سر یې لیکو یا لکه ءه او نور. اوس به د دې لپاره یو څو بېلګې راوړو

لومړۍ بېلګه: زړه او زړه

ګوره داخو کټمټ لیکنه لري، خو هېڅ وخت به څوک ،،د زړه درد،، او  ،،یوه زړه ښځه لیدل،، کې داسره بدل نه کړي او پر لوستلو باندې یې پښتانه پوهيږي. دا یو یې یو سېلبي دی او دا بل دوه، نو دا دء مینه وال به داڅنګه سره توپېرکړی شي؟

دا لومړی به همداسې پرېږدي او که زړءه به ولیکي؟

دا دویم دوه سېلبې لري، نو باید زءړه او که ،،زءړءه،، ولیکل شي.؟

همداسې په  ،،سره،، له یو چا سره، ،،سره،، هغه مواد چې پټیو ته یې د ښې غلې لپاره ورکوي او همداسې ،، سره،، د یوهڅه خوي چې ښځینه وي او سور رنګ ولري او همداسې ،، سره،، لکه سره ښوروا.

په پورته د لومړي او دویم ،، سره،، دوه سېلبي دي او توپیر یې د ،، س ،، سره پیل کيږي، چې لومړی جګ ویل کیږي او دویم پروت، دا دریم او څلورم یو سېلبي دی او څلورواړه ،، -ره،، همغه یو ډول ویل کیږي.

له دې سره به نو څه کړو؟

وړاندیز به نو څنګه وي؟

لومړی ،، سره،، ولاړ دا دواړه سېلیې یې یو ډول ویل کېږي، نو وبه لیکو: ،،سءرءه،، یا ،،سئرءه،، که یوه ته ء لیکې نو دې بل ته یې هم باید ولیکي او که دا  -ره دلته ،، ه ،، لري او بسیا به کوي، نو لیکې به ،، سءره،، د س پسې ء باید ځکه وي، چې غږ دۍ.

دویم ،، سره،، دلته س پروت ویل کیږي، نو باید س یا یو بل ډول یې ولیکو، چې داء یې ورلاندې وي او یا سئ ځکه چې هغه په لومړي کې خو ء د غږ ځای ونیوه. سرءه یا بې له ء ، ځکه چې ،، ه،، لري.

دریم ،، سره،، خو یو سېلبي دي. دا به نو څنګه سره بېلوو؟

دا ،،-ره،، برخه یې لکه پورته او دا ،، س ،، خو د ،،ـره،، مل غږ جوړوي. څه به کړو؟

وړاندیز به وي، چې ،، س-ره،،.

اوس راځو دې ځنو نورو لیکنو ته.

ځنګل د ونو ځنګل، د ټال ځنګل او د لاس څنګل.

دا درېواړه دوه سېلي دي، چې په لومړي کې ،،-ګل،، جګ او په دې دویم او دریم کې ،، -ګل،، یو ډول او پروت ویل کيږي، نو څه به کړو، چې سره بدل یې نه کړو.

په لومړي ،،ځنګل،، چې دوه سېلبې دي او دواړه سېلبې یې جګې ویل کیږي، نو که څه لیکو باید دواړو ته یې ولیکو( ټولیز باوریوالی)، نو د نوي وړاندیز له مخې به ځئنګئل او دا دویم به لیکو،، ځئنګل،،

 ځ په دواړو او څ هم یو ډول ویل کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.