د ماشومانو په روزنه کې د پام وړ ټکي

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

1,947
له اولاد څخه ښه شخص جوړېدل د مور او پلار ستر ارمان وي. د دوی ښه روزنه د والدېنو مسؤلیت دی. خو د مختلفو ورځینیو بوختیاو له کبله پر والدېنو فشار وي نو په همدې سبب خپلو بچیو ته هغه رنګه، چې لازمه ده او دوی یې حقدار دي توجو نه شي کولی.
ارواپوهان پدې عقیده دي، چې کوچنیان د هغوی د والدېنو د خبرو په نسبت د هغوی له کړنو ډېر متاثره کېږي. والدېن خپلو بچیو ته ښې خبرې خامخا ښایي، مګر اساسي خبره دا ده، چې هغوی د خپل کردار او عمل پر مټ هغوی روزي. د بېلګې په ډول، یو پلار د خپلو بچو پر وړاندې سیګرټ څکوي خو هغوی ته وایي، چې دا ښه کار نه دی، مګر ماشومان بیا دا فکر کوي، چې که دا ښه کار نه دی نو ولې یې زما پلار کوي؟ البته دا ښه کار دی، چې زما پلار یې کوي، ځکه زما پلار تر هر چا ښه سړی دی. د والدېنو په کړنو اولاد نېغ په نېغه متاثره کېږي.
د ماشومانو سره دوستي
د مور او پلار لپاره دا اړینه ده، چې هغوی خپل اولاد خپل دوست او ملګري کړي، ترڅو هغوی د خپل ژوند هره خبره بې له ډاره ورسره شریکه کړي. کوم ماشومان، چې په کوچنیوالي کې له خپلو والدېنو سره ملګرتیا نه لري، نو په لس کلنۍ کې هغه د کور څخه د باندې د داسې ملګري په پېدا کولو کې کوښښ کوي، د چا په وړاندې چې هغه خپل د زړه خبرې وشي کولی. نو ددې لپاره والدېنو ته تر ټولو لویه مشوره داده، چې له کوچنیانو په اورېدلو کې تیز او په ویلو کې کرار واوسي.
تاسې غواړئ، چې کوچنیان مو بېدون له وېرې له تاسې سره خبرې وکړي؟ نو ددې لپاره تاسو ته د هغوی په کوچنیوالي کې هغوی ته دا احساس ورکول پکار دي، چې تاسې د هغې هرې خبرې تل ښه په غور اورئ. که ټوله کورنۍ  په سوله کې وي نو ماشوم خپل احساسات ښه اظهارولی شي. خو که هغه د دې احساس وکړ، چې تاسې له هغه سره لږ په سختۍ چلند کول غواړئ او د هغه نکتې لټوئ، نو شاید هغه له تاسره په خلاص زړه د زړه خبرې ونه کړي. ماشومانو سره په ډېر صبر او حوصله مخ کېږه او هغوی ته د خپلې مینې یقین وښایه. فقط هغه وخت د ماشومانو سره خبرې مه کوئ کله، چې هغوی په کومه ستونزه کې وي، بلکه په ښه شان د هغه ستونزه واوره او په غوښتنه یې ځان پوه کړه.
مانااخستل
ارواپوهان وایي، چې ماشومانو سره د خپرو کولو پر وخت په سړه سینه د هغه هره خبره واوره. چې ستا کوچنی، چې کومه خبره کوي، ولې یې کوي؟ ماشومان اکثر  وخت کومه خبره اخوا دیخوا کوي یا د هغه له خولې  څخه داسې خبرې وځي، چې په اصل کې د هغه په زړه کې نه وي. له پوره خبرې اورېدو مخکې ځواب ویل ښه کار نه دی. یوه خبره چې شروع کړي نو د بندولو او پرېکولو کوښښ یې مه کوه او مه ورته په غوصه کېږه.
 په کورنۍ کې اتحاد
خپلو ماشومانو ته دا وښایي، چې ستاسې خبرې به مني او درناوی به مو کوي. که مور او پلار په یوه خبره همنظري نه وو، نو د ماشومانو پر وړاندې دې خپل نارضایت نه ښایي، پدې سره د هغوی په زړونو کې ستا د غوراوي په سبب تاسو ته احترام کمېږي. په کور کې د خبرو کولو څخه وروسته فکر وکړئ، چې ماشومانو ته یې اصلاحي بڼه څرنګه وړاندې کړئ.
د اصلاح څخه مراد سزا ورکول باید نه وي.
د اولاد ښه روزنه آسانه کار نه دی. له اوله باید فکر وکړئ، چې د هغه روزنه څنګه پېل کړم؟ د روزنې یو مهم اړخ اصلاح ده، مګر د اصلاح څخه مطلب مازې سزا ورکول نه دي. د کوچنیان پدې پوهول پکار دي، چې په کور کې دغه اصول ولې وضع شوي او ګټه یې څه ده؟ پدې سره به هغه د ښه او بدو توپیر پخپله وکړي. د ماشومانو په روزنه کې د کور چاپیریال ډېر مهم عنصر بللی شي، چې د ماشوم پر ژوند لوی تاثیر لري. ماشوم خپل د ضرورت شیان له لمړني پړاو څخه د خپلو والدېنو څخه پوره کوي. والدېن خپلو اولادونو ته د ښوونکي په څېر وي او دوی ته د رول ماډل کردار ادا کوي. هغه کوچنیان خوش قسمته دي، چې د والدېنو پوره محبت او شفقت یې په برخه وي.
کتابونو سره تعلق
د ماشوم د اخلاقو جوړول د هغه کور پورې اړه لري، والدېن د ښې روزنې په موخه  خپلو بچو ته د کتاب لوستلو او د کتاب سره د مینې تلقین کوي. د ماشوم په زده کړه کې تر ټولو مهم عنصر د هغه او د کتاب تر منځ اړیکه پېدا کول دي. ډېری والدېن پدې پوهېږي، چې ماشوم یې په ښوونځي کې له داخلولو وروسته هغه ته یو ځانګړی ښوونکی وګماري نو ددوی مسؤلیت ختم شي، خو په اصل کې داسې نه ده، والدېنو ته پکار ده، چې له کوچنیوالي څخه د ماشومانو په مخکې رنګه تصاویر لرونکي کتابونه کېږدي. ماشوم د هغه رنګونو ته په کتو د کتاب سره دلچسپي پېدا کوي، چې دا ورته د نورو کتابونو د مطالعې لاره پرانیزي او د کتاب لوستو سره عادت کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.