ماشومانو ته د آزادو لوبو “فري پلی” میتود ارزښت

ژباړه: محمدشفیق شرفزی

1,531
د کوچنیانو فطرت داسې وي، چې تل  لوبې خوښوي. دوی اکثره وخت راټولېږي او په یونه یو شي ځانونه بوختوي او د تلویزیون، موبائل او ویډیوګېم پرځای خپل ځانونه د تخیلي فعالیتونو یا بدني حرکتونو سره مصروفوي او له دې خوند اخلي.
آزاده لوبه ‘فري پلیFreePlay’ چې معمولاً د ماشومانو لخوا ترسره کېږي، یوه غېر منظم او د خپلې خوښې سرګرمي ده، چې ماشومان پکې یو له بل سره ګرد راټولېږي او خپله طفلانه نړۍ انځوروي او پدې ډول خپل د تصوراتو ته پرمختګ ورکوي.
فري پلی لوبې د ماشومانو فطري تجسس په پرمخ بیولو کې د هغوی د دلچسپۍ او خوښې په نظر کې نیولو سره په مخ وړل کېږي.
له دې ډول میتود څخه معمولاً په وړکتونونو کې استفاده کېږي. پدې میتود کې ښوونکی د ماشومانو د لوبو شیان لکه واړه موټرکونه، د خټو څخه جوړ شوي کوچني شیان او داسې نور کوچنیانو ته ته په واک کې ورکوي. همداراز په ونو ختل او په میدان کې لوبېدل او دې ته ورته نورې لوبې دي چې غېر منظم تخلیقي پرمختګ ته لاره حواروي ددې میتود برخه ده.
امریکایي لیکوال Bob Hughes د ماشومانو د لوبو لپاره ۱۶ قسمه طریقې ښودلي. دغه ټولې لوبې د ماشومانو جسمي، ټولنیز، علمي، تخلیقي، احساساتي او سلوکي نشونما اړوند دي.
د بوسټن پوهنتون د ارواپوهنې استاد (پیټرګری) وایي “په فطري ډول کوچنیان باید ولوبېږي. کله چې هم هغوی ته د لوبو موقع برابره شي، نو هغوی لوبېږي”. پیټر ګری تفصیل ورکوي او وایي، چې د لوبو کمول په احساساتي ودې تاثیر اچوي، چې په نتیجه کې یې خپګان، زړه تنګي، بې توجویي او پر ځان باور له لاسه ورکولو ستونزې پېدا کېږي. د لوبو نه کولو په سبب ماشومانو د صحت، رواني روغتیا او د ټولنیزو او احساساتي مهارتونو په تر لاسه کولو کې د ستونزو سره مخ کېږي.
ماشومان د لوبو پر وخت د وېرې غوصې او نورو احساساتي کړنو په واک کې ساتلو طریقې زده کوي. د لوبو پر مټ هغه دا زده کوي، چې د عادي او غېر عادي او خطروناکو حالاتو سره څنګه ځان عیار کړي.
دا لوبه باید غېر منظم د ماشومانو به خپله خوښه وشي، دا هغه لوبه نه ده، چې د لویانو په واسطه به کنټرولېږي. او نه پدې کې غېر فعال لوبې لکه ویډیوګېم یا کمپیوټر او تلویزیون شامل وي.
په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو د لوبو فرصتونه کم رنګه شوي. ډېری عوامل دي، چې د ماشومانو د “فري پلی ” مطلوبه وخت یې خراب کړی، په کوم کې چې په تعلیم حاصلولو کې د زیات وخت مصرفولو زور شوی. د مامورینو یا کاروبار والا والدېنو ماشومانو ته د سکرین وخت زیات ورکول او دباندې کم وتلو ترکیز د یادولو وړ دی.
ملل متحد د ماشومانو د سالمې روزنې په خاطر لوبو ته خاص ارزښت ورکړی او دایې ددوی بنیادي او اساسي حق ګڼلی.
لوبې د ماشومانو به علمي، جسمي، ټولنیز او احساساتي فلاح او بهبود کې خورا مهم بللی شوي. نن سبا د تعلیم په حاصلولو کې د جبرانوونکي بوج په سبب ماشومانو سره د لوبو کولو وخت له سره نه شته  او که کوم زره وي هم هغه د مبائل په ګېمونو او تلویزون مصرفوي. فلهذا د تعلیم او لوبو تر منځ باید توازن وي.
د “فري پلی ” ګټې 
ـ د ماشومانو خپل تخلیقي صلاحیت کارول او خپل تخیل او نورو قوتونو پرمختګ ته اجازه ورکوي.
ـ کوچنیان د ښوونځي چاپیریال او نورو زده کوونکو سره بلدتیا پېدا کوي. ماشومان د نورو سره د خبرو کولو پر مټ د خپل چاپیریال سره اشنایي پېدا کوي.
ـ د مسایلو د حل لارې چارې پېدا کوي.
ـ د ماشومانو به ضابطې باندې مثبت تاثیر اچوي.
ـ د فېصلې کولو مهارتونه ورزده کوي.
ـ په ګروپ د کار کولو مهارت ور زده کوي.
ـ د مناضعاتو د حل لارې چارې ور زده کوي.
پدې میتود کې د ماشومانو د منډې وهلو، سایکل چلولو او نورو بدني ورزشونو لپاره هم ګټور دي. ډېری پوهان پدې عقیده دي، چې چاغښ او جسمي برابرۍ کې کمښت یو سبب د دغه شان لوبو کمی دی. غېر منظمې لوبو وخت او بېرون لوبېدل اوس له پخوا څخه هم اړین دي. والدینو ته پکار ده، چې د ماشومانو د لوبو لپاره وخت ځانګړی کړي، چې هغوی پکې د خپلې خوښې لوبې وکړي. په یاد مو وي، چې دلته باید د مبائل اوتلویزیون وغېره لوبې ونه شي. پدې سره به د هغوی په اعتماد کې زیاتوالی، مشاهدو کې پرمختګ او تخلیقي صلاحیتونو  کې پرمختګ راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.