د کوچنیانو جنسي روزنه / ښویالی محمدشفیق شرفزی

0 1,115

و ورځې مخکې له یو کوچنۍ ماشومې سره جنسي تېری شوی و، چې دا کار د خواله رسنیو لپاره څو ورځې د سر ټکي و، د هرچا په ژبه د دې د مذمت او غندلو خبرې ښکته پورته کېدې. دا یو داسې پېښه وه، چې یوه کوچنۍ جنۍ چې د دوېم ټولګي زده کوونکې وي او په یو داسې ښوونځي کې زده کړه کوي، چې هلته هلکان او جنکۍ په یو وخت په ښوونځي کې په زده کړو بوخت وي. له بده مرغه یو بدمزغه د یو کس لخوا د شاګرد په واسطه دې جنۍ ته په نشه یی توکو ملوث یو چکلېټ ورکوي کله چې جنۍ بې هوښه کېږي د ښوونځي شاته یو خالیګا ته ورړل کېږي او هلته پرې جنسي تېری کېږي.

د دې پېښې مالومات هغه وخت وشو، چې کله د معصومې جنۍ پلار ښوونځي ته د لور د وړلو لپاره راشي کله یې چې پلار د لور الوتی رنګ وګوري او د لور لخوا د ګیډې د درد فریاد واوري، پلار یې ژر ترژر ډاکتر ته ورسوي او له معاینې وروسته معلومه شي، چې جنسي تېری پرې شوی دی. پلار یې سمدواره پولیس له ځان سره واخلي او ښوونځي ته ولاړ شي، پولیس پلټنې پېل کړي او د ښوونځي امر او مشکوک کسان له ځان سره د تحقیق لپاره حوزې ته راولي. کله چې اصلي مجرم تشخیص شي نو هغه د زندان تورو خونو ته ختا کړي او بېرون له زندانه د عوامو لخوا د هغه د وژلو او سنګسارولو مظاهرې پېل شي. په هر صورت معصومه جنۍ، د جنۍ کورنۍ، خپلوان یې، اړوند ښوونځی، زده کوونکي، ښوونکي، د ښوونځي مشران او په ټوله کې د جنکیو او هکانو په ګډه زده کړه ټو د سوال لاندې راغلل. دا ولی؟ او داسې ولی وشي؟

د انسانیت په نوم تور او وحشي زناور او د خدای، اسلام او د انسانیت له تهذیبه ناخبره مخلوق د خپلو څو دقیقو خواهشاتو د نه کنټرولولو په صورت کې د یو چا ژوند د خاورو سره خاورې کوي. دا اولنۍ پېښه نه ده؛ داسې ډېری بیلګې شته، چې د نړۍ په هر ګوټ کې تر سترګو کېږي.

دا رښتیا ده، چې کوچنیان د باغچو د نازکه ګلانو غوټۍ، غونچې او خوشبیې دي، مګر ددې ساتنه، پالنه، ابیاري، باغواني او خسمانه د والدینو فرض او د کورنیو د سرپرستانو ذمه داري ده. اولاد که جنۍ وي یا هلک د الهي لویه ډالۍ او ګران بها نعمت وي، چې یې هیڅوک نه ردولای شي او نه یې بدلولای شي. انسان پدې معامله کې بې وسه دی، الله(ج) چې چاته څه وغواړي هماغه ورکوي.

د تولد څخه نیولی تر بلوغت پورې او ددې څخه ورسته هم د اولاد اسلامي تعلیم او دیني تربیت د هرې دورې مهمه تقاضا او د هر وخت لویه اړتیا ده. د کوچنیانو د ارواپوهنې عالمانو له مختلفو زاویو څخه د کوچنیانو د روزنې د اهتمام لارښوونه کوي او د یو ښه شخصیت جوړلو د روزلو لپاره یې رنګارنګ کتابونه لیکلي دي. د ارواپوهنې عالمان وایي، چې د کوچنیانو اخلاقي، ټولنیز، ذهني، حسي، احساساتي او جنسیتي روزنه د والدینو او د کور د سرپرستانو لپاره خورا اړینه ده

په اسلام کې د کوچنیانو لپاره د روزنې تلقین سره سره په دوی کې د مثبت عادت پېدا کولو فطري طریقه اختیارولو د تعلیم امر هم شوی. په ابتدایی عمر کې د کوچنیانو په درون کې د زده کړې صلاحیت زیات وي، هغوی د هر څه په اړه د نقل کولو او د لویانو په څېر د لویو کارونو کوښښ کوي. د امام غزالي(رح) د وینا مطابق ددې عمر لرونکي کوچنیان پاک نفسه او  تازه غوټیو په شان وي، نو دوی باید په نیکو کارونو کې عادت کړو او په همدې شکل یې وروزو. کوچنی چې کله دې نړۍ ته راځي نو فطرتاً سلیم الطبع وي.

پېغمبر( ص) فرمایي: هر ماشوم د سلیم فطرت سره پېدا کېږي، دا د ده والدینو پورې اړه لري، چې د هغه څخه یهودي یا نصراني یا مجوسي جوړوي. ټولنه ده چې د ماشوم پاکیزه فطرت پراګنده کوي، فلهذا د کوچني لپاره چاپېریال او خلک دواړه په اسلامي عقایدو برابرول پکار دي، ځکه چې پر شخصیت باندې د وراثت له تاثیراتو زیات تاثیر د ټولنې تاثیر وي او په روزنه کې یې مهم رول لري. وایي چې عادت ۳۰سلنه مورثي وي او باقي ۷۰سلنه د چاپېریال څخه اخلي

یوځل له حضرت احنف بن قیس( رض) څخه حضرت معاویه( رض) وپوښتل؛ چې د اولاد سره څه ډول سلوک او چلند پکار دی؟ ځواب ورکړل شو؛ چې اولاد زموږ د زړونو ټوټې دي او زموږ د ژوند ثمره ده، زموږ حیثیت ددوی لپاره د ځمکې په شان دی، چې ډېر نرم او بې ضرره دی او زموږ موجودیت دوی لپاره د سیوري مثال لري او موږ ددې په ذریعه لوی لوی کارونو د ترسره کولو جوګه کېږو. نو که چېرې هغوی د کوم شي مطالبه کوي نو موږ یې ورته په پوره کولو کې پوره هڅه کوو، چې په نتیجه کې هغوی له موږ سره د محبت اظهار کوي او د پلارولۍ کوښښونه مو خوښوي.

د کوچنیانو د جنسیتي روزنې اړوند څو ضروري خبرې غواړم دلته ذکر کړم، که یې په پام کې ونیسو، نو د کوچنیانو په جنسي تشدد او تېري کې به ورته تر ډېره مرسته وکړي او د دې خوفناکه او غمناکه پدیدې په شنډولو کې به مو په ژوند کې پکار راشي.

جنسي روزنه څه ته وایي؟

د جنسي روزنې څخه مراد او مقصد د کوچنیانو د عمر سره سره، چې په هغوی کې کوم جسمي او ذهني تغیرات راځي د هغې اړوند مسائلو باندې د کوچنیانو پوهول او اګاه کول دي او په دې اړه د دیني او ساینسي معلوماتو وړاندې کول دي. والدینو لخوا خپلو کوچنیانو ته ددې روزنه هغه وخت پکار ده، چې کله ورته ضرورت پېدا شي. پدې موضوعاتو کې له ټولو څخه ضروري خبره داده، چې کوچنیانو ته د هغوی د خصوصي غړو پوهاوی او شعور ورکړل شي؛ ورته وویل شي، چې په ژوند کې په غړو یې بل څوک لاس وهلو ته پرېنږدي. د دوی د عمر په تېریېدو سره او غټېدو سره د دوی په ذهن کې پېدا کېدونکي خواهشاتو د کنټرول لارې چارې ښودل پکار دي. د احتلام په صورت کې غسل، حمل، د ښځې او میړه تر منځه د واده اړیکې او د زنا دیني او دنیاوي زیانونه په مناسب عمر کې د بحث لاندې ونیول شي او په حقیقت کې همدې ته جنسي روزنه وایي.

د کوچنیانو د خوب ځای باید له والدینو جدا وي

رسول الله( ص) فرمایلي دي: کله چې مو کوچنیان اوه کلن شول نو پرې د لمونځ کولو حکم وکړئ او چې لس کلن شو نو د لمونځ د نه ادا کولو په صورت کې ورته سزا ورکړئ او د خوب ځای یې یو له بله جدا کړئ.

د کوچنیانو عمر چې د ۵ څخه تر ۶ کلونو ته ورسېږي نو که ممکن وي نو اطاق یې بیل کړئ، خو فکر مو وي، چې ځينې والدین خپلو کوچنیانو ته په بیله خونه کې کمپيوټر او د مبایل اسانتیاوې برابروي او ترې ځانونه غافله کوي، چې دا کار ډېر غلط دی او خراب عواقب له ځان سره لري. پر خپلو کوچنیانو باید دوامداره نظر ولرو او بلخصوص په هغه وخت کې، چې کله دوی په کوټه کې وي باید د کوټې دروازه ځان پسې بنده نه کړي او ددې اجازه هم ورنه کړل شي. که یوه خونه وي نو د هلکانو بستره دې د خویندو څخه بیله شي. همداشان که د هلکانو ملګري وي او که د لوڼو خورلڼې وي پرې خاص نظر ولرئ، ترڅو تاته د مالومات وي، چې زما د بچو ناسته پاسته د کوم راز خلکو سره ده.

کوچنیانو ته هغه وخت بسترې ته د تلو اجازه ورکړئ، چې کله یې ښه خوب راشي او کله چې پاڅېدل په بسترې کې یې توغلېدلو ته ډېر مه پرېږده، پدې ډول هغوی د والدینو په وړاندې د جسمي زورونې څخه مخنیوی کېږي، کنه نو بیا کوچنیان مخکې له مخکې په هغه خبرو اګاهي حاصلوي په کومو، چې باید د عمر په مناسب وخت کې پرې پوه شي. همداشان کوچنیانو ته د هغوی د غلطیو په وړاندې د سزا په طور هغه الفاظ وکاروي چې باحیا او مهذبه وي کنه نو په کوچنیانو کې د وخت څخه مخکې بې باکي راځي، چې دا بیا د والدینو لپاره لوی سردردی دی.

د کوچنیانو مشغول ساتلو کوښښ وکړئ!

د وخت ارزښت او قدر د کوچنیانو په ذهنونو کې واچوئ، دا خو به مو اورېدلي وي، چې (وزګاره ذهن د شیطان دوکان وي) او د کوچنیانو ذهن د سپینې ورقې په شان وي او ددوی پر ذهنونو هر رنګه لیکنه ښه لیکل کېږي او د هرقسم کړنو اثر نیغ په نیغه قبلوي، نو ددې لپاره ددوی دلچسپۍ ته په کتو سره هغوی ته د هغوی د ذوق مطابق مصروفیت برابر کړه. تلویزیون د وخت تېرولو ښه مشغولا نه ده، بلکه د کوچنیوالي د خیالاتو یو خرابترینه کړنه ده او ویډیوګیم کوچنیان بې حسه او متشدده کوي، انټرنټ او مبایل ورته د قاتل هسې وي. هو داسې لوبې، چې پکې جسمي مشقت ډېر وي نو داسې کړنې بیا کوچنیانو ته ښه دي، چې پکې د بدن غړي حرکت وکړي، ستړي شي او بیا ښه خوب وکړي.

د کوچنیانو په مصروفیتونو باندې نظر ساتئ!

په یاد ولرئ! والدین جوړېدل یوه دنده ده؛ خپلو کوچنیانو باندې د لمانځه تاکید کوئ او تل یې د پاک ساتلو او نظافت ساتلو سره عادت کړئ. د جسم او لباس پاک ساتل په ذهن او روح مثبت تاثیر اچوي. هلکان سیده او جنکۍ پړمخه پرېوتلو څخه منع کړئ. حضرت عمر(رض) به په خپلو کوچنیانو په دې خبره سختي کوله، پدې دواړو حالاتو کې پر پرېوتو سره سفلي خیالات زیات راځي. کوچنیان په ښي اړخ (پېغمري خوب) پرېوتو باندې عادت کړئ. کوچنیان له وړکتوبه په خپل مخصوص غړو باندې په باربار لاس وهلو څخه منع کړئ هغوی ته یې د پټ ساتلو تلقین وکړئ، د بشپړ لباس د ښکلا سره یې عادت کړئ، چې په راتلونکي کې بدې پایلې لري او د بلوغت یا وروسته له بلوغته خدای مکړه د بداخلاقي او فحش سره عادت کېږي. د نابلده او اجنبي خلکو سره یې له ناستې پاستې منع کړئ او که هغه له یو خپلوان یا بل قریب سره زیات کیني پاڅي نو په غېر محسوس او محبت سره یې معلوم کړئ.

وخت په وخت یې کنټرول کوئ!

د کوچنیانو کوټه او شیان په غېر مستقیم ډول و کتل شي، والدینو ته دا مالومات تر لاسه کول پکار دي، چې ددوی په المارۍ کې کوم شیان دي او په بیک کې یې کوم شیان دي، خبره داده، چې په اوسني عصر کې شخصي پت بې پته کېدل د میډیا په مرسته پر موږ مسلط شوی دی له دې څخه خپل ځان او خپل کوچنیان ژغورل پکار دي.

په یاد ولرئ! که والدین د خپلو کوچنیانو روزنه ونه کړي، نو هغه یې له بېرونه زده کوي، چې پکې ډېره برخه غلطه او بې هوده وي. کله چې کوچنی د ۱۳ یا ۱۴ کلونو شي هلکانو ته دې د هغه پلار او جنکو ته دې د هغوی مور (سورت یوسف او سورت نور) د تفسیر سره تلاوت کوي او یا دې د کوم عالم او عالمې څخه لولي؛ ترڅو د هغوی عفت او پاکلمنۍ ارزښت او د پردې او حجاب احکام وپېژني.

الله( ج) دې زموږ پت او عزت خوندي وساتي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply