ماشومانو د نظافت ساتلو روزنه

لیکنه: محمدشفیق شرفزی

2,135
د کم عمره ماشومانو ذهنونه تل د یو نه یوشي زده کړې لپاره تیار وي، نو والدېنو ته پکار ده، چې دوی کله غواړي د یو څه په اړه خپل بچي ته مالومات ورکړي، همزمان دې د پاکۍ او صفایي د ارزښت په اړه هم پوهه ورکړي. او د هغه په شخصیت او عادت کې یې ورشامل کړي، چې پاکي او صفایي زموږ په ژوند کې څه ارزښت لري.
کله چې د پاکۍ او صفایي خبره کېږي نو موخه ترې د شیانو بېلول، پاکول، ترتیبول، تنظیمول او سلیقه جوړل دي. کله چې پدې پوهېدل غواړئ، چې د کور یا د کور چاپېریال د پاک ساتلو لپاره ماشومانو ته له کوم هنر څخه استفاده وشي؟ نو باید په ساده او واضح ډول ورته لارښوونه وکړو ترڅو ماشوم په شوق سره د کار اجرا ته زړه ښه کړي. دلته یو څو مشورې وړاندې کوم، چې ماشومانو د پاکۍ او نظافت لپاره مرستندویه دي.
د شیانو ترتیبول 
هغه ټکي، چې ماشومانو لپاره د پاکۍ او صفایي په وخت کې ډېر د پام وړ دی، هغه دادی، چې ماشوم باید کوم  شی چېرته کېږدي؟ د بېلګې په ډول، که تاسې غواړئ، چې ماشوم مو خپل کالي په دراز کې کېږدي،  بوټان د پوټانو په ځای او لباس د لباس په ځای کې کېږدي. نو مختلف شیان له یو بله جدا کړه او له دې څخه یو د ماشوم په حواله کړه او د منظم کولو لارښوونه ورته وکړه.
د ۴ تر ۶ کلنۍ عمر کې دغه مهارتونه باید زده کړي، ځکه د ښوونځي په دوره کې به یې بیدون له کومې لارښوونې په منظم ډول تر سره کړي. تاسې دغه کارونه د خپل ماشوم سره په کور کې په مختلفو ځایونو کې تمرینولای شئ. په کور کې د هرشي خپل ځای معلوم وي لکه د اشپزخانې توکي په اشپزخانه کې وي او صابون، ځان پاک، غاښونو برس او کریم وغېره په تشناب کې وي. نو باید دا زده کړي، چې کابونه، پیالې او دېګچی… په اشپزخانه کې چېرته کېږدي او د تشناب توکي په تشناب کې چېرته کېږدي. په یاد مو وي، چې په یو وخت کې یو کار  اجرا  کړي. که په یو وخت کې د ډېرو کارونو د ترسره کولو امر وشي نو ماشوم ذهن مختل کېږي.
تیارول 
د چای تیارول یا د دسترخوان حوارولو صلاحیت حاصلول توجو او وخت ته ضرورت دی، د وړکتون په دوره کې ماشوم د کالیو منظمول او په کارتن کې کېښودل زده کوي. د هر کار د ترسره کولو خپله طریقه وي. تاسې خپل بچي ته مختلفې دندې ورکولی شئ، لکه هغه ته دوه ځانپاکونه او یو پلاستیک خلطه ورکړئ او ترې وغواړئ، چې دغه منظم په دې لفافه کې واچوه. همداشان د کاغذ یوه پارچه هم ورکړه او ورته ووایه چې دا هم منظم کړه او په لفافه کې یې واچوه. دې سره هغه د شیانو منظمول او له هغې څخه د ساتلو عادت زده کوي. کله چې په لمړي ځل ماشوم درته چای، مڼه یا کوم بل شی د خوراک لپاره تیار کړ، واضح خبره ده، چې هاغسې یې تاسې غواړئ نه به وي، خو تاسې باید له تشویقي کلمو څخه کار واخلئ. تېره ورځ مې اته کلنې لور راته د لمړي ځل لپاره د الوګانو چپس پاخه کړي وو. مالګه یې زختې ډېره کړې وه، خو ما ورته وویل، ‘داسې خوندور چپس دې مور هم راته کله نه دي پخ کړي، ډېره زیاته مزه یې وکړه. دا لسګون ستا انعام!  واخله! خو لورې بل ځل چې یې پخی مالګه پکې لږه کمه واچوه’ که له داسې او دې ته ورته تشویقي کلمو څخه کار واخستل شي، نو باوري یم چې سمه لاره به مو غوره کړي وي.
پاکي او صفایي 
د ۴ او ۶ کلونو په عمر کې کوچني ته د دسترخوان پاکولو ذمواري ورکړئ او ورته روښانه لارښوونه وکړئ، چې څنګه د خوراکي توکو پاتېشوني ټول او چېرته یې واچوو. پدې سره د مسؤلیت احساس سره سره خپل ځان ته هم متوجه کېږي، ډېری ماشومان د خوراک په وخت کې ډېر شیان ګډوډوي، خو کله چې د دسترخوان پاکولو مسؤل شو نو لمړی خپله د ګډوډۍ او ضایعاتو مخه نیسي او له نورو کوچنیانو هم دا غواړی.
اوبه یا شیدې اچول
اوبه، شیدې یا نور مایعات خپله په ګلاس کې اچول او څښل یو داسې هنر دی، چې د والدېنو لخوا خپلو بچیو ته یې ښودل پکار دی.  په ښوونځي یا نورو ځایونو کې له کوچنیانو ددې کار توقع پخپله کېږي، چې هغه جوس وغېره پخپله په ګلاس کې واچوي او ویې څکي. تاسې خپل ماشوم ته د اوبو سطل، جګ یا بل لوښی ورکړئ او ترې وغواړئ چې یو له بل سره یې په ترتیب له اوبو ډک کړي که یې نه شو کولی حوصله افزایي یې وکړئ او یوه ښه لاره غوره کړئ تر څو ماشوم په پاکئ او صفایي سره لوښی ډک کړي. پدې وخت کې کوښښ وکړئ، چې  سترګې، ذهن او لاسونه یې همغږي وي که نه وي، نو یو داسې لاره غوره کړئ، چې درېواړه سره همغږي پېدا کړي. د حواسو کورډنېشن او همغږۍ لپاره لاندې لارښوونې ښایي ګټورې وي؛ د پړي لوبه، پړي سیده وغځوه او ماشوم څخه وغواړه چې په پړي داسې قدم ووهي، چې پښه یې ترې کوزه نه شي، د توشلو لوبه، مرۍ اوبدل، چیندرو لوبه او… چې د ۴ تر ۶ کلنۍ پورې کوچنیانو ته د ذهن د انکشاف په برخه کې ګټور وي استفاده وشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.