خليلزاد د طالبي غميزې زېږنده

سيد حسين پاچا

828

خليلزاد د طالبي غميزې زېږنده

بېمانه ابا ايله ابۍ ته تکړه وي

د دې چالاکه لغماني زور ايله پر موږ افغانانو رسيږي

بروس ريډل Bruce Riedel :

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

نوټ : تېر ته په کتو څنګه چې پاکستان په تېره بيا مشرف د بُش اداره ډېر مهارت سره اسانه تېر ايستلې وه، همداسې باجوه هم زموږ دغه لغمانی او ټرمپ دواړه تېر ايستلي دي. د ملا برادر تش په نوم خلاصولو يې پرې طالبان نړيوال سټېج ته ورسول چې دا د پاکستان يوه ستره هيله وه او هم يې ورته ويلي وو چې ((هند له طالبانو سره خبرو ته وهڅوي)). پاکستان د خليلزاد له ليارې ټولو موخو ته په ډېره اسانه او هوښيارې ورسېده. هم يې پرې افغان حکومت د خبرو په وخت کې يوې څنډې ته کړ او هم يې پرې طالبانو ته په قطر کې ښه مرفه ژوند برابر کړ. هم يې د غني او د ټرمپ ترمينځ اړيکي ساړه کړل. د خليلزاد خوله ولې طالب وپاکستان ته ماته ده؟ خليلزاد بايد د دې خپلې ګنده معاملې په تړاو وپوښتل شي.

د اور پر ليکه :

پروېز مشرف د خپل کتاب ((د اور پر ليکه)) د يوويشتم څپرکي په ۲۱۵ مخ کې ليکلي :

Virtually the entire world had made the mistake of not recognising the Taliban regime and establishing embassies in Kabul. I had propounded a different approach, asking several important world leaders to recognise the Taliban so that we could put collective pressure on them to change. If seventy or eighty countries had established embassies in Kabul, we might have been able to exert some influence on them. I said so to President Bill Clinton, and to then Crown Prince (now King) Abdullah bin Abdul Aziz al Saud of Saudi Arabia, and to Sheikh Zayed bin Sultan Al Nahyan of the UAE. Crown Prince Abdullah was most critical of Mullah Omar and called a liar. “I can never join a liar,” he said to me. “I hate liars.

تاسې ګورئ چې دا تور کونی مشرف څومره هوښيار وچالاک وو. له يو لورې ځان سپين باز ښيي او له بل لورې بيا نړيوال پړه بولي چې د دوی حکومت يې په رسميت ونه پېژنده. که دوی د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی وای، نو نن به مو پرې زيات زور راوړلی شوای چې په ځان کې بدلون راولي. ځان يې په دې خبره له پړې خلاص کړی دی. د بُن په غونډه کې خو همدا خليلزاد و پاکستان دواړه هلته ول ولې يې هغه وخت دا خبره نه کوله؟ دا هغه څه دي چې اسلام اباد پرې خپل ځان له پړې بچوي او مسووليت يې امريکا وخليلزاد ته ورګرځوي. اوس خو يې پر خليلزاد دا ټولې لوبې تر سره کړې، نو ولې پرې فشار نه راوړي او ولې د خليلزاد خوله ورته ماته ده؟

ان تر دې چې له نړيوالو مهمو څېرو په تېره بيا له ښاغلي کلينټن، پاچا عبدالله بن عبدالعزيز او شيخ زايد بن النهيان څخه يې هم غوښتي وو چې طالبان په رسميت وپېژني، خو پاچا عبدالله تر ټولو زياته پرې نيوکه کوله او ملا محمدعمر يې دروغژن بللو او مشرف ته يې په زغرده ويلي وو : ((له دروغژن سره نه يوځای کېږم)) او ويلي وو : ((دروغژن مې نه خوښيږي)).

Secret Pakistan

Pakistan has been accused of playing a double game, acting as America’s ally in public while secretly training and arming its enemy in Afghanistan according to US intelligence.

Figure 1 In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support” [Bruce Riedel, Advisor to President Obama in 2009]

بروس رېډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.

د سي آی ای يو پخواني مامور بروس ريډل وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله.

Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.

پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.

مشرف پوهېده چې له هرې غونډې نه وړاندې خپلې ذخيرې ته نور توکي ورواچوي. د مشرف او د بوش د کتنې په درشل کې به يې د القاعدې يو فعال راوويست چې دا دی څلورم کس، دا دی په القاعده کې درېيم کس مو ونيوه او په دې توګه به يې د انتقاد مخه ډب کړه.

په همدې مهال کې له اسلام اباد نه برېتانيا ته رسېدلو ريپوټونو هم د امريکا ادعا پياوړې کوله. ډګروال ريچارډ کيم Richard Kim د برتانيا د کابيني د استخباراتو پخوانی مشر وو چې د ايم آی شپږ (MI 6) او ايم آی پنځو (MI 5) له ادارو ريپوټونه ورته سپارل کېدل.

I think it was quite clear to us that the Pakistanis were playing very much a double game and a lot of …

دا چې باجوه له خليلزاد غوښتي وو چې هند وهڅوي چې طالبان په رسميت وپېژني، نو ځکه خليلزاد د هند له سفر وروسته رسنيو ته ويلي وو : ((هند دې خپلې اندېښنې له طالبانو سره مخامخ شريکې کړي))، نو دا د هماغه زړې تګلارې ښکارندويي کوي چې مشرف يې مخکې هڅه کړې وه، خو بريالی شوی نه وو. دا خو همدا لغمانی چالاکه دی چې طالبان يې د پنجاب له غوجلو او د ګوانتنامو له زندانه راخلاص او نړيوال سټېج ته پورته کړل چې نن يې لا په حکومت کې د غوښنې برخې غوښتنه هم کوي.

پاکستان په تېره بيا باجوه په ډېر مهارت سره وتوانېده چې د داسې نيمژوانده ملا عبدالغني برادر په ورخوشې کولو چې د طالب روح و روان يا زړه او دماغ يې له لکۍ سره په خپل لاس او ولکه کې نيولي، خو تش په نوم بېروحه کالبود يې پر مسکو او بېجنګ سره سره په سيمه او نړۍ کې وځلوه. ټرمپ وخليلزاد يا نننی بايډن په دې خوښ دي چې موږ له طالب سره تړون لاسليک کړ او ووتو. امريکا له چا په تېره بيا له طالب او يا له پاکستان سره تړون ته څه اړتيا لري؟

طالب يې پر پاکستان پيدا کړی وو، روزلی وو، تمويل کړی او جنګ ته استولی وو او بيرته يې نړۍ ته د اوړو يوه پزه کېښووه. همدا نن يې هلته د قطر په دوحه کې د عرب په چرګۍ پخپله غېږه کې کښېنولی او خپله تنده پرې خړوبوي. طالب له معنوي پلوه څه حيثيت او ارزښت لري؟

نچوړ :

پاکستان د خليلزاد له ليارې خپلو موخو ته رسېدلی نور يې پروا هم نه لري. دا هغه څه وو چې پاکستان له کلونو راهيسې کوښښ کولو چې طالب ته يو نړيوال مشروعيت وروبښي او له دې ليارې وکولی شي چې هم د افغانستان په تړاو خپلو پخوانيو درې موخو الحاق (ادغام)، د خپلې خوښې لاسپوڅی حکومت هلته ولري او که نه، نو لږ تر لږه بايد د ځان لپاره يوه خوندي سيمه رامينځته کړي. د دې ترڅنګ پاکستان غواړي چې بهرنۍ پاليسي هم پخپل واک کې واخلي او هم د هند د نفوذ مخه ډب او پروژو ته يې بېساری تاوان واړوي او له مينځه يې يوسي. د حميد ګل زوی عبدالله ګل د جنوبي وزيرستان په تازه غونډه کې هم همدا خبره په زغرده کړې چې :

((پلار مې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ او زه پر طالبانو جمهوريت ړنګوم)).

د پاکستان د څارګرې ادارې د پخواني مشر جنرال حميد ګل زوی عبدالله ګل د جنوبي وزيرستان په مکين کې يوې لوې راټولېدنې ته وينا کې وويل، چې پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدينو په مرسته يې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوريت؛ له منځه وړم، چې افغانستان بيا په کنډواله بدل او د پاکستان؛ له سيالۍ ولوېږي.

نوموړي د وينا دوام کې وويل، چې د ځوانۍ په لومړيو کې يې د خپل پلار په لارښوونه د حقاني شبکې غړيتوب تر لاسه کړ او د افغانستان مختلفو سيمو کې يې د افغانستان د ملي پوځ پر وړاندې جګړه کې برخه اخېستې.

عبدالله ګل وايي، چې طالبان کاملاً زما د هدايت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې د افغانستان اقتصادي زېربنا (۱)، دولتي تاسيسات (۲)، حکومت او جمهوريت (۳)؛ له منځه يوسي.

ښاغلی خليلزاد بايد افغان حکومت او ولس او هم هند ته د عبدالله ګل د دې موخو ځواب ويونکی اوسي. دا چې خليلزاد هر ډول ګنده معامله کړې هغه دی پوه شه او باجوه او پاکستان يې، خو د پاکستان د دې موخو چې عبدالله ګل ورته اشاره کړې کاملاً ځواب ويونکی اوسي. د پاکستان موخې او د طالب دنده دواړه ښه په روښانه ټکو ياد شوي دي.

زما مشوره د حميد ګل زوی ته دا ده چې موږ ته د طالب په لاس د اسلامي نظام پر ځای به دا ښه وي چې د پنجاب مشهوره په نړيواله کچه د بدکاريو خونه ((هېرا منډي)) وتړې. دا هيله وارمان دې چې د پلار پوره نه شو، نو ستا هم نه پوره کيږي. افغان ولس ته ستا مرګ د دې پورته  ناولو او بدمرغه موخو له امله اوس مباح الدم دی. افغان ولس او ملي اردو يې عندالله مأخوذه نه ده.

طالب اوس په روښانه ټکو تعريف شو. طالب د اسلام او د اسلامي نظام لپاره نه، بلکې د اسلام اباد د هغه ناولو موخو لپاره رامينځته شوی چې يو وخت يې پروني مجاهدين د همدې ناولو موخو د تر سره کولو لپاره رازېږولي ول. بابر همدې ټکو ته داسې اشاره کړې ده :

د نصيرالله بابر او زموږ د دريو جهادي مشرانو مخينه و اسلامي نظام
 
د بوټو وېره / تشويش / اندېښنه He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993
بد نيت / مخنيوی Afghanistan Must be destabilized
علت (سبب) Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river
پلان
بلنه (۱) I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan
موقعيت I met with them in Bala Hisar port in Peshawar
روزنه (۲)، تمويلونه (۳) او (۴) تجهيزونه I gave them money and 303 rifles
موخې
بې ثباته کول (نا ارامول) to destabilize Afghanistan
د بې ثباته (ناارامه) کولو او سوځولو پرېکړه Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.
له روسانو لا زيات خرابول وسوځول that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it
داسې کمزوري کول چې بيا په اسانه د خپل حق غوښتنه ونه شي کولی [اردو يې له مينځه يووړه]، نوازشريف پرې ښکاره وياړ وکړ now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line
چوپړ او وياړنه That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
د شهيد محمد داود د وخت د محکمې بُغات او د اسلامي امارت وخلافت پتنګان د بابر او د حميدګل د زوی عبدالله ګل د دې اوسنيو او پرونيو اپلتو په تړاو څه سپيناوی او ديني صبغه ورکولی شي؟ دلته خو ښکاره دين و سياست يو له بل سره غوټه خوړلې او د بابر شعوري وناشعوري چرګوړی ديوبنديان واحياء العلوم والا لا تر اوسه د اسلام د مبارک دين ترنم زمزمه کوي. دوی بايد دلته دين وسياست سره جلا وتعريف کړي. تفخيم القرآن او قرآني پلوشې د همدې موخو لپاره ليکل شوي؟

The Rise of

Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

Did the US support the Taliban?

Ahmed Rashid states that the US indirectly supported the Taliban through its ally in Pakistan between 1994 and 1996 because Washington viewed the Taliban as anti-Iranian, anti-Shia and pro-Western.

احمد رشيد په خپل کتاب کې دې ته اشاره کړې چې امريکا په ۱۹۹۴ او ۱۹۹۶ کلونو کې د طالبانو ناسيده ملاتړ د دې لپاره کولو چې د ايران ضد، شيعه ضد او د لويديځ پلوو په سترګه يې ورته کتل.

مشاهد حسين :

هغه وخت خو زموږ پلان او فکر دا وو چې په افغانستان کې يو اسلامي دولت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ رامينځته او له هغې وروسته منځنۍ اسيا هم فتحه کړو

بالفرض که طالب بيا واک ته رسيږي، نو ضمير کابلوپ او ايران به څنګه قانع شي چې د طالب په شتون کې ايران او مينځنۍ اسيا بيا نه بې ثباته کيږي؟

روسان مخکې له مخکې نه دې ټکي ته ښه متوجه دي او چين ته هم ګواښ متوجه دی. د طالب واک چې د حميد ګل د زوی عبدالله ګل په لاس کې دی او طالبان يې لکه د پلار په شان چې مجاهدين يې په واک کې ول څنګه قناعت ورکولی شي؟ طالب، پاکستان وامريکا بايد د هند په شمول دې درېواړو سيمه ييزو لوبغاړو او ګاونډيو ته څنګه قناعت ورکولی شي؟ طالب خو په خپل واک کې نه دی. تېر ته په کتو حميدګل ويلي وو:

((سمه ده چې جهاد به افغان مجاهدينو کړی وي، خو لارښوونه يې زما وه)).

که موږ مجاهدينو ترې تر ننه ښه ورځ او يا ښادي ليدلي وي، نو طالب به يې ترې هم وويني، خو والله اعلم بالصواب که د طالب د دې خيالي جعلي – اسلامي نظام خوب رښتينی شي.

د ميرزا اسلم بيګ خبره :

بينظيرې موږ ته وويل چې جلال اباد ونيسئ او کابل وسېځئ!

له ضياء الحق، اختر عبدالرحمان، ميرزا اسلم بيګه، نصيرالله بابر، حميد ګله رانيولې تر باجوه او د حميد ګل د زوی عبدالله ګله پورې ټولو موخه همدا يوه ده چې :

((افغانستان بايد بې ثباته، کمزوری، اقتصادي پرېوتی، پاکستان ته محتاج او تل ناارامه وي. يو څوک دې چې اقتصادي زېربناوې، دولتي بنسټونه او حکومت (جمهوريت) له مينځه وړي. ټولګټې پروژې دې له مينځه وړي، نو له هغوی به د اسلامي نظام واسلامي امارت څه تمه کېدای شي؟

همدېته ورته خبره مېجر عامر د طالبانو په تړاو کړې ده :

د ميجر عامر سپينی خبرې :

((مونږ امريکې ته ‌‌‌‌‌‌ډير خدمت کړی.  طالبانو حکومت مو ړنګ کړ (۱)، شپږ سوه کسان مو وروسپارل (۲) ، ملاضعيف مو بی عزته کړ … ! (۳) ))

طالب دې يوځل له پاکستانه د دغو خبرو غم وخوري او بيا دې افغانستان کې نوی اسلامي نظام غواړي. افغانان دا نه غواړي چې سرنوشت يې په اکوړه خټک کې د سميع الحق د زوی حامد الحق او يا د حميد ګل د زوی په لاس او يا د پاکستان په نورو مدرسو وټاکل شي. خليلزاد چې هر څه ګنده معامله کړې افغان ولس او افغان حکومت او هم هند ته د ورپېښو ګواښونو ځوابګويه اوسي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

خلیلزاد: طالبان په واک کې ستره ونډه غواړي (pashtovoa.com)

خلیلزاد: که طالبان د زور له لارې واک ونیسي، نړیواله ټولنه به یې په وړاندې ودرېږي – نن ټکی اسیا (nunn.asia)

پلار مې د ډاکټر نجیب الله حکومت ړنګ کړ، زه په طالبانو؛ جمهوریت ړنګوم – DawatMedia24

Facebook

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.