پاکستان ولې نه غواړي، چې افغانستان د ارامۍ ساه واخلي،او پرمختګ وکړي؟

هلمند پردېس

1,397

پاکستان ولې نه غواړي،چې په افغانستان کې پوځ په خپلو پښو ودریږي،اقتصادي پراختیا،او سیاسي ثبات په کې رامنځ ته شي؟
له ډیر علتونو يې یو علت د کرنل امام له خولې روايت دی،چې د احمد رضوان تاړر (دافغانستان جهاد داستان) نومي کتاب کې ورته اشاره شوي ده، خپله کرنل امام وايي:
«چې د افغانستان پوځ ، او حکومت په پښو اودریدو او افغانستان کې اقتصادي پراختیا، سیاسي او پوځي ځواکمنتیا د دې لامل کيږي، چې د دې سیمې په اړه هره سیاسي معادله کې د پآکستان پر ځای افغانستان ته ځای ورکړل شي.»
(کتاب:د افغانستان د جهاد داستان،ليکوال:احمد رضوان تاړر،ترجمه:علي يوسفزی،مخ:۲۲)

دوهمه موضوع یې د ډیورند توره کرښه ده،چې د کرښې دواړه خواوې پښتانه او ټول افغانستان یې هر وخت ډېر لوړ قیمت پرې کوي.
که لنډ او کم ووایم، افغانان نن سبا باید د تاریخ لوری بدل او جوړ کړي،دوی مجبور دي،چې تر اخيري مرمۍ وجنګږي،ځکه‌چې دښمن دې ځل بيا هم غواړي،چی د افغانستان پوځ او حکومت ړنګ،اقتصادي پراختيا او سياسي ثبات يې له منځه يوسي،افغانستان يو ځل بيا د‌ ډبرو زمانې ژوند ته وروګرځوي،نو افغانان دې ځل مجبور او مکلف دي،چې دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي، تر څو دښمن پوه شي، چې افغانان دې ځل نه ماتیږي، اوبس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.