د بشري جنايتکار حميدګل زوی عبدالله ګل

581

د بشري جنايتکار حميدګل زوی عبدالله ګل :

حميدګل له ترکانو عبدالله ګل هم راپټ کړی دی

له موږ يې هر څه غلا کړل او زموږ د تاريخي اتلانو نومونه يې پخپلو توغنديو کېښوول، خو د ترکي عبدالله ګل نوم يې بيا پر خپل زوی اېښی چې ځان کُردانو ته نژدې وروښيي

د حميدګل زويه پلار دې ډېر اغزي درته کرلي او غمونه يې درته پرېښي

نوټ : تاسې ګورې دې بشري جنايتکار نه يوازې پر افغانوژنه او افغانستان ورانونه تسل ونه شو، بلکې له ترکانو يې عبدالله ګل هم راپټ کړی او پر خپل زوی يې اېښی دی. له موږ سره دښمني او له ترکانو سره له سياسي – ايډيولوژيکي پلوه نژدې بولي، نو ځکه يې له دوی عبدالله ګل راپټ کړی.

د عبدالله ګل د حميد ګل زوی تازه څرګندوې

Facebook

پلار مې؛ له افغانستان روسان وباسل او د مجاهدينو په مرسته يې د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګ کړ، دا ځل به زه د طالبانو په مرسته :

  • د افغانستان اوسنی حکومت او جمهوريت؛ له منځه وړم (۱)،
  • چې افغانستان بيا په کنډواله بدل (۲
  • او د پاکستان؛ له سيالۍ ولوېږي (۳).

طالبان کاملاً زما د هدايت تابع دي او دوی ته مو دا دنده ورکړې، چې :

  • د افغانستان اقتصادي زېربنا (۴)،
  • دولتي تاسيسات (۵)،
  • حکومت او جمهوريت (۶)؛ له منځه يوسي.

اوس پوښتنه دا ده چې په دوحه کې طالبي وياند ډاکټر محمد نعيم او هغه لوګری شېرمحمد عباس ستانکزی چې د نوي اسلامي نظام څرګندونې کوي، نو د دوی هغه نوی اسلامي نظام خو د حميدګل زوی عبدالله ګل دغسې تعريف کړی. هيله ده چې زموږ لوستی ونالوستی قشر له ديني علماو سره په دې ښه ژور له سره غور وکړي چې په اسلامي نظام کې د نظام تخريب او د ولس د خير ښېګڼې عامه ځايونو تخريب او انهدام ته ځای شته او کنه؟ ايا اسلامي نظام کله هم چا ته د دې اجازه ورکوي چې د يو هېواد او د يوې ټولنې ټولې اقتصادي زېربناوې، دولتي تأسيسات له مينځه يوسي، په کنډواله يې بدل کړي او له ځان سره له سيالۍ يې وغورځوي؟

په ټول اسماني اديانو، کتابونو او صحايفو کې خو د حميدګل د زوی عبدالله ګل دغسې څرګندونو او ناولو موخو ته ځای نشته. البته که د سيد ابوالاعلی مودودي په تفخيم القرآن او د حکمتيار په قرآني پلوشو او د ضياءالحق په قانون او د پنجاب په پالېسۍ دغسې خبرې وي، نو بيا هغه اسلامي نه، بلکې سياسي او عُقده يې ناخوالې دي چې زموږ او د دوی ترمينځ هغه هم د يو مشروع سياسي حق په تړاو دي.

موږ چې دا لسيزې قربانۍ ورکړې ايا دا مو د حميدګل د زوی عبدالله او د نصيرالله بابر او داسې نورو د څرګندونو او ناولو موخو او غوښتنو لپاره ورکړې؟

حکمتيار به چې د ((واعتصموا بحبل الله جميعًا ولاتفرقوا)) کارولو او يا دا چې ((وجاهدوا فی الله حق جهاده)) او يا دا چې ((والذين جاهدوا فينا لنهدينهم سبلنا)) نو هغه اعتصام بحبل الله او هغه د څښتن تعالی په لار کې جهاد يې او هغه جهادي لارې او ارزښتونه يې نن دا شول چې د حميدګل زوی عبدالله ګل د جنوبي وزيرستان په غونډه کې وکړې؟

د حکمتيار هغه اسلامي نظام چې دی يې هيله مند وو هغه خو دغه شی شو چې د حميدګل زوی عبدالله ګل ورته اشاره کړې او د اکوړې د مدرسې ټوله علمي پانګونه ايله په دې شوې وه چې مولانا سميع الحق په يوه مرکه کې ويلي وو :

((موږ پر کابل باندې خپله قبضه غوښتله)).

قبضه خو غصب دی او غصب د يو چا مال په زوره ترې اخېستل دي. په اسلام کې خو غصب ته ځای نشته. ديوبنديان پر کابل قبضه غوښته او غواړي او مودوديان بيا مو د کشمير لپاره د پنجاب د غوښتنو لپاره له ځان سره برمته کوي، نو دغه پرونی زموږ د مجاهدينو اسلامي نظام او د طالبانو دغه اوسنی او يا سبا راتلونکی نوی اسلامي نظام دغه حقوقي او ديني مسايل څنګه حلوي؟

اهل تشيع او که زموږ ځينې هزاره وروڼه د عبدالرحمن نوم کاروي، خو له تاريخي پلوه يې موخه دا ده چې عبدالرحمان بن ملجم هغه څوک وو چې د اسلام پر ستر دويم خليفه عمر رضی الله تعالی عنه يې د شاه له لورې پر لمانځه حمله کړې وه او هغه يې شهيد کړی وو.

نو زموږ دغه نوموتی او بېشرمه دښمن او بشري جنايتکار حميدګل بيا د ترکي عبدالله ګل د څه لپاره رااخېستی او پر خپل زوی يې اېښی دی؟ حال دا چې بيا کردي عبدالله وجلان د سياسي مبارزې هغسې سختې وګاللې.

په درنښت

سيد حسين پاچا

#SanctionPakistan

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.