افغان ولس ته د محمد اشرف غني پیغام

951
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو هیوادوالو!
نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم.
د توری او ټوپک قضاوت طالبانو گټلی او اوس د وطنوالو‌ د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسئول دي. مگر د زړونو مشروعیت دوي نده گټلی. هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نده ورکړی او نه یې ورکوي. دوي اوس یوه نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي. ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بی باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د گټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحی طرحی جوړی او ولس سره شریکې کړي. زه به همیش د خپل ولس خدمت ته د فکري له لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لیاری دوام ورکړم. ډیری نوری خبری د راتلونکي لپاره!
ژوندی دې وي افغانستان
محمد اشرف غني

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.