له بلې زاویې

استاد ګلالی هوتک

91

د هیواد تهداب له کورنۍ ایښودل کېږي. کوم هیواد کې چې ښځې او میړونه د تربور غوندې ژوند کوي خپل اولاد ته هېڅ هم د سالم ژوند نشي ورښودلی. د مور او پلار به له خپلو کوچنیانو سره لویه ښېګڼه دا وي چې یو بل سره ګران کړي. څومره چې دوی سره صمیمي او نږدې وي هغومره یې واړه سالم، روغ، او په ژوند میین رالویېږي.
دا چې موږ اکثریته برخه ژوند ته هېڅ احترام نه لرو، د انسان ساه راته مهمه نه ده، مرګ دومره په اسانۍ کوو، جګړه پای نه مومي، یو لوی دلیل یې دا دی چې د ژوند کولو چل مو نه دی زده. موږ هسې وخت اړوو. ‌‌‌‌‌‌ډېر لویانو مو په ناندریو، بغض او کینې د ماشوم ذهن لا ور‌‌‌‌‌‌ډک کړي.
که د دې وطن سبا روښانه غواړئ کوچنیان سم ورزوئ. او د کوچنیانو سمې روزنې ته د مور او پلار سالمه‌، مینه ناکه او له درنښته ‌‌‌‌‌‌ډکه اړیکه داسې ده لکه ژوند ته اوبه. هیوادونه وګړي جوړوي، او د نن ماشومان د سبا رهبران دي.
زه هیله لرم د وطن هر مور او پلار همداسې صمیمي واوسي!درناوی یې تر منځ وي! او ماشومان یې هېڅکله په ځان او مینه شکمن رالوی نشي. شکمن وګړي کمزوري دي، او کمزوري وګړي ټولنې ته بې له نفرت او غوسې بل هېڅ هم نشي وړاندې کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.