ټرمپ کاکا او ټرېسا مۍ دواړه ته

سيد حسين پاچا

712

ټرمپ کاکا او ټرېسا مۍ دواړه ته :

که له پيله مو د افغان حکومت د مشرتابه اندېښنو ته غوږ نيولی وای، نو ستره او شرموونکې ماتې به مو نه خوړله

د شيطان خليلزاد او د مکار باجوه او فيض خبرو او مشورو ته به مو غوږ نيولو او پرې به مو حساب کولو، نو پايله يې دا شوه

 

ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين د بيا ګټنې لپاره خپل امريکايي او هم د خپلو متحدينو او هم نړيوال ټول بشري واخلاقي نورمونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کړل

 

 

نوټ : آغلې مئ ټرمپ يو خو سوداګر او پر مخ د زمکې د الله تعالی يو کمقل او سرتنبه انسان وو، ولې تاسې خو له تاريخي پلوه سياست کړی او جهان مو اداره کړی ولې د داسې يو لوده او سرتنبه او د معاملو (د راکړې ورکړې) د لېوه په څېر يو حريص (وږی) انسان وو ملا وتړله؟ هغه د يوې عُقدې له مخې د بيا واکمنېدو وږی وو او د دې لپاره د امريکا او هم د خپلو متحدينو د ټولو په غم او هم د اروپايي وامريکايي ارزښتونو په کيسه کې نه وو، نو د نااهله له لاسه دغسې شرموونکې ستونزې رامينځته کيږي. اوس هم وخت لرئ او ډېر څه کولی شئ چې مخنيوی يې وکړئ او حالات د ځان په ګټه وڅرخوئ.

 

آغلې مئ،

ما ته خو ټرمپ د دوو پيسو هومره ارزښت نه لري دا ځکه چې هغه يو لاابالي انسان دی، خو له تاسې څخه د اوسنۍ او مخکېنۍ لوی برتانيا د سيمه ييز او نړيوال سياست لوبونکي په توګه هيله کيږي چې برتانيا بيا هم له خپلو اروپايي متحدينو او هم له امريکا سره د دې توان لري چې حالات اوس راکنترول او د ځان او هم د افغانستان په ګټه وڅرخوي او په دې برخه کې بايد هېڅ د پاکستان خبرو ته غوږ کښېنږدي. دا خو همدا پاکستان وو چې په ډېر لږ وخت کې يې ستاسې له شتون او هم يې د خليلزاد په وسيله د ټرمپ او بايډن له ګنده معاملې ګټه پورته کړه او تاسې يې په نړيواله کچه له داسې يو سترې او شرموونکې ماتې سره مخ کړئ. هيله ده چې تاسې د يوې هوښيارې سياستوالې په توګه په Real Clear Politics کې د آغلې لارا لوګن Lara Logan دغو شنني (تحليلي) څرګندونو ته يوځلې په سړه سينه غوږ ونيسئ :

Lara Logan: U.S. Intel Agencies Want You To Think Afghanistan Is Too Complicated And This Isn’t The Outcome They Wanted | Video | RealClearPolitics

Tucker Carlson Tonight on Instagram: “Lara Logan just blew our minds.”

 

آغلې مئ،

اوس خو د امريکا په شمول ټولو د ښاغلي غني پسې خوله خلاصه کړې او د هغه د شخصيت وژنې پسې رااخېستې، خو زه درته په پوره ايماندارۍ ويلی شم که چېرې تاسې (انګلستان) له زړه وغواړئ، نو اوس هم کولی شئ چې په دې وروستۍ شېبه کې حالات او وضعيت راقابو (راکنټرول) کړئ او دا تاسې له هرې ممکنې لارې کولی شئ چې سرته يې ورسوئ.

 

سرتنبه ټرمپ خو تاسې او ټولو اروپايي متحدينو ته داسې غول کړي چې بوي به يې بيا تر قيامته ورک نه شي. بايډن د هغه ميراث مخته يووړ او هغه هم د يوې عُقدې له مخې دا کار وکړ. له افغان ولسمشر سره د امريکا دې ناځوانه کړنې او د پاکستان ناولو کړنو او معاملو يې تاسې ټول متحدين ((ناټو)) او هم يې امريکا په نړيواله کچه بې اعتباره او د تل لپاره يې ستاسې پر ملګرتيا د نه باور يو تور بدنامه او تاريخي داغ پرېښووه. نړۍ به بيا پر تاسې هېڅکله باور ونه کړي.

 

آغلې مئ،

لکه څنګه چې تاسې ته پته ده چې افغان ولسمشر د خپلو وروستيو څرګندونو کې ورته اشاره وکړه چې موږ له نظامي پلوه نه، بلکې له سياسي ناهماهنګۍ له امله ماتې وخوړه چې دا هم په موږ، هم د طالبانو او هم د خپلو متحدينو کې وه.

 

تېر ته په کتو تاسې او هم هېوادوال ښه پوهيږي چې ولسمشر غني په دواړو پلا ټاکنو کې ګټونکی وو، خو دواړه ځل د امريکا د بېسارې لاسوهنې له امله پر هغه باندې ډېر شيان د زور او يا د فشار له ليارې وتپل شول او هغه له بدې ورځې وزغمل او ترې يو څه بريالی راووته، خو امريکا په تېره بيا ښاغلی خليلزاد له هماغه لومړۍ دورې څخه ورپسې د کوني حشرې غوندې نښتی وو. کله ورته يوه ستونزه او کله ورته بله ستونزه، کله ورته يو څوک او کله ورته بل څوک لمسوه او په هره پرېکړه او د هېواد د ملي ګټو د مخنيوۍ او وروسته والي له امله ډول ډول دسيسې او ستونزه ورته جوړې کړې، خو لله الحمد هغه ورته سينه لويه کړې وه او اوږه يې ورکړې وه، ولې د تل په شان يې اغزي ورته مخې ته اچولي وو.

 

تاسې ورته غوږ شئ چې آغلې لوګن په روښانه او څرګندو ټکو وايی چې ښاغلي بايډن د خپلې مرستيالۍ په وخت کې چې پخوانی ولسمشر ښاغلی کرزی په واک کې ويلي وو:

… this has been their policy that they have pushed through the Bush administration, through Obama, through Trump and now to Biden. Because Pakistan is the nuclear nation, and they are the only country which is the actual matter.

 

Joe Biden told to Afghan president when Hamid Karzai was in the power exactly that thing which Obama want. He said to him: “We don’t care about Afghanistan.” And “we believe that Pakistan is the most important country in the region and there is always will be” and that message never ever changed.

 

د اوباما له لارې ، د ټرمپ له لارې اوس بايډن ته اړولې ده. ځکه چې پاکستان هلته يوازېنی اتومي هېواد دی چې دوی ته اصلي مسله ده.

هغه څه چې اوباما يې غواړي جو بايډن مخامخ هوبه هو افغان ولسمشر ته کله چې حامد کرزی په واک کې ويلي وو: ((موږ د افغانستان پروا نه لرو.)) او ((موږ باور لرو چې پاکستان په سيمه کې موږ ته تر ټولو مهم هېواد دی او تل به وي))او دا پېغام هېڅکله نه دی بدل شوی.

 

ټولو اړونده تاريخي او زمکنيو لاسوندونو او کره شواهدو، کړنو او ثبوتونو ته چې موږ او تاسې او ټوله نړۍ ګوري پاکستان له لسيزو نژدې نيمې پېړۍ راهيسې زموږ په کورنيو چارو سخته لاسوهنه کوي. د لسيزو راهيسې په حکومت کې دننه او له حکومته بهر په ټولو ناکراريو او نااراميو کې د پاکستان لاس دی. له تاريخي پلوه تاسې ته پته ده چې کله ستاسې او د تزاري امپراتورۍ په وخت کې داسيمه د ځينو سياسي ملحوظاتو له امله په لوی لاس بېثباته شوه او داسې شرايط رامينځته شول چې هر څوک د دې غوښتونکی وو چې اوس يو څوک پيدا شي چې له دغه وخيم وضعيت څخه مو خلاص کړي. هماغه وو چې تاسې او د تزاري امپراتورۍ چارواکيو سره خپلې سيمه ييزې ګټې سره ووېشلې چې يو به له آمو آ خوا او بل به له آمو دې لوري ته غرض نه لري او يو د بل ګټې به نه ګواښي، نو پاکستان چې په سيمه کې اوس ستاسې د هماغه زاړه سياست يو پاتې شونی دی له جهادي پيره تر دې دمه په دې ټولو غوبلونو او ناکراريو کې په يو ډول نه ډول مؤثر لاس لري دغسې يو بې ثباته او نااراموونکې وضعه وحالت په هېواد کې راوستی وو چې خلک له حکومته بېزار او بيرته طالب ته وادار کړی. زه باور لرم چې طالب د دې وضعيت وحالت د ارامولو او بېثباته کولو توان او تجربه نه لري، خو تر شا يې يوه قوي سازماندهي شته چې حالات ورته وخت په وخت هماغسې اړوي او رااړوي. تاسې ته پته ده چې طالب سياسي تومنه نه لري او يوه هسې تشه مذهبي جذبه لري چې پاکستان ستاسې دغه د زاړه سياست پاتې شونی اوس له هماغه زړې نسخې کار اخلي او هر وخت په افغانستان کې شته نظامونه بېثباته، ننګولی او ړنګولی شي.

 

آغلې مئ،

موږ پوهيږو چې :

کرنيل امام (امير سلطان تارړ) :

ما دا هر څه د پاکستان لپاره کړي چې د هلالي جنډه (بيرغ) په دې ټوله سيمه رپانده وي. هغه خپلې ټولې ناولې هڅې او موخې له جهادي پيره تر طالبي پيره په دې لاندې دريو ټکو کې رانچوړ کړي دي :

·       ګډوډي چې څنګه يوه ارامه او رسوخ داره ټولنه بېثباته (ناارامه کړي) او شورو غوغا جوړه کړي؟

·       د افغان ځوانونه روزنه چې څنګه يې د خپلې اوږد مهاله جګړې لپاره وکاروي؟

·       څنګه د سختيا (مشکل) په وخت کې له بهرنۍ مرستې پرته وړيا او په کم لګښت دومداره جګړه مخته يوسي؟

 

مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو.

 

کرنيل امام ورپسې داسې زياتوي :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې :

Ø     د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي،

Ø     او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.

 

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

 

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus River.

 

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

 

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

جنرال اختر عبدالرحمان :

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

 

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

 

Bruce Riedel Adviser to President Obama in 2009

“In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support”.

 

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

must boil at the right temperature

په افغانستان کې بايد په يو مناسب حرارت اوبه ووېشل شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

کرنيل امام  :

څنګه يو اوږد مهاله جګړه په لږ لګښت مخته يووړل شي؟

سرتاج عزيز :

طالبان د اوږدې جګړې توان لري.

 

آغلې مئ،

که تاسې او نورو ټولو متحدينو (ناټو) په سمه توګه د افغان ولسمشر ښاغلي غني اندېښنو او شل کلنو لاسته راوړنو او هم دې ټولو خواريو او زحمتونو ګاللو ته لږ غوږ نيولی وای، نو نن به تاسې دواړو او سبا به نور داسې پښېمانتيا نه څرګندوي. له بده مرغه چې خليلزاد دا ټوله مرداره او ګنده معامله د خپلو او هم د پخواني ولسمشر ټرمپ د شخصي ځانغوښتنې او ټاکنيز کمپاين لپاره وکړه او پاکستان پکې خپلې ګټې لټولې، نو له پيله افغان حکومت په لوی لاس د خليلزاد د هغه پټو عُقدو (رخو) له مخې څنګ ته او بالکله له پامه وغورځول شول.

 

ښاغلي غني ډېر کوښښ وکړ او ډېر مقاومت يې د هغه وخت له حکومت او ان له تېر حکومت سره وکړ، خو له بده د خپل کور دننه سياسي بې اتفاقۍ په پايله کې له دغې ناورين او غميزې سره مخامخ او لاس وګرېوان شو. هغه په څرګنده او روښانه ټکو تاسې او هم خپل ملت ته وويل :

زه کوښښ کوم چې د افغانستان د ستونزې کونجي د افغانانو لاس ته راشي او لاسته يې راوړله، خو د کورنيو او بهرنيو دوستانو د ناغېړۍ او ناپامۍ له امله بيرته په لوی لاس د پاکستان په لاس کې ورکړه. هغه کوښښ وکړ چې د پردې تر شا او د بندو دروازو دننه سوله بهر غولي يا د افغان ولس چرګې ته راوړي او ان تر دې چې طالبانو ته يې تر دې وويل ((د هېوار په هر ګوټ کې خبرو ته درسره تيار يم، خو طالبانو تيار نه شول. دا څه ان چې د قطر په دوحه کې يې ترې تر هغې همداسې لېرې ساتلي وو چې پايله يې نن موږ وتاسې ټول او ټوله نړۍ د ستر په سترګو ويني.

 

آغلې مئ،

زه پوره باور لرم که تاسې او ټرمپ دواړو پر خپل وخت د Rubin Michael ليکنه لوستی وای او پرې غور مو کړی وای، نو نن به د پښېمانتيا دغه ډول څرګندونې نه کولی.

Zalmay Khalilzad’s Afghanistan dealing empowers Pakistan and undermines Trump

Trump’s Bad Deal with the Taliban

‘We Shouldn’t Be Buying the Taliban’s Excuse’

 

سيحون پښتو د ډيلی بيست په حواله ليکلي وو:

ډيلی بېسټ : خليلزاد غواړي کابل طالبانو ته حواله کړي

ډيلي بېسټ د يو امريکايي استخباراتي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې خليلزاد په دې بوخت دی چې کابل د سرو زرو په لوښي کې طالبانو ته تسليم کړي او له همدې امله طالبانو ته د جګړې ګټلو احساس زيات شوی دی.

The Daily Beast quoted a US intelligence official as saying that Khalilzad was busy handing over Kabul to the Taliban in a golden bowl and that the Taliban’s sense of winning the war had increased ….

 

دې خپرونې ليکلي، چې له طالبانو سره د مذاکراتو له پيلولو سره سم نوموړي د طالبانو په ګټه څرګندونې پيل کړي او په وينا يې، نوموړی غواړي له ټرمپ څخه اخېستې د سولې معامله بريالۍ کړي.

ښه به دا وي چې تاسې دواړه يو ځلې له خليلزاد هم وپوښتئ چې تاسې د چا نرخي واست او ولې مو پر خپل لاس نړيوال پېژندل شوی حکومت طالبانو او پاکستان ته له پښو وغورځولو؟

 

موږ يو متل لرو وايی چې :

وړو ته يې ورکړې له شګو به يې ډک کړي.

امريکا چې د ټولې سرنوشت به ورپورې نښتی وو خلکو ترې تمه لرله، خو چې کله يې نړيوال ارزښتي سياست د ټرمپ غوندې د سرتنبه او لوده مغرور انسان لاس ته ورغی، نو د امريکا هغه ټول کورنی او نړيوال سياست او ټول ملي وبشري ارزښتونه يې تر پښو لاندې کړی چې پايله يې دا شوه چې نن يې له خپلې خولې راووتل چې : ((موږ شرموونکې ماتې وخوړه)).

په دې هيله چې امريکايان بيا دغه لوده او سرتنبه انسان د خپل ولسمشر په توګه ونه ټاکي.

 

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

د برتانيا پخوانۍ صدراعظمه؛ ستره ماتې مو وخوړه | خبریال (khabarial.com)

ډونالډ ټرمپ، شرمېدونکې ماتې مو وخوړه | خبریال (khabarial.com)

‘We defeated ourselves’ Trump’s national security adviser says Pompeo signed ‘surrender agreement’ with Taliban (msn.com)

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.