د پلارولۍ اړیکه

لیکنه: محمد شفیق شرفزی 

2,743
که له ژوند څخه خپلوي، احساس، اړیکې او رشتې ووځي نو ډېر به بدرنګه او پیکه شي. همدارنګه که له خپلوۍ څخه ځینې خبرې چې ورسره اړیکې لري، لرې شي نو ژوند به بې مانا او بې خونده شي. ځکه، چې خبرې خوند هم لري او احساس هم.
ځینې الفاظ خواږه وي، ځینې ترخه او ځینې ډېر تاثیر ګذاره وي. ځینې خبرې داسې هم وي، چې تاسې د ځان په لوري راکاږي! له دې پُر تاثیره الفاظو څخه یوه کلمه ‘مور’ ده، چې په اورېدو سره یې موږ د محبت په حصار کې راولي. د ‘پلار’ نوم د اعتبار، اعتماد، ژغورنې او زړورتیا کلمه ده. پلار جان، والد صېب، داداجان، لالاجان او داسې نور خواږه نومونه دي، چې پخپله زموږ د سترګو پر وړاندې یو تصویر جوړوي.
د پلار له لارښوونې، شفقت او محبت څخه پرته زموږ  ژوند ناممکن دی. پلار ولۍ رشته د الله ج له لوري لوی نعمت دی. د ژوند په لوړو ژورو کې د مور څخه وروسته پلار هغه هستي ده، چې د اولاد په معمولي تکلیف باندې دردېږي. په ښکاره ډول د لوی دبدبې لرونکې دې هستۍ ترشا یو مهربانه او نرمه څېره وي، خو د مور په څېر ورته د خپلو احساساتو ښکاره کول نه وي زده. د ژوند تاوده او ساړه په خپل ځان لکه د یو ماشین په څېر تېروي او کار کوي تر څو خپل د زړه ټوټې (اولاد) ته یې څه تکلیف ونه رسېږي. د اولاد لپاره  یې تل په څېره د خوشالۍ اظهار وي. د هېڅ شي د کمۍ احساس ته یې نه پرېږدي. شاید د خپل ځان د ډېر پیاوړي ښودلو لپاره په خپل ځان ډېره سختي و ګالي  او په درون کې یې محبت، ایثار او شفقت پټ وي.
هغه ښه پلار دی، چې د اولاد د آرامۍ، خوشالۍ، تعلیم، صحت او د روښانه راتلونکي په خاطر سخت محنت او خواري په ځان تېروي. له سهاره تر ماښامه د حلال رزق تر لاسه کولو لپاره رنګارنګ ستونزو ګاللو باوجود په ورین تندي خپلو بچیو ته ګوري، له خپلې غېږې غوړېدلی ګل جوړوي او ددوی هرنګه نازونه په ځان اخلي، او همدغه د ښه پلار خاصه ده.
د نړۍ هر پلار د خپل اولاد لپاره داسې ژوند برابروي چې خپل هر ضرورت هېروي خو د اولاد  هر فرمایش په پوره کولو کې کوښښ کوي. د اولاد په سترګو کې اوښکې لیدل نه غواړي. په ژوند کې باید بسیا وي او د هېڅ شي کمی حس نه کړي.
کله مو فکر کړی، چې هغه څوک و چې کله موږ واړه وو په غېږ کې به یې نیولو او هوا ته به یې جګولو او موږ به پر ځای ددې، چې ووېرېږو د خوښۍ چغې به مو وهلې، ځکه چې موږ پدې باور درلود، چې دغه قوي بازو (پلار) موږ پر ځمکه غورځېدلو ته نه پرېږدي. یقیناً دغه قوي مټې مو د پلار کېدی شي.
دا پلار دی، چې کله له کاره ستړی کور ته راشي نو زموږ د خوشالۍ لپاره کله مو پر مټ کښېنوي او چکر راکوي او کله مو پر اوږو یا پر شا کړي او چکر راکوي. دا هماغه پلار جان دی، چې د نړۍ ټولو ستونزو ته غاړېوځي او موږ ته خوښي او سوکالي راوړي.
له ناکامیو وروسته د تسلۍ، حوصلې او د زړورتیا درس راکولو بل هېڅوک نه دی! بیدون له پلار جان څخه. دوی لپاره زموږ په لاس جوړ شوی چای یا کتغ د نړۍ تر ټولو خوندور کتغ او چای وي. دا پلار دی، چې په وړو وړو بریاو را ته راغاړیوځي او د زړه سره مو کلک نیسي او حوصله افضایي مو کوي.
د ماشوم لپاره د پلارولۍ له احساس څخه قیمتي شی په نړۍ کې بل څه نه شته. همدا پلار دی، چې په موجودګۍ کې یې موږ ته د یو مضبوطې پناګاه احساس راکړی. پر سر مو چې د هغه سیوری وي، نو دنړۍ له ټولو حوادثو او آفتونو څخه د ژغورنې یقین لرو.
پلار موږ ته د پېسو لمړنی بانک او ماشین دی، چې موږ ترې نه یواځې پېسې اخلو بلکه د پېسو راکولو سره سره خپله مینه هم راکوي.
زه د پنځو اولادونو پلار یم، او داچې خپله د پلارولۍ دنده پرمخ وړم نو د اولاد او پلار مینه ښه درک کولی شم. ما د خپلو بچو (دوه زامنو او درې لوڼو) سره د دوجانبه مینې ته پدې بېتونو ربط ورکړی.
زما د ژوند (ډیوه) ده
(حسنا) او (شایسته) ده
(توحید) او (توصیف جان) دی
دزړه کورمې پرې ودان دی
دوی روح زما د کور دی
زړګی مې پرې ټکور دی
چې راشم له بیدیانه
ډېر ستړی یم بې شانه
را منډې کړی له شانه
تړپېږی به هرې خوا نه
ستړی مه شې راته وایی
پلارجانه وه پلارجانه
شه ینه د راوړی؟
راتاو شي خړی پړي
توصیف به ستونې ډک وي
ګیلې یې راته ساتلي
بس
چې راتاو درنه بچي وي
همدغه خوشالي وي
خوندونه وي مزې وي
چې اولاد د نیک صالې وي
زړه درد وکړي، چې کله وګورم هغه پلار چې د اولاد د هوساینې لپاره خپل خوږ بدن سوزوي او د اوړي په سوزونکي لمر او د ژمي په کړنګه یخنۍ کې سخت کار کوي، خو دده اولاد، چې په ځان پوه شي او د ځوانۍ په درشل پښه کېږدي نو نافرمانه شي او پلار ته ساده خطاب کوي. ورته وایي، چې ته نه پوهېږي. ځینې خو بیا چې کله د پلار د عینکو تر شا له اوښکو ډکې سترګې وویني نو ورته وایي، چې پر موږ څه احسان کوې ټول پلاران خپل اولاد پالي.
که نن سبا یو پلار د خپل بچي څارنه کوي، نو ځوانان دغه کار د خپلې ازادۍ پر وړاندې خنډ ګڼي. که د پلار خوښه او د اولاد خوښه مختلفه وه نو دې رابطې ته د ساده زمانې خبره وایي خو پدې نه پوهېږي، چې د پلار حیثیت لکه د لمر وي، لمر که څه هم ګرم وي خو که نه وي نو هر څه تیاره وي.
د نن ورځې ځینې ځوانان پلار ته ددې اجازه نه ورکوي، چې په کار کې یې مداخله وکړي یا پرې خپلې فېصلې عملي کړي. دوی نه غواړي چې ددوی آزادي سلبه شي. پلار ته د ټولو مصروفیتونو باوجود کوښښ کول پکار دي، چې د اولاد ښکلي ماشومتوب په تېرولو سره سره د بلوغت پر وخت هم ځانګړې څارنه او پالنه وکړي. هغوی ته وخت ورکړي، د صحیح او غلط شعور ورکړي، ذاتي مسایل ورته معلوم کړي، داسې جاپېریال ورته برابر کړي، چې د الکترونیکي وسایلو پرځای د انسانانو سره ووسي.
د نړۍ هر پلار د اولاد سوکالي غواړي. یو پلار لس بچي ساتي مګر کله ناکله داسې شي، چې لس بچي یو پلار نه شي ساتی. په  یاد ولرئ! د پلار مینه اولاد لپاره تل بې لوثه وي. هغه د خپل محبت په بدله کې هېڅ نه غواړي. خو! ددې بوډا پلار له اولاد څخه تل دا طمع وي، چې اولاد یې د ډېرو مصروفیتونو سره سره لږ وخت پلار سره د ناستې او درناوي لپاره جدا کړي.
شکسپیر وایي: کله چې پلار ځوی ته تحفه ورکوي نو پدې وخت کې دواړه خوښ وي او خاندي، مګر کله، چې ځوی خپل پلار ته تحفه ورکوي، نو پدې وخت کې د دواړو په سترګو کې اوښکې وي.
الله ج دې د پلار سیوری تل د اولاد پر سر ولري. او اولاد ته دې د هغه د ښه خدمت توفیق ورکړي. تاسې ووایي آمین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.