افغانستان سره نړیواله بسپنه

استاد عمر پاڅون

1,811

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان له پاره چې افغان ملت د ولږې تږې چې په ټوله کې بشري ناورین سره مخ نشي نړیوالو څخه شپږ سوه ملیون ډالرو غوښتنه وکړه چې له نیکه مرغه نړیوالې ټولنې افغانستان سره له یوه ملیارد ډالرو څخه واړول. دا دی د جی۲۰ هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې اروپایي اتحادیی یو ملیارد یورو نورې مرستې اعلان وکړ.

افغانان د نړیوالو څخه ممنون دي او د زړه له تله ترې مننه کوي

پدې غتې بسپنې باندې له مننې څخه سربیره یو څو خبرې هم کیدی شي. لومړی دا چې امریکا زموږ ډبل پوره وړې ده، هغه دا چې شوروي اتحاد مو مات کړ چې امریکا مو د سړې جګړې له ملیاردو ډالړو له زیان څخه خلاصه کړه.

دوهمه دا چې زموږ په ګران هېواد کې یې یرغل وکړ. هیواد یې راله په کنډواله بدل کړ سره له دې چې د بیا ابادۍ او سولې شعار سره راغلې وه. هو، سیاست همدې ته وایی چې خبرې او شعارونه سره توپیر ولري. امریکې چې موږ سره کوم زیاتی وکړ د بشریت تاریخ به یې هیر نه کړي افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په بشري مرسته کې د امریکا برخه په نشت حساب ده. دې مرستو په حساب باندې خو یواځې زموږ د کابل نړیوال هوایي ډګر نشي ترمیمیدی په کومه اخري شپه چې امریکایان وتل زموږ هوايي ډګر یې په کنډواله بدل کړ.

خو خیر زموږ کنګل شوې پیسې چې لس ملیارده ډالر کیږي موږ ته وسپاري چې دا د ملت پیسې دي.

اوس به راشو اسلامي هېوادونو ته!

په اسلامی هېوادونو مو د اسلامي ورورلۍ (اسلامي اخوت) ډیر حق دی. ټوله اسلامي نړۍ مو د امریکا له ګواښه بې غمه کړه. انشاءالله

دوه لسیزې مخکې مو ډیرې  اسلامي هېوادونه د شوروي اتخاد له شره بېغمه کړي دي.

شوروي اتحاد چې زموږ اباد هېواد یې په کنډواله بدل کړ. په ملیونونو هېوادوال مو شهیدان  په ملیونونو مو معیوبه او په ملیونونو هېوادوال مو کډوال شول. د یوې څېړنې په اساس روسیه چې د شوروي اتحاد ځای ناستې ده باید موږ ته دولس سوه ملیارده ډالره تاوان راکړي د یو داسې وخت په طمعه چې د روس او امریکا څخه په ملیاردونو ډالرو د تاوان د غوښتنې جوګه شو.

د شوروي اتحاد څخه مو مرکزي اسیایي هېوادونه خپلواک کړل. ختيځې اروپا د ازادۍ ساه واخیستله. زموږ د قربانۍ له برکته لوی المان جوړ شو. که د نړۍ دوه ځبرځواکونه چین او روسیه هېدوادونو ته پام وکړو. موږ سره دې نړیوالې بشري بسپنې کې د روس او چین مرستې په اوړو کې د مالګې مثال لري.

امریکې زموږ په هېواد یرغل وکړ. خو امریکا یواځې زموږ هېواد ته نه وه راغلې. امریکا دې ټولې سیمې ته چل غلی کړی و.

که د امریکا په سیمه پاتې وای ټوله سیمه به نارامه وای. امریکا مو له خپل هېواده وویستله چې دا ټوله سیمه مو په امن کړه. نو د نړۍ ډیری هېوادونه زموږ خورا ډیر پوروړي دی. خو خیر، په سیاست کې اخلاق او احسان ځای نه لري.

اوس به راشو د بشري مرستې په ویشنه!

په تیرو څلویښتو کلونو کې نړۍ سره په بیلابیلو وختونو کې مرسته کړیده لیکن افغانان دې مرستو په ویشنه کې ډیرې ترخې تجربې او خاطرې لري.

مثلاً بشري مرسته راغلې ده خو ډیره مرسته خیریه موسسو کارکوونکو ته لوړ ډالري معاشونه ورکړی شویدي. هوایي او ځمکني سفرونه کې لګول شوي دی، ښایسته بنګلې کرایه شویدي، یوه نیمه د اوبو څا ایستنه په زرهاو ډالر حساب شوېده.

مستحقو وږو تږو ته یو پیپ غوړي، یوه بورۍ اوړه او څو کیلو لوبیا ورکړی شوی دي لیکن په بریښنایي او چاپي ميډیا کې خورا ډیر څه ښودل شوي دي.

افغانان د ملګرو ملتو د خیریه ټولنو څخه دا ځل هیله لري چې د مرستو په ویشنه کې او د خیریه ټولنو د مامورینو په لګښت کې لږوډیر څه بلکه جدي پام څخه کار واخستلی شي.

په مننې سره

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.