عام ادمی پارټي

استاد عمر پاڅون

498

د هند د سیکهانو مشر بهګت سنګهـ ویلی وو که موږ د هند د خپلواکۍ اخستلو سره په هند کې انګریزي نظام بدل نکړو، مانا دا چې هیڅ مو نه دی کړي او هیڅ کولی نشو.

د همدې بهګت سنګهـ خبرې د عام ادمي پارټي مشر دې ته وهڅاوه چې په هند کې انګریزي حکومتي نظام له بیخه وباسي او بدل یې کړي.

دې نظام بدلولو له پاره ګیجریوال ملا وتړله، ټینګ تکل یې وکړ چې په هند کې به دا نظام چورلټه بدلوي.

ګیجریوال د هند په هریانه ولایت کې په ۱۶ اګست په ۱۹۶۸ کال کې پیدا شوی دی. دا ۵۴ کلن ګیجریوال لومړی یو بیروکرات سیاستوال وو چې په هند کې یې د نظام د بدلولو پیل یې وکړ.

په ۱۹۱۲ په نومبر کې یې د (عادم ادمي پارټي) په نوم د یو ګوند بنسټ کېښود.

لکه څرنګه چې د ګوند نوم څخه څرګندیږي عوام خلک، مزدوران، کاریګر او غریب ولس دې ګوند ته رامات شول چې ډیر په چټکۍ سره مخکې لاړ.

د دسمبر ۲۰۱۳ انتخاباتو کې دې ګوند ډېرې رای وګټلې چې ګیجریوال د ډهلی وزیر اعلی شو.

ګیجریوال وغوښتل چې د فساد په مقابل کې یو قانون منظور کړي، لیکن بریالی نه شو. همدا وو چې د ۴۹ ورځو وروسته د خپلې کرسۍ څخه لاس په سر او مستعفي شو.

راتلونکو ټاکنو ته بیا ودرید چې په دې ټاکنو کې یو ځل بیا یې د اکثریت رای وګټلې چې یو وار بیا د ډهلی وزیر اعلی شو. د نوی حکومت سره یې کومې وعدې یې چې د ډهلی د اوسېدونکو سره کړې وې په پوره کولو یې پیل وکړ.

په ډهلی کې د بریښنا بیه خورا لوړه وه چې د غریبو خلکو له وس څخه بهر وه. د بریښنا پرچاوی هم خورا ډیر وو.

د حکومتي روغتونو حالات ډیر بد و علاج هم ډیر ګران وو، د ډهلی سرکونه کنډوکپر وو.

په ډهلی کې یوازې ۵۰٪ سلنه وګړو ته پاکې اوبه رسېدې. د ګیجریوال په دویم او دریم ځل حکومت د بریښنا پارچاوی ختم شو. د حکومتي ښوونځیو او پوهنتونونو کمیت او کیفیت ډیر لوړ شو.

په ډهلی کې د کلیوالو کلینیک پروګرام پیل شو لیرې پرتو کلیوالو ته علاج وړیا ورسېد.

د کیجریوال په اوو کلنی حکومت کې د ډهلي کلنی عایدات د درې سوه میلیاردو روپو څخه اوه سوه پنځوس ملیاردو روپو ته لوړ شو. په اوو کلنو کې د ډهلی ملی عایدات یو سلو پځوس سلنه لوړ شوو، د ډهلی په سل ملیون وګړیز ښار کې ټولې لومړنۍ اړتیاوې او اسانتیاوې پوره کړې شوې.

روغتونونه معیاری کړی شول، علاج وړیا شو، سرکونه له سره په لوړ معیار اباد شول.

په ډهلی کې ټولو ښځو ته ښاري ترانسپورت وړیا شو.

په ډهلی کې هرې غریبې کورنۍ ته ۳۰۰ یونټه بریښنا وړیا شوه. د ګیجریوال (عام ادمي پارټي) ګوند په ډهلي کې نوې ټکنالوجی عامه کړه.

د ډهلی اوسېدونکو امنیت له پاره یې په ټول ډهلی کې  CCTV کمرې ولګولې چې ډهلی په دې امنیتي کمرو لګولو کې د نیویارک، لندن او شانګهای څخه مخکې شو.

د ډهلي هر اوسېدونکی کولی شي چې خپله تذکره، پاسپورت، لیسنس یا نور اسناد په خپل کور کې واخلي.

اړمند یو تلیفون کولو سره د دفتر د مامورینو یو ګروپ د فوتوکابۍ د ماشین سره کورته راځي، ټول دفتري کارونه د اړمند کور کې سر ته رسوي. په اوونۍ یا دوه اونیو کې هر سند چې وي اړمند ته په پوست کې کورته راځي. چې له همدې لارې دفتري بیروکراسي او فساد ته یې د پای ټکی کېښود.

نن په ۲۰۲۲ کال کې د (عام ادمي پارټي) ګوند د ګیچریوال په مشرولۍ د پنجاب ایالت لوی لوی سیاستوالو او ګوندونو ته ماتې ورکړېده.

اوس د پنجاب د پارلمان په ۱۱۷ سیټونو کې ۹۲ سیټه د عام ادمي پارټۍ دي یواځې دوه سیټه د بی جی پي او ۱۸ د کانګرس او پاتې یې د ازادو غړو دي.

ګیجریوال په دې ویاړي چې په هند کې سیاسي ګوندونو او سیاستوالو کومو چې انګریزي حکومتي نظام خپل کړی و له بېخه بدل کړ.

اوس ټول هندیان په هندوستان کې د (عام ادمي پارتي) د ګیجریوال حکومت غوندې حکومت غواړي.

لیرې نه ده چې عام ادمي پارتي ګوند به په ټول هندوستان پاچاهي کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.