امریکایان دې افغان ملت ته سزا نه ورکوي

استاد عمر پاڅون

845

افغانان، امریکایان او نړیوال لیکوالان به پر افغانستان د امریکا د یرغل پر ماتې ډیر کتابونه ولیکي.

دا دی اوس هم پرله پسې لیکنې روانې دي. دا ښکاره ده چې امریکا په افغانستان کې نظامي او فوځي ماته وخوړه.

اوس یې راسره اقتصادي، سیاسي او میډیایي جګړه پیل کړې ده. غواړي چې زموږ مظلوم ملت ته اقتصادي سزا ورکړي. زموږ سرمایه یې کنګل کړې ده. نن ورځ زموږ پر ملت ډېره بده ورځ راغلې ده. ولږه، ناروغي، د کرونا وبا، یخ ژمی، بیکاري….

امریکا ته په کار ده چې د روغې جوړې له لارې افغانان سره خپلې اړیکې له سره پیل کړي.

ما پخپل وار سره امریکایانو ته د خپلو فولکوریک ادب پښتو څو لنډۍ ډالۍ کړيدي.

ښه ده چې ستا له ډډې وشوه

چې ملامته درته زه نه شوم مینه

جانان څه شی به دې یاد کړم

چې ناکردې دې یادوم ژړا راځینه

د لیونۍ حاجت پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

ښه دی چې جنګ څکه دې وکړه

که نه وران کړی به دې وی ټول بازارونه

اوس راته وایه چې جنګ ښه دی که سوله؟

چې به دې سولې ته ایښودل پاټک بندونه

په لاره ځم خبره نه وم

په خپل لاس کرلی په اغزو برابر شومه

جانان په جنګ کې تېښته وکړه

اوس به همزولی پېغورنه راکوینه

دا خو دا ستا د یارۍ ټس دی

ځکه مې کډه په زیړي مازیګر ځینه

ستا د ښایست دوران به تیر شي

مدام به نه وي ستا ځواني زما سوالونه

راځه راځه چې جوړه وکړو

د لارې سر دی څوک به ځي څوک به راځینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.