درنو  طالبانو۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

استاد عمر پاڅون

732

درنو  طالبانو۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ 

د اسلامى امارت درنو چارواکو  ۔ 

استاد عمر پاڅون

د ښځينو و محصلينو پرمخ  د پوهنتونونو دروازو تړلو پريکړه مو ډيره دردوونکى ده ـ

نړپوال غبر ګونونه هم ډير درانده دى ـ

تقريبا د چين او روس څخه سر بيره په ټوله لويديځه نړۍ کى ورسره ورسره په اسلامى هيوادو نو کى ډير ګرم شور او زوږ روان دى ـ

افغانستان د  ډير حساس پړاو څخه  تيريږى ـ

 لومړى دا چى پخپلو ټولو کارنامو باندى اوبه مه تويوۍ ـ

 دوهم که يو ځلى سراسرى دهيواد دپوهنتونونو محصلين لارو کوڅو ته ووتل بيا به يى ټولګيو ته ننويستل خورا ګران او بيه به  يى به هم درنه وى ـ

دايران څخه عبرت او پند اخستل پکاردى ـ

ټول ايران :  يو پرمختللى ملت ، يو غښتللى دولت او حکومت د يوى

پيغلى په مرګ لرزيږى ـ

 زمونږ دخويندو او لوڼو پر مخ دپوهنتونونو دروازو تړلو مسله د ايران د مسلى څخه په وارو وارو درنده ده ـ

دريم داچى تاسى چى تر  دى ځاى رسيدلى ياستۍ د لوى الله تعالا مرسته ، ددى مظلوم او مجاهد ملت ملاتړ  او ددى خويندو او ميندو دوعا وه ـ

که يو ځلى ملت  درڅخه زړه تورى شو  او هم د ملت دملاتړ څخه بى برخى شوى  کوم چى ستاسو او د

افغانستان دښمنان همدا غواړى بيا به هم  تاسى هم دا ملت او هم به دا هيواد دډيرى بدى ورځى سره مخامخ شى ـ

نن په لويديځ او هم په اسلامى نړۍ کى همدا يو غږ دى چى طالبان دى زر تر زره دا پريکړه بيرته واخلى

  پکار ده چى اسلامى امارت زمونږ دګران ملت ، داسلامى امت او د نړيوالو غږ په وازو غوګونو واورى مخکى لدى چى هر څه ترخه او وخت هم ناوخته شى ـ

خپله ليکنه نه اوږدوم ـ

د اسلامى امارت چارواکو مخ ته د الفت صيب دا شعر ږدم

ملت لرى پوليس او پهرادار

خزانى خپلى ساتلى شى سرکار

خو دعام نفرت نه ځان ساتللى نشى

په توپونو په ټانکونو زرهدار

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.