په پاکستان کې پر پولیسو خونړی برید شوی

665

د خیبرپښتونخوا د لکي‌ مروت په ښار کې نامعلولو وسله والو پر پولیسو خونړی برید کړی

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي‌ مروت په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی دی.

د لکي‌ مروت ښار پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن سې شنبه د اکتوبر ۲۷ مه د سهار په ساعتونو کې نامعلومو وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د پولیسو پر موټر هله برید وشو چې پر ګزمې بوخت ول. برید د لکي‌ مروت ښار په شپږ کیلومترۍ کې د موټرسایکل سپرو نامعلومو وسله والو لخوا شوی دی.

د لکي‌ مروت د ښار د پولیسو مشر شهزاد عمر خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا برید په لس بجو او ۴۵ دقیقو رامنخته شوی دی.

د برید نه سمدلاسه وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او د پیښې د قربانیانو مړي‌ نږدې روغتون ته انتقال شوي‌ دي.

برید کوونکي د پیښې د ځایه په تیښته بریالي‌ شوي‌ دي.

trt.pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.