د چین خارجه وزیر: د افغانستان اوسني واکمنان له نړیوالو سره ګډ کار ته لیواله دي

786

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندق هڅولي چې له افغانستان سره مرسته وکړي. وانګ يي د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه دوه سازمانونه دې د افغانستان د بیا رغونې له پاره مالي مرستې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۷مه) نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق یا (آی. ام. اف) وهڅول څو د افغانستان د بیا رغونې له پاره له دغه هیواد سره مالي مرستې وکړي.

Chinesischer Außenminister Wang Yi trifft Nikos Dendias in Athen

وروسته له هغې چې په تیر اګست میاشت کې د افغانستان پخوانی حکومت راوپرځید او طالبانو واک ترلاسه کړ، د افغانستان مالي ذخایر کنګل شول او دغه هیواد د نغدو پیسو له ستونزې سره مخامخ شو. په دې ترڅ کې د افغانستان بانکونه هم د نغدو پیسو د شتون له ستونزې سره مخامخ دي او د حکومت ملکي کارمندانو ته لا هم معاشونه نه دي ورکړل شوي. په ورته وخت کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې او د لومړنیو خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي.

د پیسو نړیوال صندوق د تیرې سې شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۶مه) ویلي ول چې د افغانستان اقتصاد به سږ کال ۳۰ سلنه رکود یا کمښت ولري چې په پایله کې به یې ښايي د مهاجرت یو کړکیچ هم رامنځ ته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، په ايران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې خبرې کولې، وویل: «افغانستان په ټولو برخو کې پر پښو بیرته دریدو ته اړتیا لري او پرمختګ بیا مهم اولویت دی.»

چینايي چارواکو په دې وروستیو کې د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم لیدلي وو. چینايي چارواکو په دې وروستیو کې د قطر په دوحه کې له طالب مشرانو سره هم لیدلي وو.

د چین دغه لوړ پوړي ډيمپلومات یو ځل بیا پر امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو غږ وکړ چې پر افغانستان وضع شوي یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي. هغه همداراز د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وغوښتل څو له کرونا سره د مبارزې په برخه کې افغانستان ته لا ډیر د کرونا ضد واکسینونه ورکړي او د طبي موادو مرسته وکړي.

افغانستان چې له اقتصادي ناورین سره مخامخ دی، په اوسني وضعیت کې تر بل هر وخت پر بشري مرستو متکي دي. چین بیا افغانستان ته د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بیړنیو بشري مرستو د ورکړې ژمنه هم وکړه. چین تل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو د منزوي کیدو پر ځای دی له دوی سره ګډ کار وشي.

تهران پرون د افغانستان په هکله د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وو. په دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون نه درلود. په دغه کنفرانس کې د پاکستان، ایران، ازبکستان، تاجیکستان او ترکمنستان پر وزیرانو سربیره د ویډیو له لارې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیران وصل شوي ول.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل چې زما عمومي گومان داسې دی چې طالبان له بهرنیو هیوادونو سره خبرو اترو او مرستو ته علاقمند دي او دا چې دوی په دې هکله جدي دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.