هندوستان اوږد واټنه بالستیک توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

548

هندوستان  د ۵۰۰۰ کیلومتره په واټن سره د اټومي‌ سر ګلولې انتقالوونکی اوږد واټنه  یا قاره پيما بالستیک توغندی وازمایه.

د هندوستان د حکومت لخوا په خپرو شوي‌ بیان  کې ویلي‌ دي  چې   د اګني‌ ۵ په نامه  اوږد واټنه بالستیک توغندی چې د اټومي‌ سرګلولې د انتقال ظرفیت لري‌ د هیواد په ختیځو څنډو کې په یو ټاپو کې په ډیر بریالیتوب سره وازمایه. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دې توغندي‌ په ۵۰۰۰ کیلومتره کې خپل هدف په بریالیتوب سره له منځه یوړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا توغندی د دفاعي‌ پالیسۍ او خوندیتوب د سیاستونو سره سم امتحان شوی دی.

ویل کیږي‌ د هندوستان لخوا ازمایښت شوی اګڼي‌ ۵ توغندی  د چین د هرې برخې د ویشتو توان لري.

هندوستان چې ددینه مخکې د اوږد واټنه توغندیو او وسلو په برخه کې یواځې د پاکستان سره سیالي‌ کوله خو پدې وروستیو کې د چین سره د ستونزو له امله  د رقابت ساحه پراخه شوې ده .

trt/pashto

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.