غزل

شېبه ګهیځ

3,254
ګذر د ژوند په دغه حال تېرېږي
د سترګو رپ د عمر کال تېرېـــږي
د ښایست باغ نه د باروتو لوګۍ
کنډر وطن کې چې شمال تیریږي
دنیا رنګــــینه که د دوړو بـــاران
ذهن را واوړي ټول خیال تیریږي
د عندلیب پر اوږو شال د شبنم
د راز په ژبه وایي سیال تیریږي
موږ ننداره یې داسې کړه لکه چې
شفق ولاړ د بوډۍ ټـــال تیرېږي
له دې بدبخته او مظلوم وګړي
پردي لا پرېږده کلیوال تیرېږي
د پسرلي ګل غوټۍ غلې غلې
وایي بوستان هم له کمال تیرېږي
رڼا شوه بوره تیاره خوره شوه
د ارمانونو هدیره کې مشال تیرېږي
شېبه غـزل غزل غـــزل غږیږه
دَور بدل دوران د تــال تیرېږي
۱۴۰۰/۷/۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.