دسمبره کال بدلېږي
اسمان ځمکې نه
بیلېږي
مرور دي مرور دي
هره هڅه
ناکامېږي
د لاسونو په ګرمۍ کې
واورې راشي
ویلي کېږي
دوه مرغۍ په وچه څانګه
یو له بله ځي
تاویږي
په تیارو او سپیدو کې
جان قربان دی
او ځارېږي
ته موسم د احساساتو
زړه کې هیلې
مې تتېږي
کال به بیا راشي
له سره
خو زما عمر
تېرېږي
بیا ټک تک دی
په کړکیو
پر ښیښو اوښکې
څڅېږي
د دیوانو په طلسم
زما وزرې تړل
کېږي
د معصوم کتو سواد ته
یو مې خدای دی چې
پوهېږي
څو نیمګړي هیلې پاتې
شېبې مخ ته مې
دریږي
دسمبره کال بدلېږي
—————————————————————————————————–
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.