غزل

شېبه ګهیځ

937

اوس خو ظالم په ظلم هم د خدای رحمت لټوي
د بېګناه او د مظلوم په مرګ جنت لټوي

خلکو ته وایي ازلي ده برخه نه بدلېږي
شېخ خو پخپله بیا د زور په زور قسمت لټوي

چې په غمونو یې ټوټې ټوټې کړل زړونه ورته
په ویجاړ زړه کې به نو څنګه سکونت لټوي؟

د وحشتونو ښاره! سولې کې اباده ښه دي
دومره مرګونو ته به څومره څوک قیمت لټوي؟

خلک په مینه حکومت کوي د خلکو په زړه
شېبه په کرکې کې هم ځانته محبت لټوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.