د افغان هنرمندانو یوه ډله پرتګال ته رسېدلې

481

۲۷۳ تنه افغانان چې په هغو کې د موسیقۍ د ملي انستيتوت استادان او زده کونکي هم شامل دي، د دوشنبې په ورځ پرتګال ته ورسيدل. د پرتګال صدراعظم دغو افغانانو ته هرکلی ويلی دی.

  Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet

له کابل څخه د تخلېې پروګرام – د آرشیف انځور

د افغان هنرمندانو دغه ډله په اکتوبر میاشت کې له کابله قطر ته رسېدلې وه او پرتګال ته تر راتلو د مخه په قطر کې اوسيدله.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستيتوت مشر، احمد ناصر سرمست وويل چې د موسیقۍ ښوونځي بیرته پرانیستل ورته یوه مهمه پروژه وه. هغه زیاته کړه: «د دغه ښوونځي بيرته پرانيستو ته ژمن يو. موږ د افغانستان موسیقۍ ته د ادامه ورکولو ماموريت لرو.»

د موسیقۍ افغانې زده کونکې شغلې صافۍ د پرتګال پلازمينه لیسبون ښار کې په يوې پوځي هوايي اډه کې د رسیدلو پر مهال وويل: «له نړیوالې ټولنې څخه مننه کوم. تاسو ټولو زموږ ژوند وژغوره.»

طالبانو په افغانستان کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې وه، د سندرو او د موسیقۍ پر غږولو بندیز لګولی او متخلفينو ته يې جزا ورکوله. طالبان چې تر شل کلنۍ جګړې وروسته په اګست مياشت کې بیا قدرت ته ورسیدل، په اړه يې داسې انديښنې شته چې د موسيقي په اړه به بیا ورته دريځ غوره کړي.

Portugal | Frauen-Fußballnationalmannschaft aus Afghanistan in Lissabonپه لیزبون کې د افغانستان د فوټبال د ښځو د ټيم یو شمیر غړې

د پرتګال صدراعظم انتونیو کوستا پر ټويټر دغو افغانانو ته ښه راغلاست ویلی دی. هغه د دغو افغانانو په اړه لیکلي دي: «زده کونکي، ځوانې میرمنې، ځوان نارینه او د دوی خپلوان به د دې فرصت ولري چې په پرتګال کې ژوند وکړي او خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.»

افغان موسیقي غږونکي مرتضا محمدي وويل: «زه ډیر خوښ يم ځکه چې ملګري مې په مسکا وينم. موږ کولی شو موزیک غږولو ته ادامه ورکړو. دغه کار زه واقعاً خوشحاله کړم.»

د پرتګال حکومت د ارقامو له مخې دغه هیواد تر دې مهاله ۷۶۴ افغان مهاجر منلي چې اکثریت يې ځوانان دي.

د سويلي اروپا دغه هیواد په اکتوبر میاشت کې د افغانستان د ښځو فوټبال ملي ټيم يو شمیر غړي او د هغوی کورنیو ته هم ښه راغلاست ويلي وو.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.