د آلمان حکومت د ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د پولیسو پر روزنې شاوخوا ۶۸،۵ میلیونه یورو مصرف کړي دي. آلمان په دې ترڅ کې کابو ۸۰ زره پوليس روزلي ول.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخو د استازي زیویم داګدلین، د یوې پوښتنې په ځواب کې د آلمان حکومت ویلي دي چې دغه هیواد د ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د پولیسو پر روزنې شاوخوا ۶۸،۵ میلیونه یورو مصرف کړي دي.
د آلمان حکومت په حواله دغه پيسې په پیل کې د جرمني پولیسو د پروژې دفتر (GPPO) او وروسته بیا د جرمني پولیسو د پروژې ټیم یا ډلې (GPPT) له لارې لګول شوي دي. دا خبر کاتولیکي خبري آژانس را نقل کړی دی.
د دې پروژې په راس کې چې د اګست په ۱۵ د طالبانو واک ته په ورسیدو سره پای ته ورسید، د آلمان د مرکزي حکومت او ایالتونو شاوخوا ۲۰۰ پولیس افسران د خپلو دندو د ترسره کولو په حال کې وو. دوی شاوخوا ۸۰ زره د پولیسو سیمه ایز ځواکونه روزلي دي.
د آلمان حکومت ویلي دي چې د دې ماموریت د ارزونې نهایي رپوټ تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی او تر کار لاندې دی.
د دې ارزونو ترلاسه شوې پايلې او معلومات به ښايي لکه په افغانستان کې د تېر اګست مياشتې تحولاتو ته په کتو سره »په حساس او بحراني وضعيت کې د آلمان د پوځ ښکيلتيا اغيزمنه او له دغو معلوماتو څخه په پکې استفاده وشي.«
دویچه ویله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.