!اې په خوب ویده ماشومه

عبدالباري جهاني

1,277
اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟
چي په ښار او په مالت کي څه تیریږي
ته پوهیږې د ابا سیوری دي څه سو؟
او ابۍ به دي له کوم رنځه کړیږي
ته خبر یې د تودې خوني له خونده؟
تا هم کړي دي د اور څنګ ته خوبونه؟
ته هم چایې په توده غېږ کي نیولی؟
الاهو دي نازولي دي غوږونه؟
د خټین او د واورین سړک پر غاړه
درته ایښي د څپلیو دي رنګونه
نیم وجود دي په زړو جامو کي پټ دی
له یخنیه دي بې واکه دي لاسونه
کشکي ستا په خاطر لمر وای راختلی
کشکي ستا پر لوڅ بدن وای ځلېدلی
ستا پر لوري د اسمان سترګي ړندې دي
تور قسمت په تا آرام نه دی لیدلی
اوس هغه خلک هم لوڅي پښې روان دي
چي په تا یې رنګول زاړه بوټونه
نن به څه خورې سړه ورځ پر تېرېدو ده
نن په څشي تودوې ساړه رګونه
اې په خوب ویده ماشومه ته خبر یې؟
چي اسمان پر تندي څه درته لیکلي
لا تر څو به دا سړې دا اوږدې شپې وي
لا تر څو به دي قسمت په غشیو ولي
چي له ستوني دي آواز نه وي وتلی
څوک به پوه سي چي له چا به ګیله من یې؟
دا وطن دی د رنځورو او خوږمنو
هسي نه چي دا یو ته په زړه خوږمن یې
ته بچی د بد نصیبو د وطن یې
چي اسمان ورته نجات نه دی لیکلی
قصابان یې د لېوه له زامو ژغوري
دریم لوری یې د ژوند نه دی لیدلی
ستا پر تور تندي لیکلي کرښي وايي
تر لحده به دي ستړی زکندن وي
هغه ورځ چي نه لېوه نه قصابان وي
نه به زه یم نه به ته نه دا وطن وي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر درویشتمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.