!مسلمانه

الهام الدین قیام

943
ته انسانه له خپل ځانه خبر نه یې
د خپل ځان له کیف اوکانه خبر نه یې
د قرآن په سر له خپله سره تیر ېې
خو پخپله له قرآنه خبر نه یې
ای د پاک قرآن په نوم باندی مینه!
د قرآن له ھیڅ فرمانه خبر نه یې
چې دعا کوې ایمان له خدایه غواړې
خو پخپله له ایمانه خبر نه یې
اذان اوری په پیغام یې نه پوھیږې
لا تر اوسه له اذانه خبر نه یې
په لمانځه کې سرپه سر ځانته دعا کړې
له دعا دې مسلمانه خبر نه یې
ته له خپله خدایه ھروخت جنت غواړې
د جنت په لار نادانه خبر نه یې
د جنت لپاره بل مسلمان وژنې
د وژنی له جزانه خبرنه یی
مسلمانه ! د جنت د ورتلو لاردې
کړه پخپلو لاسو ورانه ،خبر نه یې
د ھرچا په خوله قیام ته را پاڅیږې
خو له خپل قیام افغانه خبر نه یې
قیام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.