غرور

عبدالباري جهاني

732
یو غرڅه وو په ځان غټ په قامت ښکلی
هم په غره هم په ځنګله کي وو ښاغلی
هم په منډه پهلوان وو تر هوسیانو
هم غښتلی ښکرور وو تر سیالانو
د ځنګله په غرڅه ګانو کي سردار وو
هم چالاکه هم غښتلی هم هوښیار وو
نه زمریو نه پړانګانو سوای نیولای
نه ښکاریانو سوای په دام کي اچولای
یوه ورځ یې پر چینه اوبه چښلې
هم ښکرونه هم یې پښې پکښی لیدلې
چي پر سر باندي یې وکتل ښکرونه
لکه دوې وني چي وباسي ښاخونه
اوږده غاړه یې ښایسته بې لونګینه
یو څه خړه یو څه توره نوره سپینه
دوې یې توري غټي سترګي وې په سر کي
په څارل یې غلیمان په سمه غر کي
سر تر نوکه وو خالق ښکلی جوړ کړی
په ښکلا یې له هر چا وو میدان وړی
خو چي پام یې سو څلورو نرۍ پښو ته
حیرت واخیستی د خدای و هسي کړو ته
ویل خدایه څه ښکرونه لرم ښکلي
پر هر ځای مي میدانونه په ګټلي
زه پاچا یم د ځنګله د ښکرورو
شهنشاه یم د غرڅه وو د لښکرو
خو چي وګورم څلور پښې مي نازکي
کله کله مي را وګرځي په زړه کي
هسي نه چي مي د پښو له لاسه مات سم
یا ښکاري یا د زمري خولې ته سوغات سم
کشکي ټول وجود مي یو شان ښکارېدلای
د غوايي په څېر مي غټي پښې لرلای
غرڅه ډوب وو د ښکرونو په ستایلو
په اوبو کي خپلو پښو ته په کتلو
چي له لیري یې خوني پړانګ سو تر سترګو
غلی غلی را روان تر منځ د ژرګو
مخامخ یې کړله منډه په ځغستا سو
خوني پړانګ چي هر څه زور واهه تر شا سو
پړانګ چي هر څه منډي وکړې لاندي باندي
غرڅه لیري ځغلېدی تر ده د وړاندي
په شېلو کي پړانګ په منډو کړ ځان ستړی
او د ښکار ورڅخه ورک سو ژوندی مړی
غرڅه ولاړی د ځنګله پر خوا روان سو
یو ځل بیا له خپل دښمنه په امان سو
په لومړۍ ونه کي بند یې سول ښکرونه
شا او مخي ته یې ووهل زورونه
کله کښته کله پورته کله شاته
د نجات لوری یې ورک سو هري خواته
چي هر څو یې زور کاوه بند وه ښکرونه
ترې چاپېر د لويي وني وه ښاخونه
وږي پړانګ غرڅه له لیري وو لیدلی
چي پخپله وو په دام کي کښېوتلی
غرڅه هغو پښو له پړانګه وو ژغورلی
په لیدلو چي یې وو په زړه نتلی
چي شېبه مخکي په ښکر وو نازېدلی
د بلا مخ ته هغه وو پرې ایستلی
چي بنده کله مغروره په خپل ځان سي
د هغه غرور په دام کي بندیوان سي
هغه مټي چي حساب یې وي پر کړی
ورته وغوړوي مخ ته د مرګ پړی
هر دولت او هر قوت لره آفت سته
د هر زور له پاسه پورته بل قدرت سته
په پرون پسي چي نن راغی سبا سته
د زمان هري شېبې ته انتها سته
چي فرعون غوندي په خپل قدرت نازیږي
د غرڅه په څېر پخپله دام ته لویږي
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جنوري دوولسمه، ویرجینیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.