ملا خاني

کاوون طوفاني

685
د آسمان اوښکې څڅيږي، هوا خړه باراني ده
تورې ورېځې شوې رابرې، سېلۍ توره توفاني ده
تکو سپينو واورو اېل کړې، د اوچتو غرونو څوکې
د يخني پاغوندې ووري، د ږلۍ حکمراني ده
د دې ښار وجود نيولی، د سپېڅلي جنون تبې
د دې ښار په ميخانو کې، اوس رواج ملا خاني ده
هره ورځ مسلخ ته لېږدي، سرې غوټۍ د آرمانونو
د خزان د خدای په پښو کې، د گلونو قرباني ده
بيا دوران د معجزو شو، اندېښنه د وږيو نشته
په بغارو يې ماړه کړل، دا د شيخ مهرباني ده
ضَرَبَ او ضَرَبُ شوه ، ترانه د ماشومانو
قالَ قالَ ملا قالَ سرچپه مسلماني ده
د رباب په اعدام ژاړي، سريندې په چيغو چيغو
په لوټ شوي نيستان کې، بيا سندره زنداني ده
زوړ زاهد خراباتي شو، بې نوبته پيالې اخلي
د انگورو پېغلې ناڅي، د هوس د لور ځواني ده
د بازار پر سرلوحه يې، د پاچا حُکم ليکلی :
د کچرو قيمت جگ شو، د آسونو ارزاني ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.