د قدرت معتادان

ژباړه او زیاتونه: بریال حبیبي

855

زموږ د هېواد له سل سلنې نږدې پینځه نوي سلنه مقامات تکراري دي…. ۱۳۹۶ل.ل کال وو، چې د آلماني ارواپوه (مانس سپېربر) هغه اثر مې ولوست، چې فارسي ژبې ته د (جباریت) تر سرلیک لاندې راژباړل شوی وو.
یاد اثر د هغو بدلونونو رواني تحلیل وړاندې کوي، چې د قدرت د څښتنانو په شخصیت او رواني جوړښت کې د قدرت له اوږدمهاله درلودلو/ پکې پاتېدلو له امله رامنځته کېږي او آن هغوی له داسې رواني ناروغیو سره مخ کوي چې له څه مودې وروسته نه په ځان کې پخپله بدلون راوستلای او نه هم نور خلک دا جرأت کولای شي، چې هغوی له خپلې دغې ناروغۍ څخه خبر کاندي.
څرنګه چې له یوې خوا له قدرت څخه تر لاسه شوی لذت په مغز کې د دوپامین او سروتونین هورمونونو د ترشحاتو د زیاتوالي او د یاد لذت تکرار ورو ورو په فرد کې د نور قدرت د ترلاسه کولو لپاره د هڅو کولو سبب ګرځي؛ نو له بلې خوا د یادو هورمونونو د ترشحاتو دوامداره زیادښت د مغز اعتیاد ته زمینه برابروي او پرې اخته شوی کس دې ته مجبورېږي چې د خپل لذت د ساتلو او یا ډېرولو لپاره ورځ تر بلې خپل قدرت نور هم زیات او پراخ کړي؛
هماغسې لکه څنګه چې د مخدره توکو معتادان د خپل خوند او رضایت د پرځای ساتلو لپاره د مخدره توکو دوز لوړولو ته مټې رابډ وهي.
کله چې یو عادي ـ سالم انسان د اوږدمهال لپاره په قدرت کې پاتې شو، ورو ورو په یوه ناروغ دیکتاتور بدلېږي؛ او بیا دا توپیر نه کوي چې د دیکتاتورۍ دغه روحیه په کورنۍ کې ده، په کومه اداره کې ده، په کوم وزارت کې ده او یا آن زموږ د کوڅې په هاغې نانوایۍ کې… .
هر هغه مؤقف چې موږ ته د قدرت احساس راکړي، موږ معتادولای شي او له همدې امله یې په بدلون سره مقاومت راپیلوو.
یو وخت یو چا کیسه کوله چې کله د وزارت تر مقام پورې ورسېدم، نو یو ملګری (چې وړاندې په یوه اداره کې د رئیس په توګه پاتې شوی وو.) مې راغی، راته ویې ویل چې:
ما ته یو ریاست راپیدا کړه؛ د امتیازاتو په کیسه کې یې نه یم، د ځای او د کار ډول یې هم همداسې درواخله، خو بس چې ریاست وي.
همداسې یوه ورځ کوم ملګري د ولسمشر غني په دوره کې راته وویل چې:
ښاغلی حیات الله حیات څنګه له کندهار ولایت نه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته او د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت څخه د کورنیو چارو وزارت ته تبدیل شو؟
ورته ومې ویل چې:
د ولایت او د دغو دوو وزارتونو د دندو لایحې خورا ډېرې سره نږدې (!) دي.
هو!
کلونه شول، د هېواد علمي کهول د ژوند په بېلابېلو برخو کې د هېواد د ودې لپاره خپل آندونه، وړاندیزونه، طرحې او نظرونه لري؛ خو له بده مرغه که له یوې خوا هغوی پخپله مقرر نه شول، نو له بلې خوا ورځ تر بلې د اورېدونکو غوږونو موندل هم سختېږي او لا ناهیلي کېږي؛ ځکه مقامات مو له څو د ګوتو په شمېر کسانو پرته یا پخپله متخصص، صالح او عاقل کارکوونکي او زړه سوانده کادرونه نه دي او یا هم د سروتونینونو او دوپامینونو آراموونکي دي، چې اولس یې تل د پاڼ او پړانګ ترمېنځ ودرولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.