هک څه شی دی؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

1,285

کله چې د انټرنيټي امنیت خبره کېږي، ورسره سم د “هک” ګواښ هم زموږ ذهن ته راځي. په دې معنا چې انټرنیټي نړۍ هم لکه د ټولنيز ژوند په څېر له يو شمېر ګواښونو او ننګونو سره مخ ده. یو له دې ګواښونو څخه “Hack” بلل کېږي. موږ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع غږېږو.

 

هک څه شی دی؟

په “۱۹۶۰ز” کال کې لومړنی هک په MIT کې ترسره شو. له همدې چارې سره سم د “هک”، “هیکر” او “هیکینګ” الفاظ رامنځته شول. له هک څخه موخه دا ده، چې د یو شمېر تګلارو په مرسته د یو تن د کمپيوټر او انټرنیټ معلوماتو ته د نوموړي له خوښې او اجازې پرته لاسرسی پیدا کړو. همدې کړنې ته په انټرنیټي نړۍ کې “هک” ویل کېږي، ددې چارې د ترسره کولو جریان “هیکینګ” او ترسره کوونکی یې “هیکر” بلل کېږي.

که څه هم دا کار غیر قانوني دی؛ مګر کله ناکله قانوني بڼه هم خپلوي. لاندې موارد یې قانوني بلل کېږي، چې (Ethical Hacking) یې بولي.

 

  • د مجرمينو په اړه د معلوماتو پیدا کول
  • د شبکې او کمپيوټرونو د امنیتي کمزورۍ معلومول
  • د لویو بشري ناورینونو مخنيوي لپاره هک کول

 

څه وکړو چې د “هک” ګواښ کم شي؟

که څه هم سل سلنه تضمین نه شي کېدای؛ مګر بیا هم ځينې لارښوونې شته، چې تاسو د “hack” له جدي ګواښ څخه وساتي. دا لارښوونې عملي کړئ:

 

  • په کمپيوټر کې له “فایروال” څخه کټه واخلئ
  • هغه پوستغالي “سافټویرونه” انسټال کړئ، چې معتبرې کمپنۍ یې تولیدوي
  • سیسټم، “Firmware” او نورو مواد اپډيټ وساتئ
  • د اپډيټ انتي ویرسونه کارول
  • د قوي پاسورډونو (کوډونو) درلودل. په دې برخه کې هڅه وکړئ، الفبا، اعداد او سیمبولونه وکاروئ
  • په اونۍ یا حد اقل په میاشت کې یو ځل خپل کوډونه بدلوئ
  • ټولو اکونټونو او سیسټمونو ته مو یو ډول کوډ مه ټاکئ

 

هک څنګه کېږي؟

که څه هم په دې برخه کې وضاحت دومره آسانه نه دی؛ مګر بیا هم یوه خبره په ټولو کې مشترکه ده. هغه دا چې هیکر د یو لړ تګلارو په مرسته هڅه کوي، چې د سیسټمونو د فعالیت څرنګوالی معلوم کړي. یعنې پر دې ځان پوهوي، چي سیسټم څنګه کار کوي. کومې تګلارې لري او ورته نور مسایل هم لټوي. له دې وروسته بیا یاد سیسټم ته ورته تګلاره برابروي او سیسټم ته دوکه او فرېب ورکوي.

 

د هکینګ ډولونه

دې ته په کتو چې کوم شیان هک کيدای شي. کولای شو “هکینګ” پر لاندې ډولونو ووېشو.

 

  • د ویبسایټ هک (Website Hacking)
  • د شبکې هک (Network  Hacking)
  • د برېښنالیک هک (Email Hacking)
  • د پټ نومونو (Password) هک (Password Hacking)
  • د کمپیوټر هک (Computer Hacking)
  • د اکونټونو هک (ID hacking)

 

د هک موخه څه ده؟

باید ووایو، چې په نړېواله کچه ډېر هک کېږي. د هر هکر ځانته ځانګړي اهداف وي. خو په عمده ډول یې لاندې موخې بیانولای شو.

 

  • د پیسو ترلاسه کول
  • اطلاعات د خپل ځان په ګټه کارول
  • د یو چا شخصیت زیانمنول
  • سیاسي موخې
  • د نورو د پلان په اړه پوهېدل
  • ترهګري
  • د معلوماتو د خرڅلاو او …

 

آیا هکران هم ډولونه لري؟

ځواب هو دی. د هکر موخو ته په کتو د هکینګ د برخې متخصصین هکران پر لاندې ډلګيو وېشي.

  • ـ White Hat Hacker
  • ـ Black Hat Hacker
  • ـ Grey Hat Hacker
  • ـ Red Hat Hacker
  • ـ Blue Hat Hacker
  • ـ Elite Hacker
  • ـ Script Kiddie
  • ـ Neophyte / Green Hat
  • ـ Hacktivist

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.