منظور پښتین پر پښتنو باندي د خدای پېرزو ده

عبدالباري جهاني

1,559
د چهارشنبې په ورځ د فبروري پر دوهمه نېټه، د پاکستان چارواکو د پښتنو د ځوان او محبوب مشر منظور پښتین پر موټر باندي په داسي حال کي ډزي وکړې چي پښتین د خپل یوه شهید ملګري، چي هغه هم د پاکستان چارواکو وژلی وو د تلین په مناسبت یوې سوله ایزي غونډي ته روان وو.
د منظور پښتین یو نیژدې ملګری او د هغه د تحریک یو فعال مشر نورپاچا په دې ناوړه حادثه کي ټپي سوی او د مشر پښتین نور ملګري، چي ټول د ده په شان زړه ور دي، د خپل ورسره کاروان سره ږوب ته ورسېدل.
منظور پښتین د پخوا په څېر لکه غر ولاړ وو او د پخوا په څېر یې یو ځل بیا پښتنو ته خپل پیغام ورساوه.
په دې کي شک نسته چي د پاکستان حکومت به دا خپله داخلي مسله وبولي خو پښتین د ټول قام منل سوی مشر دی او افغانان باید له هغه او د هغه له برحق تحریک سره د همدغي زاویې څخه عکس العمل ښکاره کړي.
زه د یوه افغان په حیث، چي له منظور پښتین سره خاصه مینه لرم، په نړۍ کي پر ټولو افغانانو باندي ږغ کوم چي د پاکستان چارواکو ته اجازه ورنه کړي چي د منظور پښتین په سرنوشت، چي په حقیقت کي د ټولو پښتنو سرنوشت دی، دومره بېباکانه او بې رحمانه لوبي وکړي.
منظور پښتین پر پښتنو باندي د خدای پېرزو ده او پښتانه د خدای تعالی د دې پېرزویني شکر هغه وخت ادا کولای سي چي د هغه خدای په مرسته یې ساتنه وکړي.
زه د افغانانو د تاریخ د یوه شاګرد په حیث ویلای سم چي پښتنو په دې زیات و کم دریو سوو کالو کي د منظور پښتین په څېر رهبر نه وو درلودلی او که خدای مه کړه د هغه سیوری د پښتنو له سره کم سو پښتانه به بیا په پېړیو د داسي ځوان او محبوب مشر خاوندان نه سي.
سره له هغه چي د پاکستان پنجابي چارواکو، د منظور پښتین په مقابل کي، له ډیري سپین سترګۍ او بېځایه زور زیاتي څخه کار اخیستی دی خو زه بیا هم د هغه د عدم تشدد له مبارزې څخه ملاتړ کوم. د هغو ځوانانو احساسات د قدر وړ دي چي پر پښتین باندي د حملې او د نور پاچا د ټپي کېدلو د کسات اخیستلو غوښتنه کوي خو له دغو ځوانانو څخه زما هیله دا ده چي که غواړئ د پنجابي ستم په مقابل کي د پښتنو تحریک په بریالیتوب سره پر مخ ولاړ سي نو له یوه بیرغ څخه دوه مه جوړوی. په ټول اخلاص د منظور پښتین تر رهبرۍ لاندي ودرېږئ. ستاسي بری ستاسي په اتفاق کي دی. په یوه آواز ږغ پورته کړئ. نر پښتون منظور پښتون. څه چي منظور وايي هغه زموږ منظور دي او ښایی د منظور نوم به هم قسمت له دغه امله ورته غوره کړی وي.
تل دي وي پي ټي ایم او بریالی دي وي د هغه تحریک زړه او روح منظور پښتین.
تباه دي وي د پي ټي ایم دښمنان او پنجابی استبداد!
May be a drawing of one or more people

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.